" رسالت"

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2987
امين عادل – وردګ
دخبریدو نیټه : 2005-06-04


 هرڅو به مې كوښښ كاوه، چې ښكلي څه وليكم، څو اديبان او ژبپوهان به مې پرې ستړي كړل، ديني عالم ته به مې وښول، هر چا به ويل ډېر په تول برابر مضمون دې ليكلى، له هېڅ اړخه پكې كمى نشته…
 دوام وركړه، داسې ښكلې مقالې ليكه، دا د ټولنې لوى خدمت دى… خو چې نوموړې جريدې ته به ورغلم، خپل كره مضمون به مې وركړ، مدېر مسئول به راته دې نه، سر وښوراوه، ويل به يې:
 "ښه ده، خو ته پوهېږې چې موږ يوازې اسلامي مقالې خپروو، چې دا كار موږ ونه كړو، څوك به يې كوي، چې ته يې ونه كړې بل به يې څوك كوي؟ پرون مې په كومه خپرونه كې داسې څه وليدل، چې خوامې پرې بده شوه، دا ملي او ملي او پښتو څه مانا؟ ښه نو دا څه فايده…ولې مسلمان نه يو، دا بس نه ده؟
 موږ تاسې غوندې با احساسه خلكو ته په كار دي، چې مسلمانه ټولنه وروزو، ځوانان تربيه كړو… دې پردېسۍ ته ګوره، دا د څه لپاره!"
 ما به د موافقې سر ښوراوه...
 ما ويل: دا خو هم اسلامي مقاله ده، كه د اسلام ټكى پكې نه دى ياد شوى خو منځپانګه ( محتوا) يې ډېره سمه او د زموږ د ټولنې لپاره اړينه ده.
 هو، خو موږ يوازې اسلامي مقالې خپروو دا زموږ "رسالت" دى.
 كه په زړه كې به خپه شوم خو د نوموړي تشويق او پستو خبرو ښه خوشاله كړم، بيا به مې د ليكنې كوښښ كاوه خو ددوى په تول به برابره نه وه.
 تل به مې خپل ځان ته ويل: چې منم دې، خو يو ددغه ښاغليو په ډول احساس نه لرې!
 د زمانې د پاچاهۍ كار ړ، كابل يې دومره مهم كړ، چې هرچا ورته را منډې كړې، زما دغه ملګري هم د خپل مسئوليت د ادا لپاره كابل ته را ولېږدېدل، خپل كار يې پيل كړ، چې خپل "رسالت" تر سره كړي، پر خپرونه مې يې سترگې ولګېدې د عادت سره سمه مې په ډېره لېوالتيا سره تر لاسه كړه، نامه ته يې، چې ځير شوم، همغه وو، خو تر څنګ يې د "ملي" كلمې دومره اوږدې پښې غزولې وې، چې ان د سرمقالې ځاى يې هم نيولى وو... بيا ورته ځير شوم، پېژندپاڼه مې يې وكته، چې همغه د امتياز خاوند، مدېر مسئول او مرستيال! دا لومړى ځل و، چې پر خپلو سترګو بې باوره شوم او په ليكل شوې پته كې مې د مدېر مسئول د تلېفون شمېره پيدا او تلېفون مې ورته وكړ، د سلام نه وروسته مې ځان ور وپېژانده...
 - هو پخير، چيرې ياست؟
 - همدلته، دا خپرونه ستاسې ده؟
 - هو، ولې...؟
 - دا نوم مو ولې بدل كړى، هغه " رسالت" مو لكه چې پرېښود!
 - نه، اوس بازار د "ملي" دى!
 ۲۰۰۵-۶-۴