دټاکنوکميسيون داوېش له چا زده کړئ !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2897

دخبریدو نیټه : 2005-05-22

حبيب الله غمخور – سويډن

١٣٨٤ د غبرګولي لومړۍ ورځ

 

همدا نن مي ديو دوست سره چي دارزگان ولايت اوسيدونکی دی دتليفون په مټ خبر ترلاسه کړ چي دپارلمان لپاره دانتخاباتوگويا مستقل کميسيون  دهغي غلطي سر شميرني پر اساس چي تر سره شوې دارزگان ولايت ته دولسي جرگي دوکيلانو دري څوکۍ ورکړي .

 

کله چي مي دا خبر واوريد هېښ پېښ پاته شوم  چي دا څه راته واېې بيا مي  وپوښتل ته پو هيږې چي څه وايې دري نفره وکيلان ؟ دټول ولايت څخه؟؟؟ هغه وويل بلي دري څوکۍ او درې وکيلان  .

 

په فکر کي ولاړم  اودمکتب دپښتو ژبي په کتاب کي دگيدړي  هغه قيصه مي راپياد شوه چي ويل يي دا ويش دي له چانه زده کړئ ؟ له ځان سره مي فکر وکړ دانتخاباتو په قانون کې خو راغلي چي دهر ولايت نه حد اقل يوه يا څو تنې ښځي هم بايد پارلمان ته ولاړي شي . ماته دټول افغان ولس ملي گټي مطرح دي او له هغوي نه دفاع کوم  دا چي زه په ارزگان کي پيدا شوی يم هغه دخاړپوړو دځاي دحق داداکولو په خاطر مي وغوښتل چي دا څوکرښي وليکم  او هيواد وال دداشان بي عدالتيوڅخه خبر کړم .

 

داسي راته  معلومه شوه چي دارزگان ولايت خلک کولای شي درې نفره ولسي جرگي ته وټاکي چي دهغه جملي نه يوه ښځه په نظر کي نيول شوېده  .

 

زموږ په وطن کي هر ورځ هر واکدار چي وغوښتل په اسانۍ سره کولاي شي   دولايت او ولسواليو په شمير کي تغير را ولې . دبېلگي په توگه ،تر اوسه  دگيزاب دولسوالۍ  سرنويشت نه دی معلوم  دکورنيو چارو وزارت ددې لپاره چي ديو او يادوو کسانو دخوشحالۍ  لپاره ددايکندي څخه  ولايت جوړ کړي  پريکړه کړې چي دگيزاب ولسوالي  د دايکنډي په ولايت پوري وتړل شي ،څرنگه چي اوس زموږ په هيواد کي جگپوړي چارواکي له بهر نه راغلې او دافغانستان  دمحلاتو په هکله لکه څنگه چي لازم ده معلومات نلري دا شان  پريکړي کوي چي دگيزاب ولسوالي دي په دايکنډي پورې وتړل شي .پداسي حال کي چي دگيزاب دولسوالۍ څخه دايکندي ته  هيڅ ډول ترانسپورتي لار نشته ،  څنگه کيداي شي دا خلک دخپلو ورځنيو ستونزو دحل په منظور دولايت مرکز ته ولاړ شي؟ له کوم ډول ترانسپورټ نه استفاده وکړي ؟ ضرورت يې څه دی چي دخلکو دارادې خلاف پريکړي وشي؟ ددې ولسوالۍ خلک چيغي وهي چي دا ددوي سره ظلم دی ، ولي چارواکو ددې لپاره چي کوم بل ښاغلی خپه نشي غوږونه کاڼه اچولي او دخلکو وړانديزو ته دقدر په ستر گه نه گوري بيا پر دغه شان کړنو دخلکو دستونزو دحل نوم ايږ دي  .

 

   همدا اوس  دارزگان  ولايت د دهراود،چورې ،خاص ارزگان ،چهارچينو،او نيش   ولسواليواو مرکز په شمول شپږو اداري واحدونوپه لرلو سره  ملي شورا ته دټاکنو دکميسيون  له خواد تعصب نه ډکه  دا شان پريکړه چي شپږو اداري وا حدونو ته دي په پارلمان کښې درې څوکۍ هغه هم  يوه يې ښځو ته ځانگړي شوې ده عادلانه وبلل شي ؟ دارزگان اوسيدونکي داشان ويش کاملا غير عادلانه او له انصاف نه ليري بولې او ټول حيران دي چي ولي داسي کيږي ؟ بيچاره ولس دځان له وحمه  ځکه څه نشي ويلاي که څه ووايي چارواکي او دهغوي بهرني پلويان  ډير ژر هغوي  دطالبانو او ياالقاعدې  دتروريستي  سازمان سره دتړاو په تور دبگرام او يا گونتانامو زندان ته ليږي . دا بيا څوک ثابته وي ؟ دهغو سره داړيکو په تور چي همدا اوس خلک زندان ته ځي رهبران او وتلي څيرې  يې په کابل ،  پښاور، کوټه او دپاکستان په نورو ښارو کي چکري وهي .

 

جالب ويش شوۍ دۍ هغه معلومات  چي   BBC  څو ورځې مخ کي خپور کړ ستاسو درنو لوستونکو توجه يو ځل بيا ورته را اړوم .

ښاغلي بسم الله بسمل دټاکنو دپه اصطلاح خپلواک کميسيون مشر وايي  :

 

دپارلمان لپاره (( ٢٤٩)) څوکۍ ټاکل شوې چي له هغه نه((  ١٢ ))  څوکۍ کوچيانو ته ځانگړي شوي ،بايد ووايم پدي ورستيو کي چي کوچيانو داويش قبول نکړ ،درې څوکۍ دکوچيانو ښځو ته نوري  ځانگړي شوې، چي دخندا وړده ،  متاسفانه  څوک کوچيانو ته په خپل هيواد کي  داوسيدو ځاي نه ورکوي څنگه شوه چي دکوچيانو ښځو ته  په پارلمان  کي حق ورکړه شو ؟ دا پداسي حال کي چي ټولو افغانانو ته څرگنده ده چي دکوچيانو ښځي کاملا نا لوستې  دي اوبل دا چې هغوي دپارلمان او سياستبازيو نه ډير ليرې دي .

 هرومرو به د افغان کوچۍ ميرمنې په عوض ديوبل چا  خپلوان او اغلې  دکوچانوپه نامه پارلمان  ته لار پيداکوي .

 

دخپاره شوې معلومات پر اساس دکابل  ولايت ته   ٣٣ څوکۍ او اوريدلي مي دي چي هرات او  بدخشان ته هم  ، هر يوه ته ١٧څوکۍ ،بلخ ،کندهار ،غزني  هر يوه ته ١١څوکۍ ،ننگرهار ته ١٤څوکۍ ، پنجشير او نيمروز ته  دوي څوکۍ  ،پکتيا ،پکتيکا ، خوست او نوروته له دريو نه تر نهو پوري  څوکۍ په نظر کي نيول شوې  دي . زه اوس پر دغه  تبصره نه کوم لوستونکي دي پخپله  قضاوت وکړي  .

 

دهيواد په يو شمير ولاياتو کي باسواده ښځي نشته  او دهمدغو ولايتو ښځي نه دي اماده چي پارلمان ته ولاړي شي . همدا لهظه چي دا ليکنه کوم ((راديو اشنا ))اعلان کړه چي دارزگان څخه يو ښځې ځان پارلمان ته ټاکلی دی  زه چي هلته زيږيدلۍ يم له ځان سره مي وخندل او سوال راسره پيداشو دا ښځه يي له کومه کړه چي پارلمان ته يې ځان وټاکه ولي هر څه بايد غولونکې بڼه ولرې آخير دا ولس تر کومه وغولول شي ؟ .

 

ښه به دا واي چي هر څه دټولني عيني واقيعتونو پر اساس تر سره شوي واي ، نه دبهرنيانو دهداياتود پلي کولو پر بنسټ .   ښځو ته په پارلمان کي څوکۍ ورکول نيک او ښه کاردۍ پدي صورت چي دا هغه وخت شوی وای چي په رښتياسره هم په ټولنه کښي دښځي مقام او انساني حق ته دقدر په سترگه کتل شوي واي ، دښځوپه نماينده گۍ  به يو شمير دښه ژوند خاوندي ښځې څوکۍ تر لاسه کړي او په سلو کي٩٥ ښځې چي همدا اوس له هر  ډول انساني حق څخه محرومي پاته دي دهغوي په برخه ځان وژنه او ځان سوځونه او سنگسار دی   .

 

څرنگه چي په هيواد کي دقيقه  سر شميرنه نده  تر سره شوې  دا چې مرکزي احصائيه  غواړي خپله په اصطلاح سر شميرنه  په خلکو په زور ومنې دهيچالپاره دقبول وړنه ده . عادلانه به دا واي تر څو چي په هيواد کښي رښتيانۍ سر شميرنه تر سره شوې واي   دهري ولسوالۍ او ولايت دمرکز نه يو يونفر پارلمان  ته ټاکل  شوی وای ،غير له   هغه  څخه به دداسي ولاياتو دخلکو حق  هرومرو خوړل شوی وې چي غښتلي جنگسالاران ونلري  لکه دارزاگان غريب ولس .

 داسي معلوميږي چارواکي هغه څه کوي  چي خپله يي زړه غواړي ولي دپارلمان ارزښت او اهميت ته په ټيټه سترگه گوري ؟  غواړي يوازي پارلمان  جوړشي ، دا چي څرنگه پارلمان وي ؟ دوی ته دومره دارزښت وړ نده،  ډير چارواکي دداسي پارلمان  څخه چي هلته دپوهو او عالمو شخصيتونو شمير زيات وي  ډار لري . دافغانانو دا ملي وظيفه ده چي  پارلمان ته داسي  پوه او اگاه  خلک انتخاب کړې چې ددولت په سياست او قوانينو پوره  پوه وي او وکولاي شي دپارلمان له لارې دافغان ولس ټولنيزي گټې وساتې  .  په يوه تعميرکي چي پر تندي يې دپارلمان ماڼۍ ليکل شوې وي  د(( دوه سوه نه څلوېښت ))افغانانو راټولول  زموږ دغمځپلې هيواد کوم درد نشي دوا کولاي  ، په هغه پارلمان  کي چي دنالوستو  په جنگسالارواو چارواکو پوري تړلووکيلانو  شمير غوښن وې ددې ملت په دردبه  نه يوازي دا چي و نه خورې  بلکي ولس به له زياتو ستونزو سره مخامخ کړې . پارلمان بايد دولس واقعي نماينده گي وکړاي شي ، نه دچارواکو او جنگسالارو درقابتونو او زور ښوونو سياسي ډگر .

 

که چارواکي رښتياهم علاقه لري او غواړې راتلونکۍ پارلمان دافغان ولس نماينده پارلمان وي دخلکو غوښتنو او پوښتنو ته بايد سالم او قناعت ورکونکۍ ځواب ووايې  .