تصوف اوعرفان،،۱۸برخه دعلم تصوف شرعی حیثیت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 29696
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
دخبریدو نیټه : 2009-10-05


تصوف اوعرفان،،۱۸برخه دعلم تصوف شرعی حیثیت
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
بسم الله الرحمن الرحیم
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم
 محترمو مسلمانانو له مخه تر دي چي د تصوف او عرفان  دشرعی حیثیت په بیان شروع درته کوم ستاسي توجه يوې ضروري خبري ته را ګرځوم ، هغه دا چي دهغو شيانو له جملې څخه چي نن صبا په مسلمانانو کښې په عامه توګه منځ ته راغلي دي او د دې وړ دي چي ډېر افسوس بايد سړے پرې وکړي يو لوے شئ  دادئ چي له تصوف او عرفان څخه مسلمانان يا غافل دي ، او يا يې مخالف دي ، هغه خلق چي د تصوف  اوعرفان عقيده لري له تصوف څخه په غفلت کښې پراتۀ دي ٠ د مثال په ډول په هيڅ مدرسه ،او مکتب کښي د تصوف  د علم يو کتاب هم محصلينو ته نه تدريس کيږي او نه تعليم ، د اکثرو علماؤ چي پلټنه وشي نو صورتحال يې دا وي چې د تصوف  د علم  يو کتاب يې په ټول عمر کښي په کتب خانه کښې لا نه وي ليدلئ  ، او ځيني خلق لکه وهابيان بياپه دې ډول دي چي د اسلام د مقدس دين دغه عظيمه شعبه چي تصوف او عرفان دے بيخي کفر او شرک ګڼي ، او صوفيان او اولياء کرام العياذ بالله مشرکان او کافران بولي ٠ دبېلګي په توګه په يو کتاب کښې چې د (( فکر صوفي )) په نامه دئ او يو وهابي ملا چي عبدالرحمن نوميږي د تصوف د علم او د اولياء کرامو په رد کښې جوړ کړئ دئ او نن صبا د انترنيټ له لاري هم شائع شوے دے داسي راغلي دي : چي ( العياذ بالله ) تر ټولو هغو فتنو چي مسلمانان په  مبتلا شوي دي لويه فتنه د تصوف ده چي ټول قسمونه د کفر ئې په بغل کښې نيولي دي ٠ نو په دې سبب موږ غواړو چي مسلمانانوته د تصوف او عرفان په اړه درجه په درجه مفصل معلومات ورکړو .

د  تصوف شرعي حېثيت
محترمو مسلمانانو  د تصوف او عرفان دبيان د سلسلې په  دې برخه  کښي تاسو محترمو ته  د تصوف شرعي حېثيت ، او د صوفي دکلمې تحقيق وړاندې کوم ٠ محترمو په اسلام کښې د تصوف شرعي حېثيت په دې ډول دے چې تصوف د دين يو داسي مهمه شعبه ده لکه څنګه چي (فقه) د دين مهمه شعبه ګڼله کيږي ٠د (درمختار) او د فقهي د نورو معتمدو کتابو په حواله لکه څنګه چي د فقهې د علم زدکړه فرض کفائي ده  دا رنګه د تصوف د علم  زده کړه هم په مسلمانانو باندې فرض کفائي ده ٠ د اسلام په ابتدائي دورو کښې حتی د امام ابوحنيفه رحمه الله په زمانه کښي  (( علم فقه )) د دين د ټولو شعبو نوم ؤ په دې ډول چي علم عقايد ، او علم د ټولو ظاهري شرعي اعمالو لکه نمونځ ، روژه ، حج ٠ او د تصوف علم ټول په (( علم فقه )) کښې داخل وو همدا سبب دے چي امام ابوحنيفه رحمه الله خپل هغه کتاب چې په عقايدو کښې يې تصنيف کړے دے  په فقه اکبر سره مسمی کړيدئ اودې ته دفقهي قديمي اصطلاح ويله کيږي ، په وروسته زمانه کښې علماوو د ډېر اهتمام  له وجهې ((علم عقايد)) ځانته علم وګرځاوو او په ((علم کلام )) سره يې  مسمی کړ ،  ا و ((علم اخلاق)) يې ځانته علم وګرځاوو او په ((علم تصوف )) سره يې مسمی کړ ، او د ظاهري اعمالو علم   يې ځانته علم کړ او په ((علم فقه)) سره يې مسمی کړ او دې ته جديده اصطلاح ويله کيږي ٠ دجديدې اصطلاح له مخي د دين علم دري قسمه علم دے علم کلام ، او علم تصوف ، او علم فقه چي په قديمه اصطلاح کښې دغو درې واړو ته فقه ويله کيده ٠ په قران کريم کښي او دا رنګه په نبوي (ص) مبارکو احاديثو کښي چي امر په تفقه في الدين راغلي دے مراد ورڅخه د همدغې قديمي اصطلاح مطابق زده کول د دغو درې واړو علومو دي ٠ د فقهې او د تصوف تر منځ  داسي شديد تړون موجود دے چي عمل کول په فقهې باندې بې له تصوفه ، او عمل کول په تصوف بې له  فقهې ممکن نه دے ٠ په قران کريم او په سنت نبوي کښې چې مسلمانان د فقهې په زدکړه امر شوے دے په هغه عمل کول بې له تصوفه ممکن نه دے ٠
  محترمو !  تصوف مختلف نومونه لري لکه علم قلب ، علم اخلاق ، احسان ، سلوک او طريقت ٠ په قران کريم او په سنت نبوي (ص)  کښې تصوف په اکثرو ځايو کښې د احسان په لفظ سره ياد شوے دے ، او زموږ په زمانه کښې دغه علم د تصوف په نامه سره مشهور دے ٠ محترمو! لکه څنګه چي ډېر افعال او کارونه  د انسان له ظاهري اعضاو او اندامونو څخه صادريږي ( چي دې ته اعمال ظاهره ويل کيږي ) دا رنګه ډېر اعمال بيا داسي دي چي د انسان له باطن او زړۀ څخه صادريږي ( اودغو اعمالو ته اعمال باطنه ويل کيږي ) بيا لکه څنګه چي دغه ظاهري عملونه د شريعت له نظره ځيني فرض ،او واجب دي لکه نمونځ ، روژه ، زکات ، حج، وتر ،او ځينې سنت ، او مستحب دي ، او ځيني حرام ، او مکروه دي دا رنګه د انسان باطني عملونه د قران کريم او د سنت نبوي (ص) له نظره ځني عملونه فرض دي لکه تقوی ، له خدائ جل جلا له څخه ويره ، له خداے او رسول (ص) سره محبت ، اخلاص ، توکل ، صبر ، شکر ، تواضع ، خشوع ، قناعت ، حلم ، سخاوت ، حيا ، رحم دلي ، وغيره ، دغو اخلاقو ته فضايل او اخلاق حميده ويل کيږي ٠او ځينې باطني عملونه د انسان بيا حرام او ناروا دي لکه تکبر ، عجب ، ريا ، محبت د مال ، محبت د جاه او منصب ، بخل ، بزدلي ، لالچ ، دښمني ، حسد ، کينه ، سنګدلي ، او بې محله يا له اندازې وتلې غصه ، وغيره چي دغو ته رذائل يا اخلاق رذيله ويل کيږي ٠
او لکه څنګه چي ظاهري اعمال ترفقهې پوري تعلق لري او دفقهې د علم له لاري دظاهري اعمالو فرض والئ او حرام والئ معلوميږي او د علم فقهې د دستور مطابق هر مسلمان مکلف دے چي دغه ظاهري عملونه انجام کړي دا رنګه تمام فقها او علما پردې باندي متفق دي چي له باطني اخلاق رذيله وو څخه ځان ساتل او دا رنګه باطني اخلاق حميده په ځان کښې راوستل پر هر عاقل ، بالغ مسمان نر ، او ښځه باندې فرض دي په دې اړه د در مختار د اول جلد ٤٠ صفحه وګورۍ ٠
له اخلاق رذيله ؤ څخه ځان ساتلو ، او اخلاق حميده په ځان کښې راوستلو ته اصلاح النفس ، يا تزکيۀ نفس ، يا تزکيۀ اخلاق ، ياتهذيب اخلاق يا تهذيب نفس ويل کيږي او دا د تصوفو حاصل او مقصد دے ٠ په قران کريم کي الله پاک د نفس د تذکيې په شان کښې خپلو بندګانو ته دا سې هدايت فرمايلے دے: قَدْ أَفْلَحَ مَن زَكَّهَا وَقَدْ خَابَ مَن دَسَّاهَا (سورۀ شمس ٩ او ١٠ ايتونه ) ٠ يعني په تحقيق سره په مراد ورسيدی هغه څوک چي پاک يې کړ نفس خپل له رزيلو اخلاقو څخه او په تحقيق سره نامراده شو هغه څوک چي پټ يې کړ نفس خپل په رزيلو اخلاقوسره ٠
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا