دپوځي اډو بد شګون

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2916
هدايت الله هدايت ـ استراليا
دخبریدو نیټه : 2005-05-25

هدايت الله   هدايت   ـ  استراليا  

د ٢٠٠٥م کال د مي  پنځه ويشتمه 

په نړۍ کې دتروريزم ځپل او ددموکراسۍ صادرول دامريکا ديوازني زبر ځواک هغه د لاري نقشه ده چې ځانته دا حق ورکوي  و پرديو هېوادو ته  خپلي پښې وغزوي او ټکي ور باندي ورژوي .  په واقعيت کې دا دنفتي زيرمو بوي  دی چې   امريکايان   و نورو هېوادو ته کشوي  او خپل  بال وبستر پکښې غوړوي  . خو هر کله چې يې ځانونه  ځاي کړل نو بيا  په دې هېوادونو کې  ددائمي پوځي اډو د جوړېدو خوبونه ويني او درانه يې  پکښې اړوي .

 امريکا په يوويشتمه پيړۍ کې د هېوادونو سره د متمدنه اوبشردوستانه اړيکو د دود او دستور اساس بيا داشاني کښېښود!

دافغانستان غوندي ټپي او په لوي ﻻس په لانجو کې اخښل سوی  هېواد  د هغو ډېرو نادرو هېوادو څخه دی چې دامريکا او پخواني شوروي اتحاد د سيمه ايزو کشالوپه چپاو کې قرباني سو او دا ښکلي هېواد يې د بشر دوستۍ تر ښکلو شعارو او  بهانو لاندي  دخپل مينځي  لويې غوښتونو او ايديالوژيکي جګړو د زور آزمايې د ډېرو بدو ناورينونو په ميدان واړاوه . په نتيجه کې  يو زبر ځواک وتښتېد اواوس  دادی  بل زبر ځواک يعني امريکايې بشردوستان  زموږ په هېوادو کې په ظاهره  د تروريزم سره د مقابلې  اويا هم ددموکراسی د خپرېدو په نامه ميشته سول او په دې سيمه کې يې زموږ  وطن او ملت   د خپلو هدفونو دپلي کېدو  دپاره غوره  کړی څو د نورو هېوادو پر نفتي زيرمود لاس تېرولو  په اميد يو ځل بيا  زموږ هېواد د کړکيچ و بهير ته ټيل وهي ، و بلا ته يې سپراو   په  سرو لمبوکې  لاهو کړي .

زموږ د هېواد اوسنی تاريخ  چې د درو ورستيو لسيزو ناورين پر ملا مات کړی او دنړيواله ځبر ځواکونو د لويې غوښتنو بازيو په بهير کې  په کنډواله اوښتۍ دی،  دادی   بيا تر خوږ ګوته نيول  کيږي او دهمدې بازيو په ډېره خطرناکه لوبه کې را ښکېل کيږي اوګوره چې  نوري څه نخشې او ديدنۍ به  ﻻپر لاره وي  چې د هغوي په خاطر  ددايمي پوځي اډو د جوړېدو اړتيا وي  ورته ليدل کيږي  .

 

د ځواکمن او د ناتوان، دظالم او د مظلوم،  د غالب او  دمغلوب سرنوشت تل همداسي راغلی وو او تل همداسي دزمانې جابرانو دداسي هېوادونو ولسونه په وينو کې لمبولي او په ککريو کې يې اوبه چښلي دي . خو تاريخ ښودلې ده چې  ډېروداسي پله بينه فرعونانو بيا  په آخره کې خپل سرونه هم خوړلي دي ، د امپراتورانو امپراتورۍ يې هم په کنډوالواړولي دي اوتاريخونه يې  هم په  خپلو ليکلوهديرو او د خلکو په حماسو بدل کړيدي .

 

نن سبا زموږ په هېواد کې د امريکا ددايمي پوځې اډو خبره په هر ځاي او دنړۍ په هر ګوټ کې دهر وطنپال په ډېرو او مجلسو کې دورځي موضوع ګرځېدلې ده . پر هغه باندي  نظرونه څرګنديږي او د خپل وطن په هکله هر يو خپل ملي احساس بيانوي . زموږ دولتي مشران هم  په دې اړه   دامريکا د دايمي پوځي اډو پر ضرورت باندي داسي خبري کوي چې ګواکي بس همدا يوکار پاتي دی چې هغه هم بايد په ډېره بېړه او چټکۍ سره  ان مخکي تر دې چي د خلکو ټاکلی پارلمان وټاکل سي اويا پردې ملي او حياتي مسئلې باندي  خبري او ملي پرېکړي وسي، هغه  دي ځاي پر ځاي  نهايې  او غوره وبلل سي!  په کابل کې  دسپيني ماڼۍ او دپنتاګون سره  دداسي  استراتژيکو پوځي اړيکو او دايمي اډو  د ضرورت خبره په داسي وخت کې  را برسيره کيږي  چې ډېر څه ﻻپه ابهام کې پاتي دي  .   ولس ته ﻻ تر اوسه ددې مسئلې ليرليد سم او شفاف نه دی بيان سوی  او دا خبره  نه ده سپينه سوې چې ددغه  دايمي پوځي  اډو سناريو به زموږ د هېواد راتلونکې ته څه زيری  ورکوي او هغه به چيري بيايې؟

 

په بهر او دننه کې دوطن ډېر سپيڅلي د نظر خاوندان او ملي خلګ زياتره  په دې سوچ کې دي چې زموږ د وطن دغه اوسني ښاغلي مشرانو ته به تر هر څه دمخه دا خبره ښه واي چې يوځلي ډېر ليري نه، بلکه يوازي څو لنډ کلونه شاته تللي واې او زموږ په هېواد کې دشوروي اتحاد دسرو لښکرو و موجوديت ته ، زموږ د هېواد په اړه دامريکا او دپاکستان د ګډو همکاريو او ورانيو دپلانونو و پس منظر ته او دهغوي و پټو او ښکاره وو نيتونوته او په دې ترڅ کې د را تلونکو پرمختياوو او د هېواد وسرنوشت ته په واقعبينانه توګه  ځير سوي  او دملت رايه يې اخيستي واې .  ﻻزمه دا وه  چې په دې لړ کې هغوي  بيا  د خپلو تيرو تجربو، د خپلوتيرو مجاهدتونو اود خپلو تيرو خبرو او کړو  ته  هم مخ اړولی واي او يو ځلي يې بيا هغه څه ددې ولس تر سترګو تيرکړي واې او زموږ د هېواد دبربادۍ اصلي عوامل يې په ګوته کړي او دهغوي نه يې ﻻزم سبق  اخيستی وای .   هغوی بايد داخبره هم جوته کړې واې چې زموږ ولس  په دې  دريو لسيزو کې دخپلو وينو او د خپل هېواد دبربادۍ  په بيه چې دا دونه اوږده او غمجنه لاره   يې ووهل، دا ولي او دڅه دپاره وه؟  آيا دا ټوله ددې دپاره  وه چې د شوروي يرغلګر پوځ وشړل سي او پر ځاې يې  بيرته زموږ د پلرونو او نيکونو او زموږ دغازيانواو شهيدانو په وينو شړل سوي يرغلګر انګريزان او ورسره   د مځکي پر سر باندي  نني  فرعونان زموږ وطن ته بيرته  راستانه او دايمي يې راته مېشته کړي ؟

 

 زموږ ښاغلي مشران چې نن د دائمي پوځي اډو  خبره د امريکايې پوځيانو او واکدارانو سره په يوه خوله او همډوله کلماتو طرحه کوي،  يوواري خو دي خپلو تيرو ملي، افغاني ، اسلامي او وطني خبرو ته  هم غوږ سي، يوځل خو دي  ددې وطن  تاريخ او دوطن د ګټو او خپل سټراتژيک او جيوپوليټيک موقعيت   ته  هم ځير سي چې دا پوځي  دايمي اډې به دا هېواد  چيري بيايې؟ دې پوښتني ته نه دچا د خوښۍ دپاره بلکي ددې هېواد د خپلواک سرنوشت په خاطر  ځواب ورکول په کار دی چې ددې هېواد پاي به دداسي دائمي پوځي اډو په موجوديت او دسيمي په دې ښور ماښور کې کې څه کيږي ؟ زموږ خپلواکي، زموږ ملي هويت، زموږ  د هېوادعنعنوي او دوديز ناپيېلی کرکټر، زموږ بډاي افغاني او اسلامي کلتور او زموږ داولادو سرنوشت به د چا په ګرو کې ايښودل کيږي او دهغه راتلونکي به څه وي؟ ايا زموږ مجاهد او خپلواک افغان ولس به ددې پوځي اډو په موجوديت کې به  دې هېواد ته ددې نه باد دربسته  اشغال ووايې او که بې چون وچرا مرييتوب؟ او که دواړه .

