دګډو همکاريومخالفين ولي مخالفت کوي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2964
آنجنیرذکریا
دخبریدو نیټه : 2005-06-02

آنجنیرذکریا
هالنډ۳۰/۰۵/۲۰۰۵

نن مي کله ،چي د انټر نيټ افغاني سايټونه کتل نو په یوه سایټ کي مي دامریکا د متحدو ایالتونو سره د افغانستان د ستراتیژیکي همکاریو په هکله خورا ډیري لیکني تر سترګو سولې او په ډیر ځیر سره مي د هغو په لوستلو پیل وکړ .دا ځکه چي زما په آند دا یوه ډیره ارښتناکه او حیاتي موضوع ده او ټول افغاني روڼ آندي دنده لري په دې اړوند خپله رایه څرګنده کړي .خو لکه څنګه چي نوموړي سایت د پښتنو ضد افغانستانیانو لخوا ډیر کار یږي او هر کله زیات شمیر پښتني ضد تبلیغات کوي او د افغانستان نور لږکي میشت قومونه د پښتنو پر ضدلمسوي ،نوځکه ئې بیله یوې نه د نن ورځي ټولي لیکني هم ددغو سترتیژیکي اړیکو د ټینګیدو مخالفي دي .زه دا نه وایم ،چي ټوله خلګ باید ددي همکاریو نه ملاتړ وکړي ،خو دومره ویل غواړم ،چي ددغي ارزښتناکه موضوع د څیړلو په وخت کي بایدیوازي او یوازي افغانی ګټی په نظر کي ونیول سي او ددې مسئلې د بحث په وخت کي د افغانستان ملي ګټو ته د هغه زیانونه او بریاوي وارزول سي او که چیري دا مسئله د ګاونډیو سره په اړیکو کي هم څیړل کیږي نو بنسټیز اصل باید افغاني ملي ګټي وي .
اوس به راسو نوموړو او ځینی نورو هغو لیکنو ته ،چي په تیره اونۍ کي په دې هکله لیکل سویدي .خو زه نه غواړم د چا نوم او تخلص اویا ئې د مقالې نوم یاد کړم ،ځکه چي زما موخه دانه ده ،چي پر کوم چا نیوکه وکړم بلکې موخه مي داده ،چې دافغاني روڼ آندو تر مینځ په جر او بحثونوکي سړی کولای سي په ډیروشیانو پوه او په ډیرو واقعیتونو خبر سي .که چیري د کومي خبري د څیړلو په وخت کي کوم نقل قول راوړل کیدی او دهغه نه کوم څوک په دې پوهیدی چي دا د چا د لیکني په هکله خبري کیږي ،نو دابه یوه ناچاری وي او هیله من یم ،چی نوموړي لیکونکي به مي وبخښي او زما نه خپه نه سي .
له بده مرغه په نوموړو لیکنوکي زیاتره برخه ،د افغاني ملي ګټو د ارزولو نه پرته وچ کلک دګاونډیو هیوادونو د ګټو په هکله خبري سویدي ،خو یوه اندازه (که څه هم ډیر لږ )افغاني ګټو ته د هغه یادونه هم پکي سویده ،چي زه اوس غواړم وئې ارزوم .
یو ددغو ښاغلیو نه وائې : ولس ته ﻻ تر اوسه ددې مسئلې ليرليد سم او شفاف نه دی بيان سوی او دا خبره نه ده سپينه سوې چې ددغه دايمي پوځي اډو سناريو به زموږ د هېواد راتلونکې ته څه زيری ورکوي او هغه به چيري بيايې؟ زما له نظره له هر څه نه مخکي خبره پر ستراتژیکو اړیکواو همکاریو ده نه پر (دایمي پوځي اډو)،ځکه په سیاست کي هيڅ شی دايمي نه دي او زما په آند دغه نیوکه پر ځای ده ، چي حکومت بایدولس ته په پراخه کچه ددغو ستراتیژیکو همکاریو په هکله مالومات ور کړي اوله بله پلوه روڼ آندي هم ملي دنده لري په دې هکله هر اړخیزي څیړني او ارزوني وکړي تر څو ټول ملت د هغه په ګټو او زیانونو پوه سي ،خو یو ځل بیا تکراراْ وایم ،چي په دې هکله باید احساساتي چلند ونه سي او نه هم داسي مسائل مطرح کړي ،چي هغه د ملت په درد هیڅ نه خوړل کیږي .وګوری یو داسي وائې :( نفوذ وحضور بیگانه , خصال آزادی دوستی و آزاد ه گی مردم بیگانه ستیزمیهن را زایل میکند( یعني دده منظور دادی که بهرنیان په افغانستان کي حضور ولري اونفوذ وکړي دا نو ډیر بد کار دي اودا کار د خلګو دپردي ستیزي روحیه خرابوي .يعني ددغه ښاغلي له نظره موږ باید له بهرنیانو سره د همکارۍ او دوستۍ اړیکي ونه لرو دا ځکه ،چی زموږ دخلګود پردیو نه کرکه لري .حال داچي دا سمه خبره نه ده .زموږ خلګ دتیریو کونکو په مقابل کي کرکه لري نه دهغه چا په وړاندي چي ددوي سره مرسته کوي .که دده منظور داوي چي د افغانستان خلګ د روسانو په وړاندي ودریدل او وجنګیدل ،دادې د پردیو سره د افغانانو کینه نه بولي ،نو روسانو خو زموږ پر خاوره پوځي تیری کړی وؤ ،خو نړیوال ائتلاف د ملګرو ملتونو د پریکړي سره سم افغانستان ته راغلي دي ،چي دي ته تیرۍ نه سو ویلای او د همدې امله هیڅ یوه هیواد په نړۍ کي ددې سره مخالفت ونه کی ،حال داچي د روسانو د تیري په وړاندي د نړۍ ۱۲۳ هیوادونو او دملګرو ملتونو د امنیت د شورا د ۵ دایمي غړو نه ۴ ئې دغه تیرۍ په کلکه وغندې او روسانو ونه سوای کړلای ددغه لپاره کوم قانوني ثبوت پیداکي .خو زما لپاره د حیرانتیا خبره داده ،چي همدي ښاغلی د روسانو پوځیانو ،لینن ، کریملن او آن د کلاشنیکوف مرمۍ ته ئې لا شعرونه ویل خو نن بیا د پردیو سره د کرکي خبري کوي . آیا روسان پردې نه بلکې زموږ ډیر نژدې خپلوان وه ، چي ده د هغو په وړاندي د داسي کینې او خصومت نه کار نه اخستی. له بله پلوه ده څه موده مخکي امریکائي او ائتلافي ځواکونو ته »فرشته های صلح » ویل ،خو اوس نه پوهیږم څه پیښ سول ،چي د سولي دا ملایکي اوس »میراث خواران امپریالیزم بریطانیا ی کبیر» سول او آن د احمد شاه مسعود د وژلو پړه هم دهغو په غاړه ولویدله او پخوا به ئې لویه جرګه د افغانانو منلۍ دود بلی خو اوس بیا داسي وایې « از ین کجروشیهای آشکار یک نتیجه منطقی بدست می آید که سناریوی 11 سپتمبر ترورفرمانده مسعود ، کنفرانس" بن " لویه جرگه ها ی طراز قرون وسطایی صحنه سازیهای انتخاباتی برای ریاست جمهوری وشورای ملی وآزادیهای بی پشتوانه مردمی یک هدف ستراتیژیک داشته ا ست ودارد تا نخست آخرین پا یگا ههای مقا ومت ملی دموکراتیک ومردمی کشور درهم شکسته و جاروب شود و آنگا ه چاووشان( طلایه داران وپیشقراولان) سلاطین نفت از افغانستان به حیث تخته ء خیزی بسوی ثروتها و بازار کشورهای نو استقلال آسیای میانه بوِیژه بسوی میدانهای گاز ونفت سرشار بحیره خزر(1) گامهای نوینی بلند نمایند

زه پوه نه سوم دده منظور د مقاومت نه د چا مقاومت دی ؟آیا د طالبانو حملو ته دی اوس د هیواد دخلګو ملی او دموکراتیک مقاومت وائې ؟پخوا خوئې هغوی ته ډیري سپکي سپوري ویلې اوس څه پیښ سول ،چي هغوی ته د مقاومت مردمي خبري کوي؟یاکیدای سي دده منظور د نظار شورا او شمالی ټلوالی له جګړه مارو نه وي او په هغوی ډیر خپه وي،چي آن هغوی ته پا یگا ههای مقا ومت ملی دموکراتیک ومردمی کشوروائی .که چیري د نوموړي منظور رشتیا هم نوموړي جګړه مار وي ،بیا نو ددې ځخه داسي معلومیږې ،چي دغه ښاغلي ددومره سترو علمي درجو د لرل،چي هر هکله ئې پر ځای او بیځایه د خپل نوم سره لیکي ،سخت تر پوښتنی لاندي راځي .که د خلګو د ملي دموکراتیک مقاومت پایګاه وي دغه جنګسالاران او لوټمار وي ،نو وای ددې خلګو پر تیر ،اوس او راتلونکی .خوزما په آند دلته باید حتماْ تر کاسې لاندي نیم کاسه وي .اویا دي هم د نورو افغانستانیانو غوندي وارخطادي ،چي ددې ستراتیژیکي همکاریو په نتیجه کي به افغانستان وده وکړي او دا به دده او دده غوندي نورو افغانستانیانو لپاره ډیر ستر ناورین وي.د نوموړی ښاغلی خبري زیاتره دومره ضد او نقیضی وې ،چي قطعاْ د چا سر نه په خلاصیږي ،چي دی څه وایې او څه غواړي ،کیدای سي اروائي ناروغي به لري؟
یو بل ښاغلې بیا ددې خاطره ،چي د روسانو تیری ته قانوني بڼه ورکړي او سم ئې وښیي ،داسي لیکي : همهء مردم ما شاهد هستند که گروهای بیرون رانده شدهء مجاهدین از کابل در نتیجهء یکبازی استخباراتی، برای بازگشت بقدرت از کیها که استمداد نجستند، تجربه دعوت از شوروی وروسیه که بار اول بوسیلهء امیر نامدار افغان، عبد الرحمان خان در جنگ قدرت علیه خانوادهء خودش وبخاطر کسب قدرت آغاز وانجام پذیرفته وامیر الموءمنین جناب عبد ا لرحمان خان مهماندار روسها بود، در زمان امان اله خان نیز این اقدام مورد بر رسی قرار گرفته ولی بپایهء اکمال نرسید، اما دولت شاهی تمام امکانات نظامی خود را از طریق روسها تهیه میکرد وروابط خیلی نزدیک نظامی را با دولت شوروی بر قرار کرده بود ، آن سیاست در دوره مرحوم داوود خان ادامه یافت تا اینکه دولت ج .د.خ .ا نیز برای دفع وطرد مداخلهء خا رجی وبصورت قانونی قطعات شوروی را به افغانستان دعوت کرده بود، بار دیگر در شرایط کاملاءجدید تکرار شد.
