حج او مقامات مقدسه(۴)برخه د«حجر اسود » بيان

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 29752
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
دخبریدو نیټه : 2009-10-07

حج او مقامات مقدسه(۴)برخه  د«حجر اسود » بيان
    علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته، 
 بسم الله الرحمن الرحيم 
قدرمنووروڼوپه دې برخه کښي هم دحجراسودله فضېلتوڅخه ځني نورفضېلتونه درته بيانوم چي په دې شرحه دي،
اول
حجراسودپه شريعت کښي په ځمکه کښي دالله جل جلاله يمين يعني بلاکيفه راسته لاس بلل سويدۍ چي الله جل جلاله  دده په واسطه له خپلو بندګانوسره مصافحه اوروغبړکوي لکه چي ازرقی اوابن  ابی عمر په اسنادصحيح سره له ابن عباس رضي الله عنهماڅخه روايت کړيدۍ چي ده يعني ابن عباس فرمايلي دي(ان
هذالرکنَ يمين الله في الارض یصافح بهاعباده مصافحة الرجل اخاه)       ،اخبارمکة للازرقي 

دوهم
دحجراسودپه مچولوياپه مسه کولوسره ومسلمان ته دانبياؤ خصوصا دحضرت محمد صلی الله عليه وسلم اودارنګه داصحاب کرامو د مبارکوخولواودلاسوبرکت حاصليږي ځکه چي انبياؤواوصحابه ووپه خپلومبارکو خولوسره  حجراسود مچ کړۍ اوپه خپلومبارکولاسوسره يې مسه کړۍ دۍ،لکه چي کُرْدي دتاريخ قويم ددريم جلد په (۲۹۹)مخ کښي ذکرکړيدي، وان في تقبيل المسلمين واستلامهم للحجرالأسودنکتة دقيقة وهي ان تقع افواههم موضع  فم رسول الله صلی الله عليه وسلم ،وفم الانبياء الذين قبله عليهم الصلاة والسلام  وان تلمس ايديهم مالمسته ايديهم الشريفة من هذالحجرالمکرم واي مسلم اذاخطرت بباله هذه النکتة لايبادربتقبيله واستلامه،
امام عزالدين بن جماعه رحمه الله تعالي فرمايلي دي چي که يوانسان وغواړي چي  په يقيني ډول سره هغه ځاۍ مچ کړي کوم چي رسول عليه السلام مچ کړيدۍ نودي ټول حجراسودمچ کړي که  چيري ممکن وو مرادادۍچي هغه ټوله حصه دحجراسوددي مچ کړي کومه چي ښکاره ده،  انظرهداية السالک الی المذاهب الاربعة في المناسک ،ج،۲،ص،۸۲۱،
دريم
يوڅوک چي حجراسودپه لاس سره مچ کړي نوداداسي دۍ لکه له خداۍپاک اوله رسول عليه السلام سره چي په لاس بيعت وکړي لکه چي امام ازرقي په اخبارمکه کښي له عکرمه څخه روايت کړيدۍ چي ده ويلي دي چي (ان الحجرالأسوديمين الله في الارض  فمن لم يُدرِک بيعة رسول الله صلي الله عليه وسلم فمسحَ  الحجرفقدبايع اللهَ ورسوله ،والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .