درمضان مبارک لړئ ۱۵ برخه طبی اوصحی فلسفی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 28960
علامه م حمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له دامت برکاته،
دخبریدو نیټه : 2009-09-03

درمضان مبارک لړئ  ۱۵ برخه  طبی اوصحی فلسفی
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له دامت برکاته،
بسم الله الرحمن الرحيم
محترمو م سلمانانوپه تيره برخه کښی ماوتاسی ته په حواله د دراسة شلتون اود دراسة لوتزنر اوپه حواله دکتاب دعودة الح ياة السلېمة بالصوم  د دکتورطاهر، دروژې مبارکی څلور عمده طبی اوصحی فايدې درته ذکرکړې اوس بناپرمذکوروح والو ځنی نوری طبی اوصحی فايدې دروژې مبارکی درته ذکرکوم چی په دې شرحه دي  اول  دروژې مبارکی په سبب دانسان جسمی اوبدنی طاقت حفظ کيږي اوله نقصان اوله انحلال څخه نجات پيداکوي  دوهم  دروژې مبارکی په سبب دانسان بدنی اوجسمی طاقت دبدن اوجسم دحاجت په اندازه دانسان په بدن کښی تقسيميږي  دريم   دروژې په ب کت دانسان هاضمه قوه قوي کيږي اوپه نيکه توګه دغذادهضم وظيفه اجرا کوی  څلرم دروژې په برکت سره دانسان دبدن جاذبه اوماسکه قوتونه زورور کيږي اوپرمسک اوپرامتصاص اوپر جذب باندی په نيکه طريقه سره قدرت پيداکوی
 پنځم دروژې په برکت سره دانسان دبدن غاذيه قوتونه له افراط څخه په فعل دتغذيې کښی راګرځی اوپه ښه توګه دتغذيې وظيفه اجرا کوي  شپږم ، الصوم يفتح الذهن ويقوی الادراک،، يعنی روژه دانسان ذهن خلاصوی او واد اک ته قوت وربخښی اوادراکی اوعلمی قوتونه قوی کوی  اوم، ا لصوم تاثيراة هامة علی الجلد تماما کمايفعل م هم التجميل يُجمل وينزف الجلد ،،يعنی روژې لره مهم تاثېرات دانسان پرپوست باندی سته روژه دانسان پرپوست باندی داډول تاثېرات اچوی لکه څنګه تاثير چی ملهم دتجميل دانسان پرپوست باندی ا چوی روژه دانسان پوست ښائسته کوی اونظافت وربخښی ،

والسلام ومن الله التوفیق،په دې اړه نوربیا