وحيد سپين غر
په دي وروستيووختونوكي دهيوادپه بيلابيلوسيموپه تيره بيا په ختيځو ،جنوب ختيځو اوجنوبي سيموكي چي دپاكستان سره په ګډه پوله كي پرتي دي دترورستانو حملي اوفعاليتونه زيات شوي اوددغوسيمودسوله ييزژوند دګډوډولولپاره هڅي رواني دي .
ددغوهڅوترشاه په ښكاره توګه دپاكستان دځينومعينوكړيولاس شته ،داهغه افغان دښمنه كړي اوډلي دي چي نه غواړي دافغانانوپه جنګ ځپلي هيوادكي سوله اوارامي راشي اوافغانان په سوله اوارامي كي ژوندوكړي .
داډلي اوكړي چي زموږ دجګړه ځپلي هيواددورانيواودربدريواصلي عاملين او داوږدي جګړي دخونړي سناريوجوړونكي او شرميدلي لوبغاړي دي ،تراوسه لاهم دادي دافغانانوپه وينواوغوښونه مړيږي اوغواړي چي زيات كلونه نورهم افغانان اودهغوي وطن دجګړي په دودونوكي خاوري اوايري شي اودمظلومو افغانانودمرګ اوماتم دردونكي اوله ويرنه ډكه سلسله همداسي جاري پاتي وي .
له همدي امله په دي وروستيووختونوكي داانديښني ډيري پياوړي شوي چي داډلي غواړي دپخوا په څيرزموږ په هيوادكي دخپلوناروا لاس وهنولړي روانه وساتي اوپه دي توګه هڅي كوي ترڅودافغانانو په هيوادكي سوله اوامنيت رانشي .
په داسي حال كي چي دپاكستان دحكومت رسمي دريځ دافغانستان په چاروكي دنه مداخلي پرا صولو ولاړ دي ،اوپاكستان داسي ښيي چي دافغانستان ديوه ورور،اوګاونډي هيوادپه توګه په افغانستان كي دسولي اوامنيت په لاره كي دافغانستان سره اوږه په اوږه هڅواوكوښښونوته چمتودي ،همدارازپاكستان ويلي چي په سيمه كي دتروريزم په ضد دنړيوال ايتلاف ديوه ملګري په توګه پاكستان خپله دنده بولي چي هيچاته به دخپلي پولي نه اجازه ورنه كړي چي دافغانستان په دننه كي ترورستي فعاليتونه وكړي .
همدارازدپاكستان دجمهوررْيس پرويزمشرف دهمكاري پرله پسي ډاډګيرني ، داټول هغه موارددي چي دافغانستان حكومت اوولس يي په دي باوري كړي وو،چي نوربه دپاكستان له خاوري څخه دترورستانوراتګ اوزموږ په هيواد كي دبي امنيو دپيداكولوكوښښونوته دپاي ټكي كښيښودل شي .
خومتاسفانه اوس تربل هروخت داشكونه اوانديښني زياتي شوي چي زموږ هيوادپه پراخه توګه دپاكستان سره دپولي په اوږدوكي له ګواښونواوتهديدونوسره مخ دي
هره ورځ ترورستان دپاكستان دپولونه زموږ هيوادته راننوزي دلته خپل ترورستي اعمال ترسره كوي اوپه ډاډه زړه بيرته پاكستان ته ستنيږي ،دترورستانو اصلي اواساسي ځالي په پاكستان كي موقعيت لري .
همداراز ويل كيږي چي دپاكستان داستخباراتوځيني چارواكي دترورستانو دفعاليتونوپه پياوړي كولو،دهغوي په وسله وال كولواوتشويقولوكي لويه ونډه لري .
دغه رازدپاكستان ځيني بنسټپالي ډلي چي همدااوس دبلوچستان اوصوبه سرحد په ايالتونوكي يي حكومتونه دي نه يوازي داچي دورانكارو سره دخپلومرستواوكومكونونه انكارنه كوي بلكي په ښكاره دهغوي سره همدردي لري اوبيلابيلي مالي اولوژستيكي مرستي ورسره كوي .
همدا رازويل كيږي چي دترورستانو مشران په پاكستان كي ميشته دي
سياسي كتونكي په دي باوردي چي دپاكستان حكومت كه وغواړي نودافغانستان په وړاندي به دپاكستان له پولي نه ټول ترورستي اوورانونكي اعمال اوتحركات له منځه لاړشي ،دساري په توګه په هيوادكي دولسمشري دټولټاكنوپه بهير كي پاكستان دامريكي اونړيوالوترفشارلاندي دي ته اړشوترڅودترورستانومخه ونيسي ،په داسي حال كي چي ترورستانوڅوڅوځلي دااخطارونه وركړي وو،چي دټولټاكنوپه جريان كي به نه پريږدي چي دابهير په سوله ييزه توګه ترسره شي ،دهيوادپه دننه كي هم داسي انديښني موجودي وي چي دټولټاكنوپه بهير كي به ارومروترورستان پخپلوترورستي اعمالوسره څو مره يي چي توان رسي داجريان اخلال كړ ي ،خودانديښنو پرخلاف موږوليدل چي دټولټاكنوټول بهير په سوله ييزه توگه ترسره شو.
ويل كيږي چي دټولټاكنو په سوله ييزجريان كي دپاكستان دحكومت هڅوډيرځانګړي ځاي درلود،اوټول يي په دي باوري كړه كه پاكستان په صادقانه توګه وغواړي چي ددواړوهيوادودپولي په اوږدوكي دترورستانومخه ونيسي داكاركولي شي .
پاكستان پخپل دي كارنه يوازي داچي دولسمشري دټولټاكنوپه بهير كي دترورستانودناروافعاليتونومخه ونيول بلكي په غير مستقيمه توګه يي داوښودله كه پاكستان وغواړي هرډول رول لوبولي شي ،دغه رازپاكستان داهم وښودل چي
دافغانستان اوسيمي په اړه بايد دپاكستان رول اونقش ته په ځانګړي نظروكتل شي .
خوددي په خواكي دافغانستان حكومت ،خلكواونړيوالوته هم ښكاره شوه چي كه چيرته پاكستان وغواړي په سيمه كي دتروريزم په ضد جګړه كي ديوه صادق همكار په توګه رښتيني اوصادقانه رول ولوبوي نه يواځي داچي په سيمه كي به تروريزم اودتروريزم ناوړي ځالي له منځه لاړي شي بلكي په افغانستان كي به هم دبي امنيواوجګړه ييزوناروافعاليتونوټولي ځالي دتل لپاره ړنګي اونابودي شي .
سياسي كتونكي په دي عقيده دي چي پاكستان دخپل دغه نقش له امله ديوډول انعام اوبخشش غوښتونكي دي اوغواړي چي دافغانستان دپيښوپه اړوندهم نړيوال اوهم دافغانستان حكومت دپاكستان ځانګړي رول ته پاملرنه وكړي ،اوپه دي هكله بايد پاكستان ته په زياتواقتصادي اوحتي سياسي امتيازاتوقايل شي .
دساري په توګه پاكستان غواړي چي دافغانستان په بيا رغونه كي دټولوهيوادونه پاكستان ته ډيره ونډه وركول شي ، پاكستان ددي غوښتونكي دي چي دبيا جوړوني اورغوني په اړوندچي كوم موادواولوازموته اړتيا وي بايد له پاكستانه واردشي دغه رازپاكستان دافغانستان په سياسي اوحكومتي چاروكي دداسي څيروغوښتونكي دي چي دپاكستان سره دښومناسباتوتاريخ ولري
يوه خبره چي ډيره څرګنده اوروښانه ده هغه داده چي پاكستان دافغانستان ديوه ګاونډي په توګه ددوه نيمولسيزوپه بهير كي دافغانستان په اړه دنړيوالوله نظره ډيرد پاملرني وړهيوادپه توګه ګڼل شوي وو،دسياسي پروګرامونونه نيولي بيا ترجګړه ييزو پلانونوپوري ټول دپاكستان په مشوره اوعمل ترسره كيدل ،موږددوه نيمولسيزوتاريخ ته نه ورګرځويوازي دومره وايوچي پاكستان اوس هم دپخواني خوي اوعادت له مخي دافغانستان دسياسي پيښواونوروسرنوشت جوړونكومسايلوپه اړه دخپل پخواني موقعيت په خيال اوفكركي دي ،په داسي حال كي چي او س نه يواځي داچي دافغانستان حالات بدل شوي اوافغانستان هغه دپينځه لسواوشلوكالومخكي افغانستان نه دي بلكي په نړي اوسيمه كي هم بدلونونه راغلي دپاكستان داستخباراتوځينوچارواكواوځينوبنسټپالوډلو ته دانه ښايي چي دډيروزړو اوزنګ وهلونظرياتوپوچ خيالات له ځانه سره وساتي ،ځكه چي اوس دداسي خيالاتواوپوچونظرياتوزمانه اووخت تيرشوي دي .
دپاكستان سياسي ډلي اوداستخباراتوځيني چارواكي چي لاتراوسه دپخواپه څير دافغانستان په هكله ددښميواوبدبينيوپه لاره روان دي بايد په دي پوه شي چي داډول ددښمنيونه ډك چلندونه بيله دي چي ددواړوهيوادوترمنځ په دوستانه اړيكوبده اغيزه وښندي بله هيڅ ګټه تري نه شي ترلاسه كيداي .
هيوادونه يواځي په دوستي كي كولاي شي ترڅوديواوبل نه ګټه اوفايده ترلاسه كړي .
دمتقابلودوستانه اړيكوپه رڼاكي كيداي شي چي هيوادونه يوله بله سره سياسي اواقتصادي تعلقات ټينګ كړي ،يعني دمتقابل احترام اودرناوي پراصولودګټوترلاسه كول شوني ښكاري ،دابهام اوبدبينيوپه چاپيريال كي داكار نشي ترسره كيدي . پاكستان بايد په دي پوه شي چي دافغانستان په سوكالي اونيكمرغي كي دپاكستان سوكالي اونيكمرغي نغښتي ده ،كه چيرته په افغانستان كي حالات ښه نه وي پاكستان به څنګه وكولاي شي چي اقتصادي ګټي اومنافع ترلاسه كړي ،هم دااوس دسيمي دسوكالي اوغوړيدولپاره عملي هڅي اوكوښښونه روان دي په دي سوكالي كي به ارومروپاكستان هم خپلي ګټي ترلاسه كړي ،محصولاتواوتوليداتوته به يي په سيمه كي دخرڅلاوبازارونه پيداشي اوپاكستان به د صنعتي انكشاف اوپرمختيا په لاره نورپياوړي ګامونه واخلي ،ځكه نوپاكستان ته پكارده چي دسيمي دامنيت او په تيره بيا دافغانستان دامنيت په هكله روښانه اورښتيني تګلاره ولري ا ودافغانستان سره په پوله كي دترورستانومخه ونيسي اودپاكستان په دننه كي دهغوكسانواوډلوپه وړاندي چي دافغانستان په ضد په فعاليتونوكي لاس لري غوڅ اوغښتلي ګامونه واخلي اودتروريزم په ضد د نړيوال ايتلاف ديوه متعهد ملګري په توګه په سيمه كي خپلي دندي په پوره صداقت اورښتينولي سره ترسره كړي .