دوه لافوکان
میرویس جلالزی
دوه لافوکان سره ملګري شول.
لومړي لافوک دوهم ته مخه کړه او ویویل:
زما پلار یوه داسي لویه غوا لري چې په یوه غره ودریږي د بل غره د څوکي واښه خوري.
دوهم لافوک هم تر لومړي کم نه وو او په لافو یې خوله پرانیسته.
زما پلار داسي یو ستر دیګ لري چې لس مسګران یې سپینوي یو مسګر د بل غږ نه اوري.
لومړي لافوک دوهم ته مخ کړ او ویویل: دا دومره لوی دیګ څه په درد خوري؟
دوهم لافوک ورته وویل: نو چې دومره لوی دیګ نه وي ستا د پلار د غوا غوښه به په څه کې پخیږي؟