تصوف اوعرفان دوولسمه برخه
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
د اولياوو څلرم ( ۴ ) قسم :
بسم الله الرحمن الرحیم
محترمو ! د الله (جل جلاله ) د مختلفو نومونو د غلبې د ظهور په وجه څلرم قسم هغه اولياء دي چي د الله پاک د « قدوس » د نامه تجلی اوظهور دده پر زړه باندي غلبه کړې وي .ودغه قسم اولياوو ته « عبدالقدوسان » ،او وهر يوه ته يې عبدالقدوس ويل کيږي . ددغو قسم اولياء کرامو خصوصيت دادئ چي الله (جل جلاله ) د دوۍ زړونه له إحتجاب څخه (يعني له دې څخه چي له خدائ تعالی څخه په حجاب او په پرده کښي سي ،مقدس او پاک ګرځولي دي ) نو په دې وجه د دوۍ زړونه له الله (عزمجده) څخه سيوی بل شئ نه ځايه وي . او همدغه قسم اولياء ددغه مبارک حديث قُدسِي مصداق دي چي داسلام پيغمبر ويلي دي ــ چي الله (جل شانه)فرمايلي دي : ( لا يسَعُنِي أرضِي وَ لا سمائي ،ويَسَعُنِي قلبُ عَبدِي المؤمن ) يعني نه سي ځايولائ ما ځمکه ځما او نه اسمان ځما،او ځايولائ سي ما ،زړه دبنده ځما چي مؤمن وي .
او پنځم قسم هغه اولياءکرام دي چي د دوۍ پر زړو اندي د الله پاک د « السلام » دنومه ظهور او تجلی غالبه سوې وي . ودغه قسم اولياوو ته عبدالسلامان ،او هر يوه ته يې عبدالسلام ويل کيږي . ددغه قسم اولياوو يو خصوصيت دادئ چي الله پاک له غمو ،پريشانيو او آفاتو څخه سالم کړيدي .
شپږم ( ۶ ) قسم هغه اولياء کرام دي چي ودوئ ته عبدالملکان ،اوهريوه ته يې عبدالملک ويل کيږي . دا هغه اولياءکرام دي چي ددوۍ پر زړو باندي د الله پاک د «الملک » د نومه ظهور او تجلې غلبه کړې وي . ددغه قسم اولياوو خصوصيت دادئ چي الله پاک دوۍ د خپلو ځانو ،او د نورو خلګو مالکان ګرځولي وي ، په دې ډول چي دوۍ په خپلو ځانو کښي ،او په غير کښي په هغه ډول تصرف کوي چي د الله (جل جلاله ) اراده وي ،او الله تعالی په هغه امر کړئ وي . اودغه قسم ولي تر نورو ټولو خلګو په شرعي او ديني کارو کښي پر خلګو باندي ډير شديد او سخت وي .
اوم ( ۷ ) قسم هغه اولياء دي چي د دوۍ پر زړو باندي د الله پاک د«المؤمن » د نومه تجلی او ظهور غالب سوئ وي ،چي وهر يوه ته ددغه قسم اولياوو عبدالمؤمن ويل کيږي . ددغه قسم اولياوو خصوصيت دادئ چي په امن او امانتداري سره په اعلی درجه موصوف وي ،اوپه همدغه صفتو سره يې په خلګو کي شهرت پيدا کړئ وي .يعني هم الله پاک دوۍ له عذابو او له مصيبتو څخه په امن کړيوي ،او هم خلګ دوۍ دډيري غټي امانتدارئ په صفت پيژني .
اتم ( ۸ ) قسم په اولياوو کښي هغه خلګ دي چي پر دوئ باندي دالله ( جل جلاله ) د «المهيمن» د نامه تجلی اوظهور غالبه سوئ وي . و هر يوه ته ددغو وليانو عبدالمهيمن ويل کيږي . ددغه قسم وَلِي يو خصوصيت دادئ چي دَئ هميشه په دې مشاهده کښي وي چي الله (جل شانه) پر هر شي باندي رقيب ،شهيد او حاضر دئ .اوبل خصوصيت يې دادئ چي دَئ دخپل ځان او د غير مراقبه،اوڅارنه کوي ،په دې ډول چي و هر خاوند د حق ته خپل حق ورکوي ،او د الله پاک په دغه مبارک فرمان عمل کوي چي فرمايلي يې دي ( وَاتِ کُل ذِي حَق حَقه ) يعني او ورکوه و هر خاوند دحق ته حق دده . لکه چي زما يو شعر دئ :
وهر حقدار ته خپل خپل حق ورکوه همداسي نورو ته سبق ورکوه
نهم ( ۹) قسم په اولياوو کي هغه اولياء دي چي پر دوئ باندي د الله (جل جلاله ) د «العزيز» د نومه غلبه سويوي . ددغه وليانو وهر يوه ته عبدالعزيز ويل کيږي . د دغه قسم ولي خصوصيت دادئ چي د عزت او غلبې صفت په دوۍ کښي ډير ښکاره وي، په دې ډول چي هر څوک چي دده مقابل طرف وګرځي ،اوهره حادثه چي دَئ ورسره مخامخ سي نو الله پاک غلبه دده نصيب ګرځوي .
لسم ( ۱۰ ) قسم په اولياوو کښي هغه اولياء دي چي د الله (جل جلاله ) د «الجبار» دمبارک نومه د تجلي او د ظهور غلبه پرده باندي راغلې وي . ددغه قسم وليانو وهر يوه ته عبدالجبار ويل کيږي .ددغه قسم اولياوو يو خصوصيت دادئ چي د دوۍ په برکت سره الله تعالی د هر شي د کسر او نقصان جِبران کوي . ځکه چي الله پاک د خپل دغه مقدس نوم چي الجبار دئ د تجلې په سبب دده د حال جِبرَان کړئ دئ ،او دَئ يې جابرالحال ګرځولئ دئ . نوپه دې وجه دَئ د نورو د حال دجبران سبب ګرځي .
يولسم ( ۱۱ ) قسم په اولياوو کښي هغه اولياء دي چي پر ده باندي د الله تعالی د «المتکبر » د نوم ظهور او تجلې غلبه کړې وي . د اولياوو په منځ کښي ودغه قسم اولياوو ته ، وهريوه ته له دوۍ عبدالمتکبر ويل کيږي . ددغه ډول اولياوو يوه خاصه داده چي دوۍ خپل ځانونه د الله (جل جلاله ) په تکبر، کبريا او په لويي کښي فنا کړيدي ، اوپه اعلی درجه تذلل او عاجزي يې و الله تعالی ته کړې ده . او بل خصوصيت يې دادئ چي د الله (عزمجده) کبريا ،چي د دوۍ پر ظاهر او باطن باندي يې غلبه کړې ده ، نو په دې وجه دوۍ پرَته «سيوی» له الله پاکه و هيچا ته د عاجزۍ سر نه ټيتوي ،ماسيوی له هغه چا چي و دوۍ ته دالله پاک له طرفه داحکم وي چي د هغه په مخ کي دوۍ بايد عاجزي غوره « اختيار» کړي .
ومن الله التوفيق نوربيا .......