د نجونو ميرې او د ښايستونو ښاپېرۍ !
خير! داځل خومې سلامونه ومنه .
پوهېدم ،چې نيمه خوا به مې پرېږدې ،ځکه لوی او ځواکمن خدای په ټول وس له نورو ښکلې او آن له مرمرو جوړه کړې يې ، له همدې امله دې مرمري هم بولم .
پوهېږي ،چې زما او ستا تر منځ لوی تو پير دی ؟
ته لکه نرګس لاغوړېږې ؛خو... زه... آه ...هو زه د فراق زورورو لمبو داسې وسوځولم ،چې اوس مې يوازې د ايرو څلی پاتې دی .
چېرته به دې پر خسو اور بل کړی وي ، ليدلي به دې وي ،چې کله خس وسوځي ،نو يوازې يې د ايرو څلی پاتې شي ،چې نرم باد يې هم ورانولی شي ،زماهم همداحال دی ، کله ،چې باد لګي ، زارۍ ورته کوم او لاسونه ورته ښوروم ،چې مه کوه خدای ته وګوره ! ورو تېر شه .
د ايرو څلی مې وران نه کړې ورو تېر شه
باده زه هم د اشنا دعشق يادګاريم
ګرانې !
پوهېږې ،چې ماهم ستا دهغو نيمه خوا او له پامه غورځېدلو په څېر په زړه کې کرل او رېبل ،چې ګوندې يوه ورځ به دې په شنه ډولۍ کې په داسې حال کې کور ته وړم ،چې د ورا پېغلې به ستا د ډولۍ تر مخ غبرګې درياګانې وهي او د کلي ځوانان به د سرتور نايي ډول ته درپسې اتڼ کوي ؛خو له بده مرغه ،چې د بېلتانه زورورې او ظالمې سيلۍ لرې آن هغه وچ بيابان ته يوړم او د فراق لمبو داسې وسوځولم ،چې هسې مې د ايرو څلی پاتې دی .
ګرانې !
که هرڅودې له پامه لوېدلی يم ،خو له دې سره سره بياهم خدای ته لاسونه لپه کوم او د تل لپاره دې ځواني ګل ګل او ژوند دې لکه مست پسرلی غواړم ؛ نه نه توبه مې ده ! په خدای که داسې درته ووايم :
پر زړه مې ستا د جفا داغ دی
په تور لحد کې به ښېرې درته کومه .
ستا زلمی