ايا  ددې اډو په دايمي توب  سره به زموږ د هېواد دنامه سره داشغال  دا د طوق لعنت کلمه اوس ښه چسپ پيداکړي او که د پخواني شوروي اتحاد دسرو لښکرو د موجوديت په وخت کې چې هيڅکله يې په ظاهره ددايمي موجوديت خبره نه په خبرو کې او نه په اسنادو کې يادوله ؟

دېته ورته ډېري پوښتني دي چې زموږ ولس يې د خپلو تازه دمه  مشرانو نه کوي او دا خبره هم کول غواړي چې هغوي دي يو ځل افغاني فکر وکې نه امريکايې . هغوي دي يو ځل افغاني ګټي  و سنجوي نه د امريکايې شرکتونوګټي. هغوي دي دافغانانو خپلواکي اودهغوي د  سياسي او اقتصادي استقلال پرنسيپونه  اوملي هويت مد نظر ونيسي نه د  سپيني ماڼۍ ، پنتاګون او د سي آې اې د حکامو حکمونه . هغوي دي دافغانانو په څېر خبري وکړي او د هغوی د غوښتنو استازيتوب دي وکړي نه د  امريکايانو د غوښتنو او استراتژيکو هدفونو. وروسته دي نو بيا و خلګوته و خپل ولس ته چې په خپلو قربانيو اود وينو په ويالو  يې شوروی ځواکونه و ځغلاوه مخه کړي او ځواب دي ورکړي چې دشورويانو د سرو لښکرو ځاي دي نو  اوس ولي  و  امريکائي اډو ته پريښودل سي . هغه امريکا چې اوس يې د فرعونيت جوغه  پر سر ايښې ده نو دا خو د افغانانو د وينو په بيه ورته ميسره سوه اوس يې نو  ولي و غلامی ته  بايدسرونه ټيټ سي او ځانونه د هغوي په دائمي پوځې  اډو وساتي؟ پاکستان چې د افغانانو د بر بادیو په قيمت اټومي ځواک  او د هيوادو په ډله کې حساب سو اوس به ولي د افغانانو د باتور هيوادو خپلواکی او ملي حاکميت ته غاړه نه ږدي او ولي به يې په سوله  ايزه ژوند کې  خاشې ماتوي او  نه به ورته رغيږي . اصلاً دا ﻻ نه ده معلومه چې په دې پوځي  اډوکې آيا امريکا يان واقعاً غواړي موږ ته ً سوله  راولي او که موپه لوی ﻻس غواړي د خپلو ګټو دپاره يو ځل بيا د خپلو ګاونډيانو پر ضد استعمال کړي ؟

 

 پرون همدغه ښاغلي وه ، همدغه اسلامي عالمان وه او همدغه د اسلام دلاري سرښندويان وه چې د پخواني حاکميت پر چارواکو يې د شورويانو دمزدورانو او ګوډاګيانو ټاپې لګولې ، همدغه ښاغلي وه چې ويل به يې وطن مو دپردو لخوا اشغال سويدی، همدغه ښاغلي وه چې ويل  به يې اسلام مو دﻻسه ووت او د کفارو او ملحدينو تر ولکې ﻻندي راغلی دی .  همدغه ښاغلي وه چې د خپلواکۍ دپاره يې خولې او جيبونه دواړه خلاص  کړي وه او د وطنپالني او خپلواکۍ چيغي يې را پورته کړي وې چې دين و دنيا او وطن مو دﻻسه ووت . نن څه وسوه چې هر څه رنګ بدل کړل . نن خو هماغه آسمان دی ، هماغه مځکه ده او هماغه سړي دي . هماغه امريکا ده او هماغه پاکستان دی او هماغه يې دوه او درې  مخونه  دي . مګردې ټولوپيښو لا تر اوسه  پوري  ولي موږ افغانانو ته   ﻻزم سبقونه  را نکړل سوه ؟

هغه اورونه چې هم شورويانو  هم امريکايانو او هم پاکستانيانوزموږ په وطن کې دافغانانو په وسيله د يوه او بل په لمسولو کې را ته بل کړل اوهغه زخمونه چې بيا د خلق دموکراتيک ګوند د رهبرۍ ځيني پېژندل سوي څهرو  د شمال د ائيتلاف په جوړلو سره   ددې ملت پر بدن باندي پرېښودل او په خپل ملي خيانت سره يې  ددې هېواد د يووالي او هستۍ خرمن ته اور واچاوه ،  دلته خو نن د ګټو خبره مطرح ده نوڅوک به دا تضمين کوي  چې هماغه دشورويانو د وخت پروژه به  په راتلونکي کې دا پلا په امريکايې بڼه د امريکايانو لخوا نه تکراريږي؟   څوک به دا تضمين کوي چې داځل به  دا امريکانه وي چې د خپلو ګټو دپاره او د خپلو پايپ ﻻينو دغزولو او دهغوي دامنيت د ساتلو د پاره بيا هم ددموکراسی  او يا د تروريزم په نامه پر شمال ،جنوب، شرق او يا غرب باندي د خپلو دايمي پوځي اډو دلاري بريدونه نه پيل کوي او موږ ته  به نوې ﻻنجې نه خلقوي؟ څوک به دا تضمينوي چې امريکا به په دې ډول  دخپلوپوځي اډو عمر  دايمي نه، بلکي  نه ابدي کوي  ؟

 

که داسي نه وي نو افغانانو خو هميشه دا ويلي دي  چې    نام رستم به از رستم   ، که امريکايان واقعاً غواړی چې موږ افغانان دبهرنيو لاسوهنو نه خوندی وساتی اومرسته را سره وکړي نو ښه به داوي چې په لومړی سر کې زموږ ملی حاکميت ، ځمکنۍ بشپړتيا او ملی خپلواکی را تضمين کړی . درنه وسله او وسله والي ډلي را خلع اوټولو ګاونډيانو ته په ډاګه کړي  چې زموږ په کورنيو چارو کې  ښکاره اوپټه  لاسوهنه بنده کړي  . هغه وخت به نوبيا دپوځي اډو وجوړيدو ته يا اړتيانه پيدا کيږي او که  اړتيا هم وه نوهغه به هم لنډ مهاله او د ثبات د تأمين په خاطر وي . داسي فکر کيږي چې که د امريکا لخوا په صداقت سره داسي خبره  اوپه نړيواله کچه تضمين ورکړل سي   نو بيا به ټول ګاونډيان پر خپل ځای باندي کښېنیي٠خو که امريکايان  نور پټ  نيتونه اوپلانونه و لري اوپه دې نيتونو اوپلانونو کې خپلي ګټي هره ورځ  پراخي او هغه  ته دلومړيتوب حق ورکړي او مطلب  يې حتمآ دپوځې اډو جوړول وی ، او زموږ ګاونډيان هم لکه څنګه چې ليدل کيږي  زموږ په هېواد کې دامريکايانو دپوځيانو ددائمي شتون او اډو سره حساسيتونه  ښيې . مداخلې به هغوي کوي خو کارپيټ بمونه به زما پر کلو او بانډو را اوريږي  بيا به زما ولس پکښې تباه کيږي  ، طبعاًداسې حالت به حتمآ راتلونکی وي چې نه به موږ سمه ورځ وينو اونه به امريکايان ، هغه وخت  به دغه پوځې اډې نه افغانانو ته  سوله راوړی اونه به په سيمه کې دامريکايانو اوږدمهاله ګټي تأميني کړي  .

 

هر هېواد د خپلو ګټو او نورمال پر مختګ دپاره و سولي ته اړتيالري او دا اړتيا په لومړي سرکې  د خپلو ګاونډيانو سره دنورمال، دوستانه  او متقابل چلند کي منعکس کيږي . هيڅ يو هيواد نسي کولاي د خپلو ګاونډيانو سره  دلړزاني دوستۍ  مزي دنور ځبر ځواکونو  په پوځې مرستو او پکټوکي تأمين او يا ټينګي کړي . نن زموږ هېواد  د ټولو هېوادو سره او په خاص ډول د نړی زبر ځواک متحده ايالاتو ودوستۍ او مرستي ته اړ دی . دا ځکه چې  د يوه زبر اقتصادي، پوځي،صنعتي او متمدن هېواد په حيث  د امريکا د متحده ايالاتو سره د افغانانو ستراتيژيکه دوستي به شايد زموږ د ملي ګټو سره سمون وخوري . افغانان واقعاً بايد نور داسي تلاښ ونکړي چې دهيوادونو ددوستۍ څخه ځان تجريد او د هغوي د مرستو نه ځان محروم  کړي خو افغانان هميشه پر  دې خبري تأکيد کوي چې داستراتژيکي دوستۍ معني بايد استراتژيک پوځي اشغال نه وي . وطنپالنه بايد دا هم نه وي چې په ټوله نړۍ کې  خپل هېواد منحل کړي!  زموږ په هېواد کې زموږ د خاص جيو پوليټيک موقعيت په خاطر دداسي پوځي استراتژيکو اډو د موجوديت څخه  د غالبوزو ځاله  جوړېداې سي   چې نه يوازي به زموږ د هېواد راتلونکي سوله او ثبات د ستر ګواښ سره مخامخ کړي بلکي د يوه واحد هېواد په حيث به زموږ موجوديت هم په خطر کې را واچوي . نړيواله ټولنه خو په رشتيا هم د افغان مظلوم ولس  پوروړې ده  چې د هغوي د ګټود ساتلواو سياليو په خاطر يې  زموږ هست ونيست را بر باد او زموږ خاوره يې زموږ د وطن د بچيانو په وينو سره کړل . اوس دا د هغوي وجداني او اخلاقي  او بشري دنده ده چې زموږ د خلکو سره پراخه مالي ، اقتصادي او تخنيکي مرستي وکړي او وطن مو را ته بيرته جوړ کړي . زموږ خلګ دامريکا سره دوستي او دهغوي هر اړخيزه مرسته  ځانته  هم يو حياتي ضرورت او هم  د هغوي اخلاقي دنده بولي چې زموږ څخه يې و نه سپموي .

 

حالات داښيې چې په افغانستان کې د امريکا پوځي اډې زياتره د افغانانو پر ځاي دامريکا په ګټه دي  او هغه هم دمرکزي آسياد هيوادونو د تيلو د زيرمو د ﻻسته راوړلو په خاطر .  نوکله چې خبره داسي وي کوم ګاونډی هېواد به دافغانانو په څير دومره ساده کيږي چې ددوستۍ په نامه دي تر خپلوملي ګټو تېرسي ؟ کوم ګاونډی هېواد به  و دې ته حاضريږي چې امريکايانو ته دي په افغانستان کې  د امريکايې  پوځي اډو په زور  د خپلو نفتي زيرمو نلونه خلاص پرېږدي او اختيار دي يې و پردويو ته ورکې  ؟ ددې وېري اټکل سته چې پردې کار به  ضرور يو بل ډېر جدي تاو تريخوالی او تر پخوا ډېره لويه سيمه ايزه لانجه  را پورته کيږي .  هغه و خت  به بيا هم افغانستان ددې لانجې  ګرم ميدان وي او ټوله ګاونډيان به يوځل بيا، خو داپلا به د امريکايانو سره زموږ په خاوره کې په سرشکونی  اخته کيږي . هغه وخت به   نه دا استراتژيکه دوستي  وي چې د دايمي  اودرواغجني سولي  انځورونه را ښکاره کوي  او نه به هم په سيمه کې د امريکايانو داشاني  ګردن شخي وي چې په  هېوادونو کې دي دامنيت دټينګولو د ماموريت  افسانوي وعدې را وړاندي کوي . کوم څه چې نن د افغانانو د اندېښنې باعث ګرځېدلي دي هغه د امريکايانو لخوا په دې ﻻنجه کې زموږ دهېواد د پښې بيا را کشول دي چې ډېر مخرب عواقب به ولري  او  د امريکا يانو دپوځې اډوسره به مو يوځاي خاوري پر سر کړي .

 

ډېر په دې باور دي چې دافغانانو په خاوره کې دامريکا دداسي دايمي پوځي اډو شتون  افغانانو ته سوکالی نسي راوړلاي ، د هغوي اوږدمهالي ګټي نسي تأمينوﻻي . په هېواد کې دايمي سوله نسي ټينګولاې . داځکه چې  د افغانستان  په خاوره کې دامريکا پوځي دايمي اډې  دسيمي هېوادو ته او په ځانګړي توګه  ګاونډيو هېوادونو ته چې امريکايان هلته خپلي ګټي ويني، بر اعلا د جګړي د سورنا ږغول  اوپه زوره  پر دې هېوادونو  باندي دامريکا د  شرايطو منل دي .  څرنګه چې ددې هېوادونو لانجې پخپله امريکايانو زېږولي دي او په وروستي تحليل کې به يې پخپله  امريکايان و دې ته اړ کيږي چې  ﻻس ځيني واخلي . نودا ضرورت را پيدا کيږي چې ددې سيمي د هيوادو سرنوشت او ګټي  به پخپله ددې سيمي  ولسونه ټاکي او دديموکراسۍ اصول به  هم ددې ځاي  دولسونو د غوښتنو، دهغوي د دودونو او ارزښتونو پر اساس پلي کيږي نه داچي نسخې به يې دواشنګټنه څخه  را صادريږي  او هغه به هم د پوځې اډو په زورپردې هېوادونو پلي کيږي .

 

 ددې سيمي د هېوادونو د ټولو لانجو د حل و ﻻري ته د يوه نوي ځواکمن او خپلواکه  ملګروملتو د سازمان دتشکل دپريکړو او د هغوي د ګڼ ميلتيزو ځواکونو و ګډ عمل ته اړتيا ليدل کيږي  . داسي دملګرو ملتونو سازمان چې د پريکړو تر شا يې د اسرائيلو او امريکايانو ﻻس نه وي  بلکه مستقل  اوکارنده دهېوادونو د استازو د ډله ايزي پريکړو په نتيجه کې عمل وکړاي سي . ددې نه بغير  د مينځني آسيا د تيلو په زيرمو ډک هېوادونه  به هيڅکله داسي آسانه ودې خبري ته حاضره نسي چې امريکايان دي  په افغانستان کې د خپلو پوځي دايمي اډو دﻻري ددوې د زيرمو ز بېښاک شروع اوخپل پخوانی ستراتژيک آرمان دي ددې نفتي زيرمو د وړيا لاندي کولو دپاره تر سره کړي .

 

البته دا ددې پروسې هغه  منفي اړخونه وه چې ياد سول خو مثبت څه به هم ضرور ولري چې هغه  هم په ګوته سوي دي .  خو زه پر دې بېرېږم چې مثبت تأثيرات به يې  ډېر چټک  او يا دا چې د اوږد مهاله ښېګڼوپه کتار کې به يې دوړتيا  اندازه ډېره سپکه وي . يو هيواد چې د سياسي، اقتصادي او ملي خپلواکي نه محروم سي ، دنورو په پيسو  د نورو په غوښتنه او دنورو په ډيکټو حرکت وکړي، دنورو په پوځي اډو ځان وساتي او د تل دپاره يې په هيواد کي ځای پر ځای وي، د خپلي راتلونکي دپاره خپل اختيار ونلري ،دپاکستان غوندي ګاونډي هېوادونه يې و يوې نوې تخريبي سيالۍ ته را کش سوې وي اويو ه او بل ته  هميشه ﻻس پر ماشه ناست وي .  داسي هيواد چې بيا افغاني سرکښه کرکټر هم ولري نو په داسي هېواد کې دپوځې اډو نا څرګنده شتوالۍ  د راتلونکي په هکله  ډېري اندېښنې ايجادوﻻي  سي . زموږ په وطن کې د پرديو د ځواکونو د نوک په ځايلو سره ډېر داسي څه سته چې د سوک په ځايدو دي ختم سي او دا هغه سرمايه ګذاري ده چې د امريکا غوندي   يرغلګر ځواک يې  د خپلي راتلونکي دپاره په نظر کې لري .