دغه ښاغلي ددې لپاره ،چي روسي پوځي تیرۍ ئې توجه کړې وي نو افغانستان ته د روسي او یا نورو هیوادونو د سیاسي هیئتونو راتلل ،د هغه هیواد د پوځي یرغل سره یوشاني ارزوي .حال داچي کیدای سي یو هیوادد بیلابیلو هیوادونو سره سیاسي،سوداګریزي،کلتوري او ډیپلوماټیکي اړیکي و لري،خو دا په دې مانا نه دي چي نوموړي هیوادونه دې پر هغه پوځي تیرۍ وکړي.دې بله خبره داکوي ،چي دافغانستان دولت دوی په قانوني توګه رابللي وه ؟ تر اوسه خو په دې اړوند هیڅ ثبوت نسته او دهغه وخت د حکومت ټولو لوړ پوړو چار واکوویلي دي ،چی دا یو تیرۍ وؤ او شوروي پوځیان هیڅ چا افغانستان ته نه وؤ بللي .نو دا د خلګو په سترګو کي د خاورو اچول ،د بهرنیو یرغل ګرو تبرئه کول او د دښمنانو په ګټه د خپلو ملی ویاړونو او ګټو نه تیریدل دي ،چی دا دافغان باتور ملت سره ستره جفاه ده.دې د شمالی ټلوالي په هکله وړاندي وایی :
ولی اینبار حاکمیت جهادی ایکه کابل را بدون کوچکترین مقاومت تحت بهانهء جلوگیری از خون ریزی شهریان کابل، ترک کرده بود، برای بدست گرفتن لقمهء چرب حاکمیت از دست داده بوسیله خودش، وآنهم در یک قمار بی سنجش ونا عاقبت اندیشانه وبدون گرفتن تضمینهای قابل اعتماد از جیزگر بزرگ دوران ، نه بیک آدرس بلکه بده ها آدرس وکشور مراجعه کرد، تسلیحات نظامی بدست آورد و حمایت روسیه را که زمانی ببادار ما شهرت داده بودند طوری کمایی کرد که تمام احتیاجات شان از آن طریق بشمول چاپ ونشر پول تا آمدن دولت موءقت وحتا تا تغیر بانکنوت بر آورده میشد وهنوز آن کمکها شاید در مقیاسی محدود ادامه داشته باشد، خوب کردند که نگذاشتند تا غلامی(!) ما دوام کند لذا خود این وظیفهء پر مشقت را بدوش گرفتند ولی دین وعقیدهء روسها تغیر نکرده وهمان است که بود، ولی برای محتاجان جدید قا بل قبول وبسیار پذیرفتنی شده بودندوبعد قرارداد های جدید، از بکار بردن کلمات کفر وکمونیست در مورد روسها اکیداء جلوگیری شد.
دۍ دشمالي ټلوالي نه مننه کوي ،چي دوي ئې د روسانو د غلامې نه خلاص کړل اوخپله ئې د غلامې کړۍ غاړي ته واچول اونه يوازي دغه د مشقت نه ډکه دنده ئې پرخپله غاړه واخستله بلکی روساونو ته د کفر او کمونست د ويلو نه ئې هم مخنيوې وکی .نوموړې ښاغلي داسي يوه انديښنه ښيي:

با وجود تجارب جهانیان در مورد بقای دوامدار امریکاییها در جاپان، کوریای جنوبی ،آلمان وسایر کشور های اروپایی، امریکای مرکزی وجنوبی، شرق میانه و افریقا ،بامدتی بیشتر از 50 سال ، با وجودی که آن کشور ها به هیچ وجه بآن ضرورت ندارند ولی قطعات عسکری ودولت مربوطهء شان بآن مناطق ستراتژیک ومهم ضرورت دارند، آیا تضمینی وجود داردکه هر وقتی مردم ما خودرا بی نیاز از موجودیت این نیروها احساس کنند وتقاضای خروج آنها را نمایند ، مقاومتی صورت نخواهد گرفت ومخالفتهای مسالمت آمیز مردم بخاک وخون کشانیده نخواهدشد.
تشویش پیدا میشود که آیا ما با این نوع دوستی های نظامی برای خود مشکلات خلق نمیکنیم؟، با موجودیت نیروهای نظامی تا دندان مسلح ابر قدرت جهان آیا ما خود قدرت تصمیمگیری در مسایل سر نوشت ساز داخلی ومحیط ما حول مان را خواهیم داشت ؟، ما صاحب حاکمیت ملی واستقلال اراده خواهیم بود ؟

په نوموړو یادو سوؤ هیوادونوکي خو هیڅ دهغه هیواد خلګو او حکومتونو ددغو اډو د وتلو غوښتنه نه ده کړې .دا دامانا لري چي نوموړی اډې ددغو هیوادونو د خلګو په ګټه دي .که داسي نه وای نو هغوي به په دې اړوندپراخ احتجاجونه کړي وای ،چي داسي نه دي سوي .اما د نوموړي لیکونکي زړه ډیر ورته تنګ دی ،چي دغه پوځي اډې ولي د نوموړو هیوادونو نه نه وزي .د نوموړو هیوادونو خلګو هرومرو په امریکائي پوځي اډو کي ګټه لیدلې ده او خپل پر مختګ د دغو ۵۰ کلنو همکاریو پایله بولي.دغه ښاغلې هم په اخر کی په دې ټکي اعتراف کوي ،چي په افغانستان کي پخوا هیڅکله هم داسي ډیموکراسي نه وه لکه اوس چي ده .او ډیموکراسي د هر هیواد دودي اصلي محرک ده.
بی نیاز از تذکر است که هر انسان آزادی دوست ، مترقی ودموکرات ، جنگ وستیزه جویی افرطیون بظاهر مذهبی را علیه حاکمیت فعلی نباید تایید کند، برعکس از هر اقدام وتلاشی در راه دموکراسی، تأمین آزادیهای سیاسی وفردی مفید بحال مردم، از باز سازی ونو سازی، از مبارزه علیه ظلم وفساد، از پیروزی حاکمیت نظم وقانون وختم زورگویی ، خودسری، مردم آزاری، باجگیری وجریمه کردنهای شخصی و خلع سلاح همه گروها وباند های تبهکار باید حمایت وپشتیبانی صورت گیرد.
