انجنير ذکريا هالنډ
۲۶/۰۵/۲۰۰۵
خو يوشمير داسي کسان هم وؤ ،چي واقعاْ د وطنپالني ژور احساس ئې لرئ او په دې انديښنه کي وؤ ، چي خدای مکړه دغه همکاري او تړونونه به زموږ ملي ګټو ته تاوان ورسوي او خپلواکي به مو تر پوښتني لاندي راسي .
مخکي له دې نه ،چي دغه پوښتني ته ځواب ووايم ، چي آيا د امريکا د متحدو ايالتونو او افغانستان ګډي اعلاميې د ځينو خلګو پوښتنو ته ځواب ووايه که نه ،ودې خبري ته راځم ،چي
د افغانستان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي او حکومت ئې کوم اهداف مخي ته ايښي وه او آيا دغي اعلاميې هغوئ ته ځواب موندلی دی که نه ؟
ددې اعلاميې د لاسليک نه مخکي لکه څنګه ،چي مخکي هم وويل سول ،د یو شمیر خلګو سره دا انديښنه موجوده وه ،چی دا ستراتیژیکي همکاري به ګاونډیانو ته زیان ورسوي،ځینو بیا داسي انګیرله ،چی د امریکا متحد ایالتونه افغانستان ته یوازي د خپلو لنډ مهاله ګټو لپاره راغلي دي او دتیر ځل په شان یعني د افغانستان نه د شوروي د اشغالګر پوځی ځواکونو د وتلو نه وروسته ،به افغانستان ته بیاشا کړي او هغه د چا خبره موږ به پر وچ ډاګ پریږدي .
خو ځینو بیا دا اندیښنې لرلې ،چي امریکایان خو راغلي دي ،چي خپلو مخو ته و رسیږي ،نور نو د افغانستان په بیا رغونه ،ددموکراسي په پلي کیدو ،مرکزي حاکمیت د پراختیا او مدني ټولنی د جوړولو سره هیڅ لیوالتیا نه لری ، ځکه نو دا زموږ په ګټه نه دی .
اوس به دا خبره وڅیړو ،چي هغه اهداف ،کوم چي د امریکا متحدو ایالتونو ته د سفر نه وړاندي مخ ته ایښودل سوي وه ،تر کومه کچي تر لاسه سویدي .
همداراز دې ته به هم کتنه وکړو ،چي د خلګو اندیښنو ته ترکومه ځایه ځواب ور کړل سویدی ؟
ښاغلي کرزي په خپلو ویناوؤ کي ویلي وه ،چي موږ د امریکا د متحدو ایالتونو سره ستراتیژیکي همکاری غواړو. ددې همکاریو نه زموږ موخه داده ،چي افغانستان د اقتصادي لحاظه په پښو و دریږي ،خلګ ارامه او سوکاله ژوند ولري ،په هیواد کي ټیکاو راسي ،د بهرنیو هیوادونو دلاسوهنو نه په امان کي سواو دغه همکاری به بل کوم هیواد ته زیان نه رسوي. .ده پر دې خورا ډیر ټیګار کاوه ،چی زموږ موخه د ستراتیژیکي اړیکو نه دا نه ده ،چی دپوځي اډو لپاره د مځکو د کرایه ورکولو له لاري یو څو پیسې تر لاسه کړو ،بلکی اصلي موخه مو داده ،چی ددغو ستراتیژیکي همکاریو له برکته موږ و کړای سو په خپل هیواد کي ټیکاو راولو او د پرمختګ او تمدن په لور پراخ ګامونه اوچت کړو .
بله موخه دا وه ،چی کله کله ځیني بې ګناه افغانان د امریکائي پوځیانو د عملياتو په وخت کي دناسمو مالوماتو له مخي، ځورول کیږي ، نو ددې مخه باید ونیول سي اوپه دې هکله هم باید توافق تر لاسه سي ، چي نور به امریکائي پوځیان خپل عملیات د افغانستان د ملي اردو او امنیت سره هم غاړي کوي او نور باید بې ګناه خلګ ونه ځورول سي .
دغه رازیوه بله موخه داهم وه ،چي هغه افغاني زندانیان ،چي د افغانستان په دننه او یا د ګوانتانامو په ټاپو کي په امریکائي زندانونو کي بندیان دي ،باید افغاني اړوندو چارواکو ته وسپارل سي .
له هر څه نه لومړۍ غواړم ووایم و،چي د امریکا دمتحدو ایالتونو سره تړون نه بلکی ګډه اعلامیه لاسلیک سوېده .او په هغه کي ویل سویدي ،چي د اړوندو مسئلو په هکله به بیل توافق لیکونه لاسلیک کیږي .
اوس زه غواړم لومړۍ ددغه ګډي اعلامیې ځیني ارزښتناکه ټکو ته ګوته ونیسم اوپه ترځ کي ئې اندیښنو ته هم ځواب ووایم .البته زما منظور دا نه دی ،چی ټوله اعلامیه بلکی یوازی ډیر ارزښتناکه ځایونه ئې دلته رانقل کړم .
د ګډي اعلامیې په یوه برخه کي راغلي دي :دغه همکاری به د یو شمیر کیلي ایزو اصولو یعني د قانون د حاکمیت لپاره ژمن توب ،د بشر د حقونو او بې له قومي یا جنسي تعلقاتو د په نظر کي نیولونه د ټولو افرادو د مدني آذادیواو دموکراتیک حاکمیت نه ملاتړ او پر آذاد بازار اتکا د افغانستان د اقتصادي ودي تر ټولو ښه روش پر بنسټ، ټینګه ولاړه وي .
داد هغو خلګو اندیښنو ته ځواب وائي ،کوم چی په دا ورستیو وختونوکي د بي بي سي د راډیو له لاري څرګندولې ،چي ګواکي د امریکا متحد ایالتونه د یوه قوم او یا یوه ګروپ نه ملاتړ کوي
اصلاْ د امریکا متحد ایالتونه ،اروپائي اتحادیه او د ملګروملتونود سازمان استازۍ یوازي د بن د توافقاتو په چوکاټ کي ددې وظیفه لرله ،چي د افغانستان ددرې ګونویعني اجرائیه ،قضائیه او مقننه قواؤ تر بشپړیدو پوري د افغانستان سره مرسته وکړي ،نو طبعي خبره ده ،چي دوی به کله کله د افغانستان په ځینو چارو کي همکاري کوله .د پارلمان په جوړیدو سره دبن توافقات سرته رسیږي او نور نو نه د امریکا متحد ایالتونه او نه هم اروپائی اتحادیه او نه هم د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازۍ نسي کولای د افغانستان په چارو کي لاسوهنه وکړي .دا یوازي او یوازي د افغانانو کار دی ،چی خپل پرابلمونه په قانوني ،متمدن او سوله ایز ډول خپله حل کړي .زما په آند یوازي به په هغه صورت کي بهرنیان په افغاني پرابلمونو کي مداخله وکړي ،چي خبره د قانوني ،متمدن او سوله ایز چوکاټ نه ووزي .
د اعلامیې په بله برخه کي داسي لولو:ددغو ستراتیژیکو همکاریو لومړۍ موخه به دافغانستان د اوږد مهاله امنیت ،ډموکراسۍاو سوکالۍ د تاءمین په خاطر د امریکا د متحدو ایالتونو او افغانستان تر مینځ د اړیکو غښتلي کیده وي .که دي برخي ته په دقت وکتل سي نو درې ډیر ارزښتناکه ټکي یعني اوږدمهاله امنیت ، دموکراسي او سوکالي پر تاءمین ټینګار سویدی ،چي افغانستان په اوسني وخت کي سخته اړتیا ورته لري او د هغو خلګو اندیښنو ته ئې ځواب ویلې دی ،چي فکر کوي ،چي امریکا به بیا ډیر ژر ،بیله دې چي افغانستان په اقتصادي ،پوځي او سیاسي لحاظ پر خپلو پښو ودریږي ،زموږ نه لاس واخلي .
په یوه بله برخه کی بیا داسي راغلي دي : دغه همکاري باید د افغانستان او ګاونډیانو تر مینځ ګټوري اړیکي غښتلي کړي او دغه ستراتیژیکي همکاری د بل هیڅ یوه دریم هیواد پر ضد نه دي .زما په آنددهغو خلګو اندیښنې هم باید لیري سوي وي ،کوم چي ویل به ئې ،چي دغه ستراتیژیکي همکاري زموږ ګاونډیو هیوادونو ته زیان پیښوي .دلته خو تضمین سوي دي ،چي د امریکا او افغانستان اړیکي به بل کوم هیواد ته زیان ونه رسوي .
په بل ځای کی بیا داسي لولو : د منځنۍ او سهیلي اسیا تر مینځ د پل په توګه د افغانستان د تاریخي رول د بیا را ژوندي کیدو د نوښت نه ملاتړ او دسیمه ایزو سیالیو نه و اقتصادي او سیاسي همکاریو ته د اړیکو لوړول .دلته خو په بشپړه توګه د افغانستان د سوله ایز رول پر نوښت خبري کیږي او د هغه نه ملا تړ سویدی ، چي دا هرومرو د افغانستان د اقتصادي ودي سره مرسته وکړي او په سیمه کي د هغه سیاسي رول او ارزښت لوړ بوزي . دغه راز په اعلامیه کی راغلي دي ،چي : د افغانستان او دهغه د ګاونډیانو تر مینځ د همکاریو غښتلتیا او ددغه هیواد په کورنیو چارو کي د لاس وهني مخنیوی .نور نو هیڅ هیواد دې ته زړه نه ښه کوي ،چي زموږ په کورنیو چارو کي لاسوهنه وکړي .که نه نو نه یوازي به د افغانستان سره بلکي د امریکا دمتحدو ایالتونو سره به هم مخامخ وي .
په یوه بله برخه کي داسي لولو: د سیمه ایز او نړیوال اقتصاد او اړوندو نړیوالو سازمانونو ته دافغانستان د بیا ستنیدو سره مرسته او ملاتړ . یعني دافغانستان هغه نړیوالي اقتصادي اړیکي ،چي په تیرو ۲۵کلنو کي له مینځه تللي وي ، بیا راژوندی کیږي ،چي دغه کار هم د افغانستان د نړی وال حیثیت او اقتصادي ودي لپاره ډیر ارزښتناکه دی .دغه راز د افغانستان د اقتصادي ودي د چټکتیا په منظور په بله برخه کي داسي ویل کیږي :
په هغو برخو کي ،چي په افغانستان کي د افغاني شرکتونو او خصوصي برخي ودي ته چټکتیا ورکوي ،د امریکا د تصدیو د حضور لپاره تشویق او د اسانتیاوؤ برابرول .په دې توګه به امریکائي موسسې په افغانستان کي پانګه اچونه وکړي ، چي بهرنۍ پانګه اچونه د افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري ،او دا به د افغانستان د اقتصادي ودي لپاره یو غښتلۍ لوکوموتیف وي .
په بل ځای کي لولو :د افغانستان د بیا رغوني او د افغانستان د بشري قواؤ د پرمختګ لپاره د ملاتړ دوام او په دې لاره کي د نورو هیوادونو تشویق . یعني امریکا به نه یوازي دخپل هیواد مؤسسې او شرکتونه پانګي اچوني ته هڅوي ،بلکې د نورو هیوادونو پانګه وال به هم دې ته تشوقوي ،چي په افغانستان کي پانګه اچونه وکړي .زما په ګمان دا کار ډیر ممکن ځکه دی ،چي پانګه وال هر وخت ددوؤ شیانو د شتون په صورت کي پانګه اچوني ته ډیر لیوال وي ، چي یو ئې امنیت او بل ئې د پانګي اچوني قانوني دفاع ده .دغه دواړه کاره د امریکا دمتحدو ایالتونو په تضمین ممکن دي .
وړاندي د امنیت په اړه لولو :په هغه صورت کي ،چي د افغانستان په باور د هغه هیواد د ځمکنې بشپړتیا ،خپلواکي او امنیت د ګواښ او خطر سره مخامخ سوي وي ،مشوره او ګډو اړینو پریکړو کول .
د افغانستان ددولت سره د امنیت په برخه کی مرسته کول .
د مخدره توکو پر ضد دافغانستان ددولت د کړنلاري ځخه د ائتلاف د مرستي ملاتړ .
دپورتنیویادوسوؤ خبرو نه داسي څرګندیږي ،چي د افغانستان د امنیت ټولوبرخو ته پاملرنه سویده .
هدارنګه د ګډي اعلامیې په یوه بله برخه کی راغلي دي ،چي :د افغانستان دولت ددې غوښتونکی دی ،چي ددغه هیواد هغه زندانیانو ،کوم چي د توریزم پر ضد د جګړې په لړ کي نیول سویدي ، ساتنه پر خپله غاړه واخلي .
دا هغه مسئله ده ،چي په راډیو ګانو کي د یو شمیر کسانو لخوا په ډیر آب او تاب مطرح کیږي او زیاتره ئې هغه خلګ مطرح کوي ،کومو چي په ۲۰۰۱ کال کي د امریکائي ځواکونو نه غوښتل ،چي پر دې خلګو نور هم ډیر بمونه وغورځوي ،خو نن د صداقت له مخي نه ، بلکې د خلګو د غولولو په موخه د هغوئ د خلاصیدو غوښتونکي دي ،خو کوم کسان چي خلاص سویدی ، دهغوله امله پر دولت نیوکي کوي .یعني ددوی هدف اصلاح نه بلکې د هر وخت په شان تخریب دی .البته زما منظور د ټولو هغو کسانو نه نه دی ،کوم چي افغانستان ته د افغاني زندانیانو بیرته راستنول غواړي ،بلکی زما منظور د یو شمیر مغرضو کسانو نه دی .
د ګډي اعلامیې په بله برخه کي داسي راغلي دي :د افغانستان د ځواکونو په همکاری سره د تروریزم ضد عملیاتو د مخ ته بیولو دوام..یعني دغه دخلګو د بیځایه ځورونو د مخنیوي په هکله هم تدابیر په نظر کي نیول سوي .
دغه رازد امریکا د متحدو ایالتونو جمهور رئس جورج بوش دا هم وویل ،چی تر اوسه پوری په افغانستان کي د زندانونو د سمو شرایطو د نه شتون له امله به د زندانیانو سره عمومي مراحلو د تیریدو نه وروسته دغه زندانیان افغانستان دولت ته سپارل کیږي .
زما په آند هغه اهداف ،چی د ښاغلی کرزي د سفر نه مخکي ایښول سوي وه، تر سره سویدي