محاسن الاسلام (۳۱ ) برخه « حقوق الوالدين » .
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
بسم الله الرحمن الرحيم ، نحمده ونصلي علی رسوله الکريم .
ځما محترمو اسلامي وروڼو ! د اسلام د مقدس دين له امتيازاتو ، ښيګڼو او محاسنو څخه يوه ستره ښېګڼه داده چي په اسلام کښي د مور او د پلار و ارزښت ته او ددوۍ و حقوقو ته د دوۍ پر اولادو باندي په ډيره لوړه کچه پاملرنه سوېده ، اسلام و والدينو ته ځانګړئ امتياز ورکړئ دئ او د دوۍ حقوق يې د فطرت له مقتضا سره سم مشخص کړيدي ، چي شرحه او بيان يې په دې ډول دئ :
اول : د مور او پلار خدمت پر اولاد باندي په هغه صورت کښي د اسلام له نظره فرض دئ چي دوۍ دواړه يا يو له دوۍ څخه د اولاد و خدمت ته اړتيا ولري .
دوهم : دوالدينو د امر اطاعت په هغه صورت کښي چي له اسلامي مقرراتو سره مخالفت ونلري پر اولاد باندي فرض عين دئ .
دريم : د الله جل جلاله رضا اسلام د والدينو په رضا کښي مندرجه بللې ده ، لکه چي د اسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم ) په يوه مبارک حديث کښي ( چي په فردوس الأخبار کښي يې روايت سوئ دئ ) فرمايلي دي چي رضا د الله جل جلاله په رضااو په خوشحالي کښي د پلار اومور ده او ناراضي د الله ( جل جلاله ) په ناراضي کښي ددوۍ دواړو ده ( يعني که مور او پلار له کوم ځوۍ يا لور څخه راضي ؤ نو الله پاک هم له هغه څخه راضي کيږي ، او له کوم ځوۍ يا لور څخه چي پلار او مور ناراضه وي نو الله پاک هم له هغه څخه ناراضه دئ .
څلرم : اسلام و خلګو ته دا تعليم او درس ورکړئ دئ چي هر څوک چي پلار او مور له خپل ځان څخه راضي او خوشحاله ولري نو د دنيا او آخرت ښيګڼي او نيکبختۍ بې په برخه سي ، لکه چي دا د هغه مبارک حديث مضمون دئ کوم چي په « رياض الناصحين » کښي يې ذکر راغلئ دئ
پنځم : د والدينو په باره کښي اسلام و خلګو ته داخبره په ډاګه کړېده چي د والدينو نافرماني يوه داسي خطرناکه ګناه ده چي نسبت ونورو ګناؤ ته يې يو غټ امتياز دادئ چي سره له اخروي عذابه يې په دنيا کښي هم په حتمي ډول ونافرمانه ځوۍ او لور ته د مور او د پلار د نافرمانۍ سزا او جزا ورکړه کيږي ، نور ګناهونه په دې ډول ندي ، لکه چي د اسلام پيغمبر (ص) په يوه مبارک حديث کښي ( کوم چي مذکور کتاب يې روايت کړئ دئ ) فرمايلي دي چي دوې ګناوي داسي ګناوي دي چي هيڅ سړئ له دنيا څخه تر هغه پوري نه ځي تر څو چي ددغو دوو ګناؤ په دنيا کښي وده ته جزا او سزا نه وي رسيدلې ، چي يوه له دغو دوو ګناؤ څخه ظلم کول دي پر بندګانو د الله ( جل جلاله ) باندي او دوهمه له دغو دوو ګناؤ څخه ازرده کول د مور او پلار دي ، اوپه نورو ګناؤ کښي دا احتمال هم سته چي الله پاک يې عفوه کړي او يا يې عذاب د آخرت تر ورځي پوري وځنډوي .
شپږم : د اسلام مقدس دين دمور او د پلار نافرماني تر شرک او کفر رالاندي په دوهمه درجه کښي ګناه او جرم بللې ده ، لکه چي د اسلام پيغمبر په يوه مبارک حديث کښي ( کوم چي مشهور او په معتبرو کتابو کښي يې روايت سوئ دئ ) فرمايلي دي : « ان من أکبر الکبائر الاشراک بالله و عقوق الوالدين » .
اوم : امام غزالي ( رحمه الله ) فرمايلي دي چي ادب د ځوۍ له مور او پلار سره دادئ چي هر څه چي دوۍ وايي نو په ډير غور او په ښه توګه د دوۍ و خبرو ته غوږ نيسي او اوري يې اود دوۍ له حضور څخه بې عذره و يو ځائ ته نه ځي او هر څه حکم چي مور او پلار ورته وکړي ( په دې شرط چي په هغه کښي شرعي مخالفت نه وي ) نو په هغه حکم عمل کوي او خپل اواز په خبرو کښي د والدينو پر صوت او اواز باندي نه لوړوي ، او کله چي مور او پلار وده ته ورږغ کړي نو په تلوار سره لبيکَ ورته وايي او د دوۍ دواړو پر رضامندي او خوشحالي باندي حرصناک وي او د دوۍ په حضور کښي متواضع او عاجزي کونکئ وي ، او کوم مراعات او لحاظ چي د مور او پلار کوي د هغه په سبب پر دۍ باندي منت او احسان نه اچوي ، او و دوۍ ته په شوخ چشمي سره نه ګوري ، او د دوۍ په حضور کښي په تندي کښي ترشوالئ او ګونجي نه پيدا کوي ، او بېله اجازې د دوۍ څخه په سفر نه ځي .
محترمو وروڼو د « مشت نمونهء خروار » په ډول مي د والدينو د حقوقو په باب دغه بيان درته عرض کړ ، مکمل تفصيل به انشآءالله په راتلونکو برخو کښي درته راسي .
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .