روزګار له چاپه راووته !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 29655
نجیب الله پیمان
دخبریدو نیټه : 2009-10-03

د روزګار مجلې لومړۍ ګڼه په ښکلي صحافت په پښتو،دري او انګلیسي ژبو په  دوه اویا مخونو کې  له چاپه راووته.

روزګارد افغان یونایټډبانک خپلواکه، ناپیيلې،خپلواکه او مالوماتي میاشتنۍ خپرونه ده چې د اقتصادي خپرونو ترڅنګ ادبي، کلتوري، مالوماتي او داسې نور مطالب خپریږي .

د دې مجلې مسئولې مدیرې ګوهر نیک پی د مجلې د خپریدو موخه دافغان یونایټډ بانک د فعالیتونو خپرول، په هیوادکې د بانکداري د فعالیت اوخلکو ته  د بانکداري د ګټو او د اسلامي بانکدارې په برخه کې مالومات ورکول په ګوته کړه

د نیک پی په وینا به هره میاشت د چاپ په ګاڼه پسلول کیږي چې د بانک د فعالیتونو تر څنګ په کې اقتصادي، مالوماتي، ادبي او کلتوري لیکنې خپروي.

د دې په وینا داچې افغان یونایټډ بانک په نږدې راتلونکې کې اسلامي بانکداري پیلوي،نو په روزګار کې به د اسلامي بانکدارۍ په اړه هم هر اړخیزه مالومات خپروي او خلکو ته به د اسلامي،او مروجې بانکدارۍ په اړه هر اړخیز مالومات خپروي.