ځینی کسان خوبیله دې چي د حکومت د لوړ پوړیو چارواکو خبري په پام کي ونیسي دومره بد نظر لري چی د ځانه داسي حکم کوي :
از قراين چنين معلوم ميشود که حکومت کنونی افغانستان که موجوديت خود را مرهون حضور نظامی ايالات متحده ميداند، کوشش دارد تا مسئله را به پارالمان کشور محول نسازد و آنرا قبل از تثبيت نمايندگان پارلمان، توسط يک جلسه يا در بهترين حالت طی يک لويه جرگهء فرمايشی شکلآ قانونيت بخشد.
حال دا ،چي لوړپوړو حکومتي چارواکو په وار وار ویلي دي ،چي په دي هکله پریکړه به هرو مرو راتلونکي منتخب پارلمان کوي.
یوبل ښاغلۍ بیا وایې :
امريکا يي چارواکي دا ادعا کوې چي دوي په کورنۍ جگړه کښې دښکيل يوه اړخ سره دنظامي او سياسي مرستو په تر سره کولو سره غوښتل افغانستان دپخوانې شوروې له تاثيراتو او تعرض نه په امان کي وساتي ،افغان ولس ته دمنلو وړ ځکه نده که دافغانستان دسياسي او اقتصادي اړيکو تاريخ په ځير او بيطرفۍ سره مطالعه کړو امريکا يي چارواکي وه چي دخپل دا شان تنگ نظره سياست دپلي کيدو په اساس چي افغانستان ديوه مستقل هيواد په توگه بايد يوازي له امريکا او يابل هغه هيواد سره چي امريکا يي غواړي بهرنۍ اقتصادي او سياسي اړيکي ولري اوبس ،که چيري دافغانستان چارواکو پدغه شان اړيکو کي يوه اندازه دهيواد ملي گټي په نظر کي نيولو سره دنړۍ دنوروهيهوادو سره دروابطو دټينگولو تکل کړۍ سمدستي دامريکا يي چارواکو له طرفه ويل کيده چي افغانستان دشوروي تر نفوذ لاندي دۍ اونه غواړي په اصطلاح دازاد بازارلرونکو هيوادو سره اړيکي ونيسي
که یو ځل د سړې جګړې وخت ته نظر واچول سې ،نو په هغه وخت کي اړیکي داسي وې، چا چي به د امریکا د متحدو ایالتونو نه مرستي تر لاسه کولې بیا نو شورویانو هیڅکله د هغه هیواد سره مرسته نه کول .همدغه رنګه هغه هیواد چي شوروي ته به ئې تمایل درلود نو بیا به امریکایانو د هغه سره مرستي ته زړه نه ښه کاوه .شوروي اتحاد هم هیڅکله د پاکستان سره مرستی ته زړه نه ښه کاوه اودا دهغه وخت یو معمول وؤ.زما له آنده د هغه وخت د حکومتونویوه تیر وتنه دا وه ،چي دوی دا «بې پري توب » ونه سوای کړلای دافغانستان د ابادې لپاره د هیڅ یوه پر مختللي هیوادنه مرسته او همکاري تر لاسه کړي .خو په ټوله نړۍ کي داسي یو هیواد هم نسته چی د روسانو سره په دوستي کي ئې کومي ودي او پرمختیا ته لاس رسې پیداکړی و اوسي ،ولي د غربي هیوادونو سره ئې بیلګې ډیري دي .له بله پلوه زما په آند بې پرې توب اصلاْ خپله هدف نه دی او نه کوم څه هیوادونو ته ورکولای سي .اصلي موخه داده ،چي د سمو پالیسیو په انتخابولو سره باید داسي شرایط رامنځ ته سي ،چي هغه د هیواد داقتصادي،تخنیکي او کلتوري ودي سره مرسته وکړي .ولي زموږ دغه د «بې پرې توب » سیاست زموږ د هر اړخیزي ودي په مخ کي یو خنډ وه .ولي ددې نه په هیڅ صورت زما منظور دانه دې ،چي موږ باید پر نورو تیرې وکړو او یا دوستانه اړیکي ورسره ونه لرو.بلکی د پر مختللي یوه غښتلی هیوادد دریځ نه موږ کولای سود نورو هیوادونو سره لا ګټوري او پر درناوي ولاړي اړیکي ولرو .دا به هرومرو د ټولو افغانانو لپاره خواشینونکي وه ،چي په افغاني پاسپورټ هیڅ یوه هیواد افغانانو ته ویزه نه ورکول ،دغه وه د شورویانو سره د دوستۍ ګټه ،خو زه فکر نه کوم د داسي یوه هیواد خلګو ته ،چي دامریکایانو سره دوستي لري ،څوک دي داسي سپکاوې وکړي .
اونوموړي ښاغلې بیاوړاندي وایې :
غربي هغو هيوادوکوم چي دامريکا سره يې ښي اړيکي لرلې هم دافغانستان په اړوند دامريکا دخوښې سياست پلۍ کاوه . دا سې په سلهاونور مثالونه تاريخ پيژني چي افغانستان دامريکا او غربي اروپادهيوادو دغلط سياست په پايله کي دشوروي په لور ور ټيل وهل شوۍ دۍ او بل عکس له پاکستان څخه بيدريغه ملاتړ او دهغوي سره تر اوسه پوري نظامي او اقتصادي مرستي رواني دي .
کله چي په هيواد کي په ۱۳۵۷کال دثور دنظامي وسلوال پاڅون په پايله کي قدرت شوروي پلوه سياسي گوند ته ورسيد بيله دينه چي امريکا ددغه گوند سره دسياسي او اقتصادي ښو اړيکو دټينگولو په منظور تکل وکړي د پاکستان له لاري يو ځل بيا هغه ډله را فعاله کړه شوه کوم چي دداؤدخان په مقابل کښي يې کارولې وه ،((دآي اس آي)) پر لاس دامريکا دټولو استخباراتي شبکو په مشور او ملا تړ دجوزا په مياشت کي چي رژيم لا مکمل کارمندان په ټولو دولتي ادارو کي نه وه گمارلي ددولت پر ضد پدي نامه چي اسلام په خطر کي دۍ دنالوستو خلکو په وسله سمباليدلو او هغوي دنوې حاکيميت پر ضد وسلوالو حملو ته وهڅول شول ،په پاکستان کي کمپونه جوړ شول له امريکا نيولي د ځينو عربي او اروپايي هيوادو په شمول په پاکستان او ايران کښي کمپونو ته دپيسو ،وسلو راليږل شروع شوه اوه اسلامي تنظيمونه په پاکستان او نهه په ايران کي جوړ شول او داسلام په خطر کي دۍ تر نامه لاندي په افغانستان کي دشوروي دنفوذ دمخنيوۍي په خاطر دولتي ترورشروع شو
.
زه چي ګورم دغه ښاغلي یا د هغه وخت د پیښو نه خبر نه دی او یاپر هغو باندي سترګي پټوي.پاکستان خودخپل جوړښت نه دافغانستان مخالفي ډلي اوټپلي د افغانستان دویجاړی لپاره روزلي خوامریکااو نورو اروپائي او عربي هیوادونو هغه وخت دافغاني مجاهدینو او تنظیمونو سره مرستي پیل کړې چي روسانو پر افغانستان یرغل وکړ او دافغاني مجاهدینو لپاره شعار «د اسلام په خطر کي دی » وؤ، خو دغربی هیوادونو لپاره د کمونیزم لخوا دپوځي پراختیا غوښتني خطر وؤ .ځکه نو ټولي نړۍ د هغه دمخنیوي لپاره لاسونه سره یو کړل او دادې بریالي هم سول خو روسانوهم موږ او هم ځانونه بر باد کړل .بله خبره دا چی د۱۳۵۷کال کودتا نه وروسته د امریکا د متحدو ایالتونو لخوا څوڅو ځلي د افغانستان او د امریکا د متحدو ایلتونو تر مینځ د اړیکو د ښه کیدو په خاطر هلي ځلي وسوې ،چي د امریکا د متحدو ایالتونو د هغه وخت سفیر ۱۴ ځله د حفیظ الله امین سره کتلي وه ،خو روسان په دې بریالي سول ،چی د خپلو اجنټانو او مزدورانو په وسیله د امریکا د متحدو ایالتونودسفیر ډابس په ترورسره ددغه اړیکو د ښه کیدو مخه ونیسي .دې کولای سي په دې هکله د زیاتو مالوماتو د لاسته راوړلو په خاطر دغه کتاب ته ،چی په آخر کی ئی نوم لیکل سویدی ،مراجعه وکړي .بله هیله مي داده چي ښاغلي د اصطلاحاتو په کارولو کي یوه اندازه ددقت نه کار واخلي او هر څه ته دولتي تروریزم ونه وائي ،ځکه چي هغه بیله مانا لري .دې دغه راز وایی
سره بيره پردې چي هر باسيواده او نالوستۍ افغان پدي ښه پوهيږې چي همدا اوس هم ټول بدمرغي زموږ هيواد ته دپاکستان او ايران له لورې متوجه ده . همدا په افغانستان کي دجنگ جگړې او ترورستانو دشتوالي برکت دي چي پاکستان هرڅه مادي او مالي امکانات تر لاسه کوي
دا خبره خو سمه ،چي روسیه هم بایدورسره یاده سي .دۍ بیا وائي :
دهر سالم عقل خاوند پدي ښه پوهيږي چي اوس دغه اوبه چي چا خړې کړې دي بايد دهغو په مرسته صافي شي دغه اوسنۍ نيم بنده حالت دبهرنيانو دوسلوال شتون برکت دې ،مگر ددي برکت نه داستفادي شکل بايدفرق ولرې
دې دابرکت مني خو د اهغه نه د استفادې شکل بل ډول غواړي خو دغه بل ډول بیانه ښیی ،چي څنګه ؟دې دغه رازوایې :
په افغانستان کې دبهرنيو وسله والو پو ځونو موجوديت ،څه امريکايې او څه ائتلافي ځواکونه دواړه وسله وال ځواکونه دي او له يوې چينې نه اوبه څښي چي نوم يې دناټو نظامي پکټ يا سازمان دۍ ، دوي دافغان ولس په غوښتنه او بل فعل اراده ندي راغلي ،که دملگرو ملتو دسازمان دامنيت شورا دا پريکړه کړي ده هغه بيا هم يو جانبه ده، ځکه دداشان پريکړي وړانديز کوونکۍ افغان ولس او ياد هغوي قانوني استازۍ ندی،دبشر دحقوقو په اعلاميه کي هيڅ يو هيواد ته پر بل هيواد دوسله وال تيري حق په هر منظور چي وي بيله دهغه هيواد دخلکو او يا حکومت دغوښتني او اجازي نه ندي ورکړه شوۍ . ولي متاسفانه اوس دامنيت شورا او ملگرو ملتو سازمان چي کاملا دنړۍ سوپر پاور تر تاثير او اغيزي لاندي دۍ دا واک تر لاسه کړۍ کله چي د امريکا زړه وغواړي او يا دهغوي اقتصادي گټي له خطر سره مخامخ کيږي دامنيت شورا دغړو هيوادو سره ديو سياسي معاملي پر اساس پر بل هيواد دوسلوال تيري حق تر لاسه کوې ،بيله دينه چي ددغه معلول عيلتونه او انگيزي چي بايد وسلواله مداخله وشي ؟ بيطرفانه وڅيړل شي . دا هر چا ته څرگنده ده چي هيڅ ملت پردۍ او نا بللۍ نظامي ميلمه نه خوښوې . افغانان هم له دغه امر نه ځانگړې نشي مطالعه کيداي
دې د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت د شورا نه هم نا خوښې بریښي او نیوکه کوي چي ناټو او امریکائي ځواکونه د افغانستان د خلګو او یا حکومت له خوا نه دي رابلل سوي او د امنیت شورا هر وخت د امریکا سره معامله کوي او غوښتنی ئې مني ،خو دې لکه چي نه دی خبر چي د ملګروملتونو د امنیت شورا پر اعراق باندي امریکا پوځي برید د هیڅ ډول معاملې په پایله کي هم تائید نه کړ او هغه ئې تر اخره وغندی.اوبل د طالبانو په وخت خو حالت داسي وؤ ،چي د خلګو ږغونه په ستوني کي خپه سوي، نوهغو څرنګه د یو شي غوښتنه کولای سوای. داسي هم ښکاري ،چي دده لپاره د طالبانو رژیم تر اوسني ډیر د منلو وړ وؤ.
دغه رنګه وړاندي دې لیکي :
دافغانستان دولسمشر امريکاته ددا وروستي سفر پدي نامه چي افتخارې ديپلومونه ترلاسه کوي پايلو دا وښودل چي هدف دديپلومو تر لاسه کول نهوه بلکه دامريکا دولس مشر سره دليدنې کتنې په پاي کښې دداشان يو سند لاسليک چي اوس يې ځينې پرنوم نه سره جوړيږې يو شمير يې اعلاميه او مطبوعات يې په فارسي ژبه پيمان او په پښتو دتړون نوم ورکړه شوې دۍ ،خير دا مهمه نده چي دا سند کوم نوم لرې ارزښتناکه دا ده چي دا سند په بيسارې ديپوماتيکو ادبياتو او جملو ليکل شوۍ دۍ او بايد پارلمان ته وړاندي شي ،جلبه که دا يوه عادي اعلاميه وي پارلمان ته دهغي دوړاندي کيدو او دهغو لخوا دتصويب اړينه په څه کي ده؟
زه دې جملوته د ځواب ویلو نه عاجز یم،خو دومره وایم ،چي ددغه سند رسمي نوم ګډه اعلامیه دی او هیڅګله هغه ته باید تړون ونه ویل سي.هلته په څرګنده ویل سویدي چي په بیلابیلو برخو کي تړونونه به بیل لاسلیک کیږي .
وړاندي په یوه بله برخه ړې وایي :
او لبلې خوا دښاغلې کرزی وړانديزونو ته داسي ځواب ويل شوۍ چي ښاغلۍ کرزۍ دهغه نه دخپلاعتبار دساتلو په منظور او امريکا دخپلو پلانونو دپلې کولو په اړوند گټه ځينې اخيستلاي شي .
خو له بده مرغه دی هغو ته ګوته نه نیسي ،ځکه نو زه نه پوهیږم چي دده په زړه کي به څه وي بیا ئې هم د ځواب ویلو نه عاجز یم .خو دا لاندي څرګندوني ئې بیا ډیری په زړه پوري دي :
مطلق اکثريت
دامريکايانو ددايمي اډو دجوړيدو سره مخالفت ښکاره کوې او پدي عقيده دي چي دافغانستان عنعنوي بېطرفۍ سياست چي په راوروسته کي يې بيا د1955کال راپدي خوا دنړۍ دبيطرفو هيوادودسازمان دجوړونکي په توگه ساتلۍ دې نور هم وساتي .
ځکه په هر هيواد کي دبل هيواد دنظامي اډوموجوديت دهغه هيواد دسياسي استقلال رنگ پيکه کوې او تر تهديدلاندي يې راولي
.
خبره داده چي هر څوک اوس د خلګو پر مطلق اکثریت تکیه کوي ،خو دا بیوزلی خلګ د ځانه خبر نه دي چي دوی ئې په استازي توب خبري کوي .له بله پلوه تر اوسه پوري هیڅ ډول ریفرنډوم اوآن نظر پوښتنه هم نه ده سوې ،نو ددې مطلق اکثریت نظر بیا څنګه چا ته معلوم سو؟ ځکه مي نو هغه په سره رنګ نښانی کی .له بله پلوه آیا په المان ،جاپان ،کوریا ،ترکیه او نورو هیوادونو کي چي د امریکا او ناټو پوځي اډې شتون لرې ،د سیاسي استقلال رنګ ئې پیکه سوی دی او موږ تر هغو ښه خپلواکه یو؟ آیا ددوی خلګ د خپل هیواد د خپلواکۍ سره مینه نه لري ؟ زما له نظره د نوموړو هیوادونو خلګ زموږ له خلګو نه ډیر د سواد د نعمت نه برخمن دي او زموږ تر خلګو ښه کولای سي خپل خېر او شر سره بیل کړي . داچي ددې اډو سره مخالفت نه کوي ،حتماْ ددوی په ګټه دي .راځې چي د خلګو په سترګو کي خاوري وانه چوؤ !
راځې چي دې لاندي ټکو ته هم کتنه وکړو :

کيداي شي افغانستان دکوچني وسله وال پوځ په لرلو سره په منطقه کښي دسويس له مثال نه په استفادي سره دملگرو ملتو دځانگړي پريکړي او نړيوال تظمين پر اساس ديو بيطرفه هيواد په توگه اعلان او په رسميت وپيژندل شي او دملگرو ملتو دامنيت دشورا دتظمين پر اساسدهمسايه هيوادو سره داسي يو پروتوکول لاسليک شي چي دهغه پر اساس زموږ په خاوره کي دبيگانهو دهر ډول لاس وهني مخه ونيسي .
دګاونډیو هیوادونوسره خوموږ د پولي ستونزی لرو ،خو د هغو د هوارولو په خاطر څه نه دي ویلي نو دداسي تړونونو لاسلیک کول ستونزمن بریښي ،د بله پلوه دا به ستونزمن وي چي د پټو لاسوهنو مخنیوی دي د ګاونډیانوسره د پروتوکول د لاسلیک له لاري وسي .
دغه رازلاندي ټکي هم د مکث وړ دي :

دا چي ځيني فکر کوي چي دامريکا دوسلوالو قواو دايمي شتون زموږ په هيواد کي ددايمي سولي ضامن دۍ او يا به دهمسايگانو دمداخلو مخه ونيسې ورځنيو پيښو رد کړي ده . په جلال اباد کي دخونړيو مظاهرو شاته څوک وه ؟ همدا اوس دهيواد په زياتو سيمو کي دکابل په شمول نا ارامي او گډوډۍ دچا لخوا حمايه کيږي وسلواله مبارزه بيله وسلې نشي کيداي او دا چي همدا اوس ددولت مخالفين وسله استعمالوې دکومه کيږي ؟ فکر نه کوم چي دوي دې په کورو کې متوليدوې؟ ايران چي دامريکا سره اختلاف لري دمذهبي او ژبنيو اړيکو څخه په استيفادې سره دوه مخيزه سياست چلوې له يوي خوا دافغانستان سره درسمي کانالو له لاري اقتصادي مرستي کوې او له بلي خوا تر اوسه پورې په خپل ټول توان هڅه کوې امريکا په افغانستان کي مصروفه وساتي
دده له نظره د امریکا د متحدو ایالتونو سره د افغانستان ستراتیژیکي همکاری د ګاونډیانو د لاسوهنو د مخنیوي او تل پاتی سولي سره مرسته نه سي کولای .دلیل هم د څواونیو مخکي د جلال اباد او نورو ښارونو خونړې پیښي یادوي .دغه راز دا هم وائي ،چي ایران غواړي امریکا په افغانستان کي مصروف وساتي .زه به په ځواب کي ورته ووایم ،چي خدای دي دهغه حاله وساته ،چي د امریکا او نړېوالي ټولني ملا تړ راسره نه وي .په هغه وخت به دا ستونزه په دوؤ درو ورځو کي نه وای هواره سوي او دغه خونړې مظاهرې به په لویو ګډوډیواو پاڅونونواوښتي وای .
اوبل ځای بیا وایي :


پدي منظور ښاغلي کزري صاحب دثور په اتلسمه دپخوانۍ لوي جرگي دغړوپه گډون يوه غونډه چي بيا ورته دمشورتي غونډي نوم ورکړه شو راوبلل ددي مسلي په هکله پريکړه دراتلونکي پارلمان دنده وبلل شوه او يو شمير زياتو يي دامريکا ددايمي وسلوال شتون سره مخالفت وکړ
دې خپله هم ددی پریکړي په هکله دحکومت دډ یموکراتیک حل یادونه کوي خو دا خبره ئې بیخي سمه نه ده چی زیات شمیر ئې مخالفت وکړ .
په بله برخه کي بیا وایې :
زموږ دهيواد ديرش کلن تاريخ او تر هغه پخوا تاريخي پيښو دا ثابته کړيده چي په افغانستان کي لکه په بل هر هيواد کښي دموکراسې او عدالت دټوپک او ټانک په زور نشي راتلاي
زه خو بیخي ددې خبري په مفهوم پوه نه سوم .دده مقصد دادی ،چي روسان هم دډیموکراسې د پلي کولولپاره راغلي وه که د افغانستان د خلګ ډیموکراټیک ګوند د ډیموکراسی د راوستلو لپاره کودتا وکړه او په زوره ئې په خلګو ډیموکراسي منل او که د مجاهدینو تر مینځ د ډیموکراسي د پلي کولو پر سر وه او یا طالبانو د ډیموکراسي ډیر لیوال وه ؟
اوس به راسو یویو بل ښاغلي ته چي وایې :
زموږ دولتي مشران هم په دې اړه دامريکا د دايمي پوځي اډو پر ضرورت باندي داسي خبري کوي چې ګواکي بس همدا يوکار پاتي دی چې هغه هم بايد په ډېره بېړه او چټکۍ سره ان مخکي تر دې چي د خلکو ټاکلی پارلمان وټاکل سي اويا پردې ملي او حياتي مسئلې باندي خبري او ملي پرېکړي وسي، هغه دي ځاي پر ځاي نهايې او غوره وبلل سي!
ما خو تر اوسه پوري د هیڅ یوه رسمي لوړ پوړی چارواکي نه دا خبره نه اوریدلې ،چي د دې ملي او حیاتي مسئلې په هکله ځای پر ځای نهایي پریکړه وسي او غوره وبلل سي .خو زما له نظره هم په دې هکله باید پراخي او هر اړخیزي خبري وسي ،تر څو ټول خلګ ددې مسئلې په واقعیت پوه سي .
دې داراز وایي :

ددې هېواد پاي به دداسي دائمي پوځي اډو په موجوديت او دسيمي په دې ښور ماښور کې کې څه کيږي ؟ زموږ خپلواکي، زموږ ملي هويت، زموږ د هېوادعنعنوي او دوديز ناپيېلی کرکټر، زموږ بډاي افغاني او اسلامي کلتور او زموږ داولادو سرنوشت به د چا په ګرو کې ايښودل کيږي او دهغه راتلونکي به څه وي؟ ايا زموږ مجاهد او خپلواک افغان ولس به ددې پوځي اډو په موجوديت کې به دې هېواد ته ددې نه باد دربسته اشغال ووايې او که بې چون وچرا مرييتوب؟ او که دواړ.
زما له نظره ددې هیواد پای به هم د نوروهغو هیوادونو د خلګو غوندي وي ،چیري چي دغه ډول همکاري شته دي .دا به د خلګو لویه نیکمرغي وي ،چي سوکاله ژوند ،ټیکاو او اذاده مدني ټولنه ولري .زموږ مجاهد اولس د جګړې نه ډیر ستړې سویدې نور سوله او آرام ژوند غواړي او په دې هم پوه دي ،چي هیڅکله مریې سوي نه دي او په راتلونکي کي به هم نه سي .
دغه ښاغلې وړاندي وایې :
که امريکايان واقعاً غواړی چې موږ افغانان دبهرنيو لاسوهنو نه خوندی وساتی اومرسته را سره وکړي نو ښه به داوي چې په لومړی سر کې زموږ ملی حاکميت ، ځمکنۍ بشپړتيا او ملی خپلواکی را تضمين کړی

که دي د افغانستان او د امریکا دمتحدو ایالتونو تر مینځ ګډه اعلامیه وګوري ،هلته دا تضمین ورکړه سویدی .
وړاندي بیا دې هم د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي رول ته ګوته نیسي او وایې :
داسي فکر کيږي چې که د امريکا لخوا په صداقت سره داسي خبره اوپه نړيواله کچه تضمين ورکړل سي نو بيا به ټول ګاونډيان پر خپل ځای باندي کښېنیي٠
خوپه بل ځای کي بیاداسي وایې :
هيڅ يو هيواد نسي کولاي
د خپلو ګاونډيانو سره دلړزاني دوستۍ مزي دنور ځبر ځواکونو په پوځې مرستو او پکټوکي تأمين او يا ټينګي کړي

. خو زه دده سره موافق نه یم . که موږ وګورو د بالتیک د سمندر ګي د غاړي هیوادونو لیتوانیا لاتوییا او
استونیا،همداراز ګرجستان ،اکراین او پخوانیو سوسیالستي هیوادونو د روسیې د بیا ممکن یرغل نه د ساتني په خاطر ئې د ناټو غړیتوب تر لاسه کړ او یا هڅي ورته کوي او همداراز د اروپائي اتحادیې په چوکاټ او د امریکا دمتحدو ایالتونو سره د ستراتیژیکي همکاریو په ترځ کي ځان امن احساسوي .زه ګمان کوم ددغو هیوادونو خلګ ټول لوستي دي اوزموږ تر یو شمیر روڼ آندو ښه کولای سي خپل ښه او بد سره بیل کړي .
خودې بالاخره دی ددغه ستراتیژیکي دوستې پر ارزښت اعتراف کوي او وائي :
نن زموږ هېواد د ټولو هېوادو سره او په خاص ډول د نړی زبر ځواک متحده ايالاتو ودوستۍ او مرستي ته اړ دی . دا ځکه چې د يوه زبر اقتصادي، پوځي،صنعتي او متمدن هېواد په حيث د امريکا د متحده ايالاتو سره د افغانانو استراتژيکه دوستي به شايد زموږ د ملي ګټو سره سمون وخوري . افغانان واقعاً بايد نور داسي تلاښ ونکړي چې دهيوادونو ددوستۍ څخه ځان تجريد او د هغوي د مرستو نه ځان محروم کړي خو افغانان هميشه پر دې خبري تأکيد کوي چې داستراتژيکي دوستۍ معني بايد استراتژيک پوځي اشغال نه وي . وطنپالنه بايد دا هم نه وي چې په ټوله نړۍ کې خپل هېواد منحل کړي
زه دده ددغو ټولو خبرو سره موافق یم اودا دده د وطن سره مینه او زړه سوې ښیي .موږ باید هیڅکله خپل هیواد په نورو کي منحل نه کړو ،خو د هغه د ابادی لپاره د ټولو مشروع لارو نه کار واخلو .
دی بیازیاتوي اووایې :
زموږ خلګ دامريکا سره دوستي او دهغوي هر اړخيزه مرسته ځانته هم يو حياتي ضرورت او هم د هغوي اخلاقي دنده بولي چې زموږ څخه يې و نه سپموي .
زما له نظره هم نه یوازی امریکا بلکی اروپائی او بډای عربی هیوادونه هم د افغانستان په وړاندی انسانی او اخلاقی دنده لری ،چی له افغانانو سره مرسته وکړی .
موږ باید ددی ارزښتناکه مسئلی د ارزولو په وخت کی زموږ د هیواد اقتصاد،تخنیک او کلتور ته او همداراز سیاسی او پوځی ټیکاو ته د هغه ګټی او زیان په ګوته کړو ،تر دی چی بحث پر عمومی خبرو کوؤ.هیله من یم په دی هکله بحثونه نور هم دوام پیداکړی .
ما د امانت کاری په خاطر دنوموړو ښاغلو لیکوالو نقل قولونه ټکی په ټکی را وړی او په شنه رنګ می بیل کړی دی ،چی ګران لوستونکی هغه په ښه ډول بیل کړای سی

په درنښت


کشتمند او کارمل دتاریخ په تله کی ۲۹پاڼه د ښاغلی شهسوار سنګروال لیکنه