خواږه دردونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 29267
ګل رحمان رحماني
دخبریدو نیټه : 2009-09-14


     ماپه خوب کې ديوه ځيرک شاهين غوندې ډېرپروازونه کړي دډېرولوړوغرونود زرينې څوکې مې دخپلووزرونوپه سيوري وياړلې دي زه په خوب کې له همداسې لوړو څوکواوشانداره برجونورالوېدلى هم يم خوددې هرپروازاولوېدونه مې هرځل يوداسې خوند په زړه کې حس کړى چې له يوې ښکلې وېرې ډک وي مګردرد اوانتظاريې ددې نړۍ دترټولوخوږوڅيزنونه هم خوږوالى لري ددغه اولوتواوپرېوتو حس دومره خوږدى لکه کله چې دواړه يوله بل سره په خوښۍ مخامخ شو اودواړه ځانونه يودبل دمينې او وفاپه ښکلوصفتونوسر وو همدغه د ښکلو اوخوږو دردونوسرچېنې دي


     زه اوس له دغه دردونوسره دومره روږدى شوى يم لکه دسمندرنوڅپې چې له خپل شورسره روږدې وي زه بې له دغه درده دژوند يوه شېبه تيرول هم ګناه ګڼم .

    خوته بياهم دخپلومهربانيوپه لړکې دومره وکړه چې زما زړه ستاله يادونوسره يو ځاي  دهمدغه درد دايمي هستوګنځى شي اوزه پدې وتوانېږم چې خپلودوستانوته ددغې درد يوه برخه دګلونودډالۍ په څېروړاندې کړم .

      زماهيله داده که کومه ورځ دمرګ فريښته زما دجونګړې خواته راغله نوپه  خوښۍ اومينه له غاړې ورکولووروسته به ټينګارپرې وکړم چې زماپه زړه کې ورسره په مينه ولوبېږم اودقيامت په ورځ دخپل خالق په وړاندې ستاله مهربانيومننه وکړم اوورته ووايم چې ددې بدله بې له تانه کوم بل ذات نه شي ورکولۍ.