محاسن الاسلام (۲۹)برخه دښځودحقوقولړۍ
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
بسم الله الرحمن الرحيم
محترمو مسلمانانو ورڼودمحاسن الاسلام په تيروبرخوکښی داسلام له نظره دښځودارزښت په باب اودارنګه داسلام په مقدس دين کښی د دوئ دحقوقو په هکله ماوتاسی ته بيانونه وکړل دمحاسن الاسلام په دې برخه کښی هم په همدغه ارتباط بيان دوام لری چی په دې شرحه دۍ اول اسلام په هغه شی کښی چی هغه په واقعی ډول دشرافت اودکرامت اودفضيلت اودبهتری معياردۍ دښځی اودنر په منځ کښی په مساوات سره قائل دۍ ، داسلام مقدس دين معيار دفضيلت اودبهتری دانسان تقوا اوپرهيز ګاری بولی پدغه معيارکښی اسلام ښځه اونربې فرقه اوبې تفاوته ګڼړلی دي پدې ډول چی که په ښځه کښی تقوا موجوده وی اوپه نارينه کښی تقوا نه وی نودغه تقواداره ښځه اسلام په دنيا اوپه اخرت کښی بهتره ګڼی تر دغه بې تقوا اوبې عفته نارينه اوکه په نارينه کښی تقوا موجوده وی اوپه ښځه کښی نه وی نوبيا دغه نارينه افضل دی تردغی بې تقواښځی، دالله جل جلاله له دغه مبارک ارشادڅخه چی ،ان اکرمکم عندالله اتقا کم ، ښځه اونر دواړه يوشان برخورداره دي داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم يو وخت وخپلی بی بی امی سلمې رضی الله عنها ته وفرمايل چی اۍ امی سلمه په جنت کښی به مسلمانی ښځی دجنت له حورو څخه زياتی حسِینی اوښائسته وی امی سلمې عرض وکړ چی په څه سبب به داډول وی داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم په جواب کښی ورته وفرمايل ، بصلاتهن وصيامهن وعبادتهن البس الله وجوههن النور ، روح المعانی صفحه ۱۲۶ جلد۲۷ ،يعنی په دې وجه به دقيامت په ورځ کښی مسلمانی ښځی دجنت له حورو څخه ډيری ښائسته وی چی دجنت حورولمنځونه نه دي کړی روژې يی نه دي نيولی عبادت يی نه دۍ کړئ اومسلمانوښځوپه دنيا کښی لمنځونه کړيدي اوروژې يی نيولی دي اوعبادت يی کړيدی نوپدې وجه به الله پاک دقيامت په ورځ د دوئ ومخوته نور ورواغوندی دوهم اسلام پدې کښی نر اوښځه دواړه مساوی سره ګڼړلی دي چی له هر يوه سره بايد په عدالت اوانصاف سره چلند وکړسی اوپرښځه اونر پردواړوباندی ئې تيرۍ اوظلم کول حرام کړی دۍ اوداسلام له دې قسمه ارشاداتو څخه لکه دغه مبارک حديث ښځه اونر دواړه په مساوی ډول ذې سهمه دي ،حديث دادۍ ، اتق دعوة المظلوم فانه ليس بينها وبين الله حجاب ،بخاری صفحه ۳۳۱ جلد۱ ،يعنی ځان ساته له ښيرا څخه دمظلوم ځکه بېشکه شان دادۍ نسته په منځ کښی دښېرا دمظلوم اوپه منځ کښی دالله جل جلاله هيڅ حجاب اوپرده اومانع يعنی دمظلوم له خولې څخه چی کومه ښېرا راو وتله نوهغه دفعةً دالله جل جلاله په دربار کښی قبوله ده همداسبب دۍ چی يوبزرګ فرمايلی دي
بترس ازآه مظلومان که هنګام دعاکردن ، ، ، اجابت ازدرحق بهراستقبال مې آيد
سره له دې چی تراسلام له مخه له ښځوسره هيڅ قسم بدسلوکی ظلم اوتيرۍ په اکثروملتونوکښی ظلم نه بلل کېدۍ که به ښځه ژوندۍ په قبرکښی ښخېدله داظلم نه وو که به له ميراث څخه محرومه کېدله داظلم نه وو که به حيوان بلله کېدله اويابه دحيوان په ډول خرڅېدله داظلم نه ګڼل کېدۍ وهکذا اودارنګه دښځی دپاره هيڅ معيار دشرافت اودکرامت په نړئ کښی وجود نه درلودۍ
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا.