حج او مقامات مقدسه ( ۳ ) برخه «حجر اسود » .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 29652
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
دخبریدو نیټه : 2009-10-03

حج او مقامات مقدسه ( ۳ ) برخه   «حجر اسود »  .
بسم الله الرحمن الرحيم  .
محترمو وروڼو په  تېره برخه کښي مي د حجرأسود د فضيلت او د څرنګوالي په باب يوه برخه معلوماتونه درکړل په دې باره کښي ځيني نور معلوماتونه درکوم  .
په « اخبارمکه » کښي او په « مستدرک » د حاکم کښي او په « فتح الباري » کښي دا روايت ذکر سوئ دئ چي کله چي ابراهيم (عليه السلام ) د کعبې شريفي بنا کوله او ديوالونه يې يو څه پورته سول ، نو اسماعيل (ع) هغه ډبره چي اوس موږ مقام ابراهيم ورته وايو وده مبارک ته رانژدې کړه نو حضرت ابراهيم (ع) به پر دغه ډبره باندي دريدئ او د کعبې شريفي بنا بې کوله او اسماعيل (ع) به دغه ډبره له ده مبارک سره په جريان د بنا کښي له يوه ځايه و بل ځائ ته نقل کوله تر څوچي ابراهيم (ع)  دحجر أسود وځائ ته ورسيدئ  ، نو يې واسماعيل (ع) ته وويل چي د يوې ډبري تلاش راته وکړه چي په دغه ځائ کښي يې کښيږدم ، ددې دپاره چي خلګولره د طواف د پيل او شروع علامه سي او له همدغي ډبري څخه ابتدا د طواف کوي    ، نو اسماعيل (ع) د همداسي ډبري د راوړلو دپاره ولاړئ  ، کله چي دَئ بيرته راتلئ نو حضرت جبريل  (ع ) و ابراهيم (ع) ته د حجر أسود ډبره راوړې وه   .
دغه ډبره د حجر اسود الله جل جلاله   د أبوقبيس و غره ته هغه مهال امانت سپارلې وه چي د نوح ( عليه السلام ) په زمانه کښي الله پاک مځکه په طوفان سره غرقه کړه  ، او وجبل أبوقبيس ته  يې ( يعني په وخت د سپارلو کښي ددغي ډبري  ) داسي فرمايلي ؤ چي کله چي ته ځما خليل ووينې چي ځما د بيتې بنا کوي نو دغه ډبره ورته راوباسه  .
اسماعيل (ع) چي کله د خپل پلار په لاس کښي دغه ډبره وليدله نو يې ورته وويل چي اې بابکه دا ډبره دي له څه وه  ؟ ابراهيم () ورته وفرمايل چي دا ډبره و ماته جبريل (ع) رواړله  ، بيا جبريل (ع) دغه د حجر أسود ډبر  ه په خپل ځائ کي کيښودله او ابراهيم (ع)  د کعبې شريفي پاته بنا باندي وکړه ، په دغه وخت کښي د سخت سپينوالي په وجه دغه حجر أسود مبارک ډير سخت ځليدئ چي شرق او غرب ، يمن او شام يې ټول روښانه وګرځول  او دارنګه دده نور ټول حرم روښانه کړ    .
له دغه مبارک روايت څخه د حجر أسود مختلف فضيلتونه معلوميږي  :
اول  : دافضيلت چي الله پاک د طوفان نوح په وخت کښي ددې حفاظت او ساتنه وکړه  .
دوهم : دا فضيلت چي الله پاک په خپله و جبل أبي قبيس ته د امانت په ډول وسپارله  .
دريم : دافضيلت چي دحجرأسود په باره کښي الله پاک  د أبي قبيس وغره ته دا توصيه وکړه چي کله چي ځما خليل ځما د بيتې بنا کوي نو بيا به ته وده ته ډبره ورسپارې  .
څلرم : دا فضيلت چي د جبريل (ع) په لاسو سره له جبل ابي قبيس څخه راوړل سو  او خپل ځائ کي کيښودل سو  .
پنځم : دا فضيلت چي د ابراهيم (ع) او اسماعيل (ع) په مبارکو لاسو سره دَئ مسه کړ سوئ دئ  .
شپږم : دافضيلت  چي دَئ مبدأ د طواف ګرځيدلئ دئ ، چي طواف له ده څخه شروع کيږي  .
اوم : دافضيلت چي  په ابتدا کښي حجر أسود دونه منور او روښانه ؤ چي له کعبې شريفي څخه ده په روښنايي سره له مشرقه تر مغربه ، له يمنه بيا تر شامه پوري ټول ځايونه منور او روښانه وګرځيدل  .
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .