له ستړېانه شېن أوښتي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 29796
قدرت خادم
دخبریدو نیټه : 2009-10-10


چيرته یې ذخیره کړی. زښته ډیره شویده. لاس یې نه دی پری ستړی شوی دپلارله   ډیګارنه یې هم څه نه دی راوړي. له یوه پټوسره راغلې.غل دﺉ، له غریبانونه غلاکوی .ورځ تربلی ورځي پړسیـږی. هغه بله ورځ يې دجومات مخی ته دچین خبره په بیا بیا کوله.. دوبۍ خويې هسی هم ترپښوايستلی. هر ځاې پکې پلازې اومارکیټونه لری.دپلار اصلی ټاټوبۍ یی ګڼی..غونډه دنیا یې چورکړه. لایې بس نه ده. لوټماري یې په خټه اغښل شوي. خبره هم هیڅ اغیـز نه پری شیندی. حرص یې ټول حواس پوښلي. پربې وزلوپلونه ږدي. مړو ته ورغاړی وزی. له پیـښونه هم عبرت نه اخلی. ډیرساده دی. ناپوهې یې ترسپږمواوښتي. ریښتینولي له سره پېژني نه.ژوند یې له چل اوفریب نه جوړ دی. له ریښتینو نه تل ګوښه وې له مکرجنوسره مل دی. ژوند یې ټول یوه منډه ده. غریب ډیرستړﺉ دی، پلنډه لټوي. آرام نه لری. له ستړیا نه شېن اوښتې. ملامت نه دی، چوکۍ يې په قيمت رانيولي. له کښتونه يې زبيښې،لوړترېنه ونډه غواړي.هسی هم دی دعزت سوداګری نه کوی، له شتوسره ېې کاردی.دخلکودخبروڅه پروالري.بی پته دی.پت یې لاله وړاندی پلورلی.له یوی وړی او سپکي کورنۍ نه راغلي دی.دروند نه دۍ.ترسپکوسپک دی.په درنوخبرو یی مه تیروزی.هسی تش کالبوت دی.دین لری خوترېنه لیری دی.اوسیږی له دینداروسره، دا یی چل دی. مخونه ډیرلری، دیوه مخ څښتن نه دی.په ډیروڅیروراڅرګندیږی.خوله یی یوه ده ژبی یی زښتی ډیری دی.بی ژبی دی.په ژبه یی تیر نه وزۍ.دوکه مار دی..دبیوزلووینه زبیښی داړه ماردی.دالله نه نه ډاريږی پربيوزلورحم نه لری تر ځان دلوړوسره تل غوړه مالی کوی.غوړه مال دی.دغريب سره ناسته ورته سپکه ښکاری.رښتيا نه وایي. دژوند دروغ یی ترهرڅه ډیردی. خبری یی ټول دروغ دروغ دی .غوږمه ورته ږدی.غټ درواغجن دی.دغریبانونه کرکه کوی. دالله نه لیري دۍ. غوړیی ډیرخوښ دی. دسپیروسره کارنلری.عادی انسان یی مه ګنۍ.رود نیل غواړی. دفرعون له پلویانونه یوهم دۍ دی.ښه یی وپیژنۍ.په پیژندلوکی یی څه ګناه نشته.پند تري واخلۍ. رنګ ګورۍ تری وانه خلۍ. ډیربدرنګ دۍ.ښکلا موزیانمنه کوی.دمینی لوست یی نه زده. کرکه درزده کوي.دوستی نه لري. له دښمنیوسره مواشنا کوي ددښمنیوزیږنده دی. کرکی کري.ځان ترینه لیری ساتۍ. ماردی. ژوندته موزهرشیندی. دخوږوامید تری مه کوی.تریخ تریخ دي. ترخه درکوی. باردی. بال یی مه ګنۍ. ملا موماتوی. دژوند نه یی مرګ غوره دی.مرګ ورته وغواړۍ. ژوندي تری بیغمه او ژوند ترینه خلاص کړی.وخت درنه ځی.پښیماني موبیا خپله.خوښه ستاسو.وخت درنه درومي . پـــــــــــــــــــاڅــــــــــــــــــــــــــــــۍ او ویــــــــــــی ترټـــــــــــــۍ.

اوس تاسوتاسوووایاست. دابه څوک وی؟