درمضان مبارک لړۍ اولسمه برخه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 28983
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
دخبریدو نیټه : 2009-09-06

درمضان مبارک لړۍ اولسمه برخه
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
بسم  الله الرحمن الرحیم
محترمومسلمانانوپه شپاړسمه برخه کښی ما دامام حجة الاسلام ابوحامد غزالی رحمه الله  دکلام مطابق دلوږی اودخالی نس کوم چی روژه دار غالبا ورسره مخامخ وی ځنی فايدې درته ذکرکړې اوس ئی دپاته برخې بيان درته کوم چی په دې شرحه دئ
اول امام غزالی رحمه الله فرمايلی دي چی داډول ويل کيږی چی لوږه په مثل دتالاندی ده اوقناعت په مثل دوريځې ده اوحکمت په مثل دباران ده يعنی نوپه چاکښی چی لوږه او قناعت موجود وی نوګواکی تالانده او وريځ سره يوځای سوه نوبه حتما حکمت چی په مثال دباران دۍ پردغه سړی باندی رااوری کوم چی په ده کښی لوږه اوقناعت موجود وی
 دوهمامام غزالی رحمه الله په احياء العلوم کښی ذکرکړيدي چی له حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روايت دۍ چی نبی کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلی دي  ، من شبع ونام قسا قلبه » ثم قال « لکل شئ زکاة وزکاة البدن الجوع،،يعنی هرڅوک چی نس مړوی اوبيديږی په مړه خېټه خوب کوی نوقاسی  ،سخت ، اوکلک به وګرځی زړه د ده بياداسلام داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمايل چی هرشئ لره زکات سته اوزکات دبدن لوږه ده
دريم همدارنګه امام غزالی رحمه الله فرمايلی دي چی شيخ شبلی رحمه الله فرمايلی دي ،ماجعت لله يوما الارأيت فی قلبی باباًمفتوحا من الحکمة والعبرة مارأيته قط، يعنی نه يم وږئ سوئ زه دالله جل جلاله درضا دپاره يوه ورځ مګرليدلې ده ماپه زړه خپل کښی دروازه خلاصه کړسوې له حکمت اوله عبرت څخه     چی نه وه لیدلی مادغه دروازه دحکمت له مخه تردې هیڅ کله ،
څلرم،
وقال النبی صلی الله عليه وسلم،         نورالحکمة الجوع ،والتباعدمن الله عزوجل الشبع ،والقربة الی الله عزوجل حب المساکين والدنوامنهم،لاتشبعوافتطفئونورالحکمة من قلوبکم ،ومن بات فی خفة من الطعام بات الحورحوله حتی يصبح،
يعني اوفرمايلي دي نبي صلی الله عليه سلم نوردحکمت لوږه اوخالي نس دۍ يعني دلوږي په سبب په انسان کښي دحکمت اودپوهي نورپيداکيږي ،اوډيرلریوالۍ له الله عزوجل څخه مړتيااوډک نس دۍ ،يعني ډک نس اومړتيادانسان لپاره له الله جل جلاله څخه دډيرلیروالي سبب دۍ،اونزديکت والله عزوجل ته محبت دمسکنانودۍ اودارنګه ورنزدیکیدل دی ومسکینانوته يعنی محبت له مسکینانوسره اونزديوالۍ ومسکيانوته سبب دقربت اونزديکت ګرځي و الله جل جلاله ته ،   مه مړوۍ ځانونه خپل،ځکه که تاسي خپل ځانونه مړوي،   نومړبه کړۍ تاسي نوردحکمت له زړوخپلوڅخه،اوهرڅوک چي شپه تيره کړی په سپکوالي کښي له خورکې څخه يعني لږخورک وکړي نوشپه به تيره کړي حوري دجنت پرشاؤخوادده ترهغه  پوري چي داخليږي دَيْ په سهارکښي،            رواه الديلمي في مسندالفردوس کذافي احياءالعلوم،
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .