تصوف او عرفان : ۱۵ برخه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 29602
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته .
دخبریدو نیټه : 2009-09-30

تصوف او عرفان :     ۱۵ برخه  
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته  .

بسم الله  الرحمن الرحیم  ، نحمده ونصلی علی رسوله الکریم 
محترمووروڼوپه طریقت کښی اودطریقت داستاذانوپه نظرکښی د حضرت حق سبحانه و تعالی د ذات او صفاتو د مبارکو اسماوو ذکر او يادونه يو غيرمعارض أصل دئ  . لکه څرنګه چي د شريعت اسلامي او د قرآني اياتو او نبوي أحاديثو له مخي  د الله جل جلاله   ذکر و الله جل جلاله   ته د قربت او د نزديکت او دارنګه د انسان د ظاهري او باطني پاکوالي او د قلبي تصفيې لپاره ډير أهم کار او عمل بلل سوئ دئ  ، لکه الله جل جلاله  چي فرمايلي دي  : فاذکرواني أذکرکم واشکروالي ولاتکفرون  .
د الله جل جلاله   د ذکر په اړه به ان شآءالله تفصيلي معلوماتونه د طريقت او شريعت له نظره په راتلونکو برخو کښي درته راسي  ، دابرخه فقط و فقط د دغه عظيم الشانه مَبحَث د عنوان او د سرليک په ډول وليکله سوه  .
قدرمنو وروڼو   
ذکر په عربي ژبه کښي  د يادوني معنی ورکوي چي څوک يو شئ يا يوحالت يادوي  ، لکه مسافر چي دکورنۍ څخه ليري د پرديسي په حالت کښي خپل کور او خپلوان يادوي .
د ذکر بله معنی د هيري ضد مفهوم افاده کوي مثلا  :  دوه جمع دوه څلورکيږي يا  اور تود او سوځونکئ دئ يا داسي نور مسايل چي ذهن يې أکثرًا نه هيروي  ، دژبي بيان  يا د قلم د ليکني د اثره افادې ته هم ذکر ويل کيږي  ، په ذهن کښي ديوې موضوع يا شي حاضرول د هغه شي  يا موضوع ذکر بلل کيږي ، ذکر د زدکړي معنی هم ورکوي او د ځينو نورو مفاهيمو د افادې لپاره هم استعماليږي ، نصيحت او پند ته هم ذکر ويل سوئ دئ .
په قرآن عظيم کښي يو شمير اياتونه د ذکر په باره کښي نازل سويدي ، او د مسلمانانو د نجات او فلاح لپاره يې د خدائ (جل جلاله ) د مبارکو أسماؤ د ذکر هدايت کړئ دئ ، مثلا :
« د خپل خدائ نوم سهار او ماښام يادوه  »  .
حضرت أبوسعيد (رضي الله عنه ) وايي چي د حضرت رسول أکرم ( صلی الله عليه وسلم ) څخه پوښتنه وسوه چي د قيامت په ورځ  د خدائ  (ج) په نزد کوم بنده افضل او لوړ دئ ؟
ده مبارک ( صلی الله عليه وسلم ) وفرمايل  چي : د خدائ ذکرکونکي ( نر او ښځي ) .
بيا پوښتنه وسوه چي يارسول الله  اياد ذکرالهي کونکئ د خدائ په لار کښي د جهاد کونکي څخه هم أفضل دئ ؟
پيغمبر ( ص ) ورته وفرمايل  : که هغه جهادکونکئ خپله توره پر کافرانو او مشرکانو وچلوي تر دې چي د هغه توره ماته سي او هغه خپله په وينو رنګ سي ( يعني شهيد سي ) بيا هم د خدائ ذکر کونکئ په مرتبه کښي د هغه څخه بهتر دئ  .
( د مشکوة حواله پر صحيح ترمذي ) .
په بخاري شريف کښي  له حضرت أبوهريرة څخه روايت دئ چي رسول الله ( صلی الله عليه وسلم ) فرمايلي دي چي  الله تعالی فرمايي :
زه د خپل بنده سره يم تر څو پوري چي هغه مايادوي  او د هغه دواړي شونډي زما په ذکر سره حرکت کوي  .
د حضرت عبدالله بن عمر (رض) څخه روايت سوئ دئ چي رسول الله (ص) فرمايلي دي  : الاولکل شیء صقالة وصقالة القلوب ذکرالله ،یعنی
دهر شي صفايي سته او د زړه صفايي د خدائ (جل جلاله ) ذکر دئ  ، او د خدائ (ج) د عذاب څخه د خلاصون لپاره تر ذکر الهي هيڅ شئ بهتر نسته  . اصحابو عرض وکړ ايا د خدائ (ج) په لاره کښي تر جهاد هم أفضل دئ ؟ ده مبارک ( صلی الله عليه وسلم ) وفرمايل : که څه هم د جهاد کونکي توره په جنګ کي ماته سي   . ( مشکوة شريف ) .

والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .