تصوف اوعرفان لسمه برخه
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
بسم الله الرحمن الرحیم
محترمومسلمانووروڼودتصوف اوعرفان په دې برخه کښي اودارنګه په راتلونکي برخه کښي دمشت نمونهء خروارپه ډول
د اولياء کرامو ، د طريقت دواقعي مشائخو ، د الله (جل جلاله ) دمختلفو نومودتجلياتواو د ظهور په وجه د بيلابيلو مرتبواومقاماتوبيان درته کوم البته په ډيروروسته کښي به انشاء الله ودغه بيان ته بيرته دتفصيل اودتکميل دپاره راوګرځم :
محترمو وروڼو د تصوف او عرفان په مباحثو کښي دغه بحث ډير نايابه ، دقيق ،اوبې انتهاپه زړه پوري بحث دئ . محترمو ! د الله (جل جلاله) هر نوم د اولياءکرامو په زړو،اوبواطنو کښي ځانته ځانته تجلِي او ظهورلري . ديوه ولي پر زړه باندي د الله تعالی د يوه نوم ظهور او تجلی غالبه سوې وي ،او د بل ولي پر زړه باندي بيا د بل نوم د الله پاک تجلی اوظهور غالب سوې وي و هکذا . نو په دې وجه داولياء کرامو مرتبې سره جلا جلا وي ،اوپه دغه لحاظ يې نومونه هم سره مختلف وي ،چي تفصيل يې په دې ډول دئ :
د اولياوو په ډله کښي يو قسم داسي اولياء دي چي و هر يوه د دوۍ ته «عبدالله » ويل کيږي . عبدالله وهغه ولي ته ويل کيږي چي دده زړه د الله( جل جلاله ) د اسم ذات ــــ چي لفظ دالله دئ ـــ په تجلی او ظهور سره مشرف سوئ وي . اومشرف کيدل په تجلی او په ظهور ددغه مبارک نامه سره مستلزم دئ ،مشرف کيدلو لره د ولي په تجلی سره د ټولو نومونو د خدائ پاک . ځکه د الله پاک د ټولو نومونو معنی او مفهوم د« الله » د کلمې په مدلول او معنی کښي داخل دئ .
داولياوو په جمله کښي دغه قسم وَلي د مقام او شان په اعتبار تر ټولو ډير پورته اولوړ دئ ،اودغه نوم په حقيقت کښي د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم ) نصيب ؤ ،همداوجه ده چي الله پاک په قرآن کريم کښي په دې آيت کښي چي : و أنه لمّا قامَ عبدُالله ) دَئ مبارک د عبدالله په نامه ياد کړئ دئ ،او همدارنګه دده په توسط دده په امت کښي چي کوم څوک د قطب و مقام ته رسيدلئ وي هغه هم د حقيقت په لحاظ د عبدالله په نامه سره ياديدلائ سي ،او له قطب څخه پرَته «سيوی» پر بل ولي او صالح انسان باندي د طريقت له مخي ددغه نوم اطلاق مجاز بلل کيږي .
اودارنګه دوهم قسم په اولياوو کښي داسي اولياء دي چي و هر يوه ته له دوۍ څخه« عبدالرحمن » ويل کيږي . دا هغه اولياء کرام دي چي هر يو د دوۍ د الله پاک د رحمن د نامه مَظهَر وي ،يعني د رحمن دمبارک نامه ظهور په دوۍ کښي غلبه کړيوي . د طريقت له مخي دغه قسم اولياء هر يو رحمة اللعالمين بلل کيږي ،لکه څرنګه چي د رحمن په معنی کښي شمول او عاموالئ موجوددئ . ځکه چي د رحمن معنی داده : هغه ذات چي مهربانه دئ په دنيا کښي پر هر چا . نوپه دې وجه په کوم ولي کښي چي د الله پاک د دغه نوم د تجلي غلبه راغلې وي ، نودهغه وجود هم د هر چا لپاره رحمت ګڼل کيږي ، نو ځکه دَاقسم اولياءکرام رحمة اللعالمين بولي .
او دارنګه د اولياوو په منځ کښي يو قسم داسي وليان دي چي هر يو د دوئ د «عبدالرحيم » په نامه ياديږي . دغه قسم هغه اولياء دي چي هر يو د دوئ د الله (جل جلاله) د رحيم د نومه مَظهَر ګرځيدلئ وي ، لکه څرنګه چي د الله پاک دغه مبارک نوم د معنی په اعتبار خاص دئ تر مؤمنانو ،اود الله پاک تر صالحو بندګانو پوري . ځکه د رحيم معنی داده : هغه ذات چي رحم کونکئ دئ په آخرت کښي خاص پر مؤمنانو باندي . دارنګه په دغه قسم اولياوو کښي هم دغه خاصيت موجود دئ چي هغه بندګان د خدائ پاک چي پرهيزګاره او صالحان وي ، او الله تعالی ورڅخه راضي وي ،نوپر هغوۍ باندي دوۍ رحمت او مهرباني کوي . او هغه انسانان چي الله پاک د دوۍ د ناوړو « بدو» عملو په وجه پر دوۍ باندي په غضب کښي وي ،نو پر هغو باندي دوۍ هم په غضب کښي وي او بَد يې ايسه وي .
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .