تصوف اوعرفا ن ديارلسمه برخه
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
بسم الله الرحمن الرحیم ،محترموو روڼوپه دې برخه کښي ددې بيان درته کوم چي
د کومو شرطو له مخي يو شخص پیر او مرشد جوړيدلائ سي ؟
محترمو ! يو څوک چي په طريقت کښي شيخ کامل ، مکمل ګرځي ،نوپه ده کښي به خامخا دغه شرطونه موجود وي :
اول : د ديني علم خاوند به وي ، او په قرآن کريم ،او د نبي عليه السلام په احاديثو به عالم وي . ځکه چي غرض له دې څخه چي څوک له ده سره بيعت کوي ،اومُريد يې ګرځي دادئ چي دَئ به و هغه ته (امر بالمعروف او نهي عن المنکر ) کوي ،يعني په فرضو ،واجبو، سنتو ، مستحبو ،اود خير په کارو به دَئ و خپل مُريد ته امر کوي ، او له ناوړو کارو څخه به يې را منع کوي .اودارنګه به دَئ و مُريد ته ددې لارښوونه کوي چي په څه ډول مُريد کولائ سي چي باطني سکون ،او له رذيلو اخلاقو څخه تصفيه او په ښو اخلاقو سره خپل باطن ښائسته کول حاصل کړي ،نو څوک چي علم نه لري نو هغه کله د دې قدرت لري چي هدايت دي ويو چاته وکړي .ځکه چي و خدائ ته او د الله تعالی و دين ته رابلل په حکمت او په موعظه حسنه سره کيږي ، لکه الله پاک چي فرمايلي دي : أُدعوا الی سبيلِ ربک بالحکمة والموعظة الحسنة ) يعني اې رسوله ! راوبوله خلګ و لاري ته د رب ستا چي دين د اسلام دئ په حکمت سره او په نيک نصيحت سره .اوپه حکمت او موعظه حسنه سره د خلګو رابلل بې علمه نه سي کيدائ . اومشائخو د طريقت ټولو په يوه خوله دا ويلي دي چي شيخ د طريقت به په دې ډول وي چي دده خبري به له خلګو سره يا له قرآن څخه وي ، اويابه له حديثو څخه وي ، اويا به دمشائخو له حکايتو او واقعاتو څخه وي .
دوهم به داشرط په ده کښي موجود وي چي عدالت اوتقوی به لري ،په دې ډول چي له کبيرو ګناوو څخه به ځان ساتونکئ وي ، او پر صغيرو ګناوو به مُصِر او دوام کونکئ نه وي .
دريم به دا شرط په ده کښي موجود وي چي دَئ به زُهد لري ، يعني له دنيا څخه به مخ اړونکئ وي ،اود آخرت په کارو کښي به رغبت لري ، اوپر طاعتو او مأثورو ذکرو باندي به حرص ناک وي ، او له الله جل جلاله سره به د ده زړه په دوامداره توګه په تعلق کښي وي .
څلرم به داشرط په ده کښي موجود وي چي و خلګو ته به امربالمعروف او نهي له منکره کوي . په ديني امورو کښي به چشم پوشي ، او إغماض نه کوي .
پنځم به دا شرط به پکښي موجود وي چي د طريقت د مشائخو به يې مُريدي کړې وي ، او له هغو څخه به يې اجازه تر لاسه کړې وي . ځکه د الله جل جلاله عادت پر دې باندي جاري سوئ دئ چي يو سړئ تر هغه پوري کاميابه ، مفلِح ، او کامل نه سي ګرځيدلائ چي له مفلحينو او د کمال له والاوو سره يې صحبت نه وي کړئ .
شپږم به داشرط پکښي موجود وي چي زړه به يې هميشه بيداره وي ،زړه به يې نه بيده کيږي ، په دې وجه چي دَئ حقيقي وارث د حضرت محمد ( صلی الله عليه وسلم ) بلل کيږي . او دده مبارک به زړه نه ويده کيدئ ، او سترګي مبارکي به يې بيدې کيدلې ، لکه چي ده مبارک فرمايلي دي :
عَينَانِي تَنامان َ لا يَنامُ قَلبِي ) يعني دواړي سترګي ځما ويدې کيږي ،او زړه مي نه بيديږي .
او وم ( ۷) به داشرط پکښي موجود وي چي د خپلو مُريدانو و مال ته ، او د دوۍ و حمد ،ثنا او صفت ته به هيڅ طمعه نه کوي ( قطب الإرشاد ص ۵۲۷ ) .
پوسه ! چي په نادر ډول داسي کيدلائ سي چي يو سړئ بې له دې چي تعلم او زده کړه دعلم په دغه متعارف ډول وکړي ، په خفي ډول الله پاک د علم دين خاوند وګرځوي ،او بيا يې په سبب د سلوک او د عمل په علم شيخ کامل او مُکَمِّل کړي ،نو دغه ډول سړئ د خلګو په نزد کوم چي د ده له حال څخه خبر نه وي « اَمِي » وي ، ځکه چي په ظاهره خو ده هيڅ تعلُم نه وي کړئ . او په دې وجه د خپل وخت د عالمانو د اعتراضاتو هدف هم جوړ سوئ وي ، مګر په باطن کښي عالِم وي ، لکه صاحب د « اِبرِيز» کتاب چی په همدغه شکل وَلي تير سوئ دئ . اوپه نادر ډول داسي هم کيدلائ سي چي يو سړئ درازه زمانه له تقواداره علماوو سره په صحبت کښي تير کړي ، او له دې لاري الله جل جلاله ده ته علم ورنصيب کړي او بيا يې د سلوک په سبب په ولايت سره مشرف کړي ، که څه هم ده په معتاد ډول تعلم نه وي کړئ . او کله داسي هم کيدلائ سي چي يو سړئ پرَته له دې چي له يوه ژوندي شيخ سره بيعت وکړي د يوه وفات سوي وَلِي په سبب شيخ د طريقت و ګرځي ، چی و دغه راز شيخ ته د اهل طريقت په اصطلاح کښ « اُوَيسِي » ويل کيږي .
ومن الله التوفيق نور بيا ......