کاناډا: افغان کرکیټ بازانو یوګاندا ته هم ماتې ورکړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 29138

دخبریدو نیټه : 2009-09-10

میرویس جلالزی

د افغانستان د کرکیټ د تنکیو ځوانانو لوبډلې د کاناډا په تورنتو ښار کې د خپلو سیالیو په دوام له امریکې وروسته خپل بل رقیب یوګاندا په ګونډو کړ.

افغان لوبغاړې په خپل دغه بري سرته د دې جوګه شول چې د ۲۰۱۰ کال د کرکیټ په نړیوالو سیالیو کې د ګډون موکه تر لاسه کړي.

له تورنتو څخه د بینوا ویب پاڼې همکارې وویل چې د یوګاندا کرکیټ بازانو په ۴۹ هاورونو کې ۱۷۲ منډي جوړې کړې او ټول لوبغاړې یې وسوځیدل.

په دغې لوبه کې د افغان لوبډلي څخه ایوب احمدزی ډیر ښه وځلید او د نورو په پرتله یې ډیري منډي  جوړي کړي.
د یادولو وړ ده چې افغان لوبډلې له دې  دمخه د امریکې، هانک  کانګ  او یو شمیر نورو هیوادونو د کرکیټ لوبډلو ته هم ماتې ورکړي وه.