محاسن الاسلام،۳۳ برخه دوالدینوحقوق

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 29868
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
دخبریدو نیټه : 2009-10-13

محاسن الاسلام،۳۳ برخه دوالدینوحقوق
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
بسم الله الرحمن الرحیم  قدرمنووروڼودمحاسن الاسلام په برخه کښی دوالدینوداتیاحقوقوله جملې څخه هغه لس حقونه درته بیانه وم کوم چی ترژبی پوری تعلق لری چی بیان یې په دې ډول دۍ
 ( ۱ ) د هغوۍ سره په نرمي او تواضع خبري کول ، لکه چي الله جل جلاله   فرمايي : « و قل لهما قولا کريمًا »  یعنی اووایه ودوئ دواړوته یعنی موراوپلارته خبره نرمه ،پسته ،عزتمنه، حضرت سعيد ابن مسيب په تفسیر کښی ددغه آیت ويلي دي چي قول کريم هغه دئ  چی اولاد له والدینوسره په داسی احتیاط سره خبری کوی  لکه چي يو کمزورئ او ضعيف مريئ ئې له يوه قوي  ، قهرمند او غصه درلودنکي بادار سره کوي  . ( ۲ ) په خبرو کښي خپل اواز د هغوۍ تر اواز نه پورته کول . (۳) د هغوۍ په وړاندي ډيري خبري او بې ادبي نه کول (۴ ) مور او پلار په اصلي نامه سره نه يادول . ( ۵ ) د هغوۍ په خبرو کي نه ورلوېدل . (۶ ) دهغوۍ خبره نه ور رده ول   . ( ۷ ) مور او پلار ته په امر او نهي سره خطاب نه کول  . (۸ ) پر هغوۍ باندي په زووره اواز نه کول ، لکه چي الله تعالی فرمايي : « ولا تنهرهما » . (۹ ) مور او پلار ته « اف » يا بله داسي کلمه چي هغوۍ ته اذيت او تکليف په رسيږي نه ويل ، لکه چي الله تعالی فرمايي : « ولا تقل لهما اف »حسن بصری رحمه الله فرمایلی دی چی که یوسړئ عالم وی اودده موراوپلارکافران وی اومکرردئ پ یوه کارامرکړی اودي دغه که کارمکرروکړی اوله مکررکولوڅخه ددغه کارناخوښه سی اوداُف کلمه ووایې نوټول نیک عملونه یې باطل سوو ( ۱۰ ) لسم حق یې کوم چی ترژبی تعلق لری دادۍ چی له دوئ څخه به وبل چاته شکایت نکوی،والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. .