حج او مقامات مقدسه( ۶ )برخه د و حجر أسود ته رسیدلې پیښی .
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته .
بسم الله الرحمن الرحيم
محترمو وروڼو ! په دې برخه کښي ځيني هغه پيښي درته ذکر کوم چي د زمانې په طول کښي پر حجر أسود باندي راغلي دي .
قدرمنو کتونکو ! په مختلفو زمانو کښي پر حجر أسود باندي يو تعداد داسي ترخې حادثې راغلي دي چي د هغوۍ په وجه په ده کښي تصدع ، تکسر او ماتوالئ منځته راغلئ دئ ، دا حادثې لکه چي بيان بې راسي داسي حادثې وې چي بايد د حجر أسود نوم او نښان يې ورورک کړئ وائ مګر خو د الله جل جلاله حفاظت او ساتني حجر أسود له دغو ټولویو حادثو څخه سالم راایستلئ دئ ، او تر هغه وخته پوري بې الله پاک ساتنه کوي چي دَی د جبريل ( ع ) په توسط بيرته و جنت ته وړل کيږي .
( ۱ ) اوله پېښه د « حريق » پېښه وه .
وبيت الله ته دوه واري د حريق حادثه پېښه سوېده : اول په زمانه کي د قريشو تر اسلام له مخه ، په دې پېښه کښي د حجر أسود تور والئ د پخوا په پرتله ډير زيات سو ، او دوهم په زمانه کښي د اسلام هغه وخت چي عبدالله ابن زبير ( رضي الله عنه ) د حسين بن نُمَير کِندي له طرفه په مکه مکرمه کښي تر محاصرې لاندي راغلئ ، نو په دغه وخت کښي د ځينو اسبابو په وجه کعبې شريفي اور واخستئ او په حجر أسود کښي درې چاکه پيدا سول چي بيا ابن زبير (رض ) دغه چاکونه د حجر أسود په سپينو زرو وتړل ، او په « ۱۸۸هــ سنه » کښي د هارون الرشيد له طرفه د سپينو زرو په کارولو سره د حجر أسود د شقوقو د اصلاح تجديد وکړ سو . ( الأزرقي ج ۱ ص ۶۵ ، الفاکهي ج ۱ ص ۱۳۵ ) .
( ۲ ) دوهمه حادثه د « قرامطه ؤ » حادثه وه ، کومو چي حجر أسود يې له خپل ځائ څخه وکښئ او و هجر ( يعني بحرين ) ته يې يووړ ئ، څلور ورځي کم ۲۲ کاله حجر أسود د قرامطــه ؤ په لاس کښي ؤ .
تفصيل ددې واقعې دادئ چي قرامِطه يوه ډله وه چي و « قِرمِط » ته منسوبه وه ، کوم چي په أصل کښي د کوفې ؤ او خلګ يې و زنديقتوب او و صريح کفر ته رادعوتول ، او په « ۲۹۳ هــ » کښي د مکتفي بالله العباسي له لوري دَی ملعون په قتل ورسيدئ ، د بحرين باچا أبو طاهر قرمِطي ( چي أصلي نوم يې سليمان ؤ او د پلار نوم يې أبي سعيد ؤ ) هم له قرامطه ؤ څخه ؤ ، دغه د خدائ دښمن أبو طاهر په « ۳۱۷ هــ » کښي يو لښکر ( چي شمېر يې و نهه سوه ته رسيدئ ) ددې دپاره تيار کړ چي پر بيت الله باندي حمله وکړي ، بيت الله ونړوي او حجر أسود يوسي او د مکې مکرمې اوسيدونکي په قتل ورسوي .
أکثر علمآء وايي چي د دوشنبې او د تروييې ورځ وه ، او ځيني علماء وايي چي د ذي الحجې اومه ورځ وه چي دغه ظالم خپل مجهز فوج و مسجد حرام ته ورداخل کړ او په حرم کښي يې ډير حاجيان په قتل ورسول ، او د زمزم و اوبو ته يې وروغورځول ، او دا راز يې ډير خلګ د مکې مکرمې په شاو خوا او کوڅو کښي شهيدان کړل چي ۳۰ زرو نفرو ته يې شمير ورسيدئ ، او له دې سره سره يې نور هم ډير منکر او ناروا کارونه تر سره کړل ، بيا و حجر أسود ته راغلل ، خلګو د ماځيګر لمونځ کړئ ؤ د دوشنبې ورځ وه او د ذي الحجې ۱۴ ورځي تيري سوي وې ، نو حجر أسود يې له خپل ځائ څخه راوکښئ او له خپل ځان سره يې و بحرين ته يووړئ .
له دغي پيښي څخه ووروسته د حجر أسود ځائ خالي پاته سو ، خلګو به و هغه ځائ ته د تبرک لپاره خپل لاسونه ورداخلول .
په سنه « ۳۳۲ هـــ » کښي أبو طاهر قرمطي مړ سو ، نو « سَمبر بن حسن قرمطي » په « ۳۳۹ هــ » کښي ، چي د سه شنبې او د لوۍ أختر ورځ وه بيرته حجر أسود و کعبې شريفي ته راوړئ او په داسي حال کښي چي امير د مکې هم ورسره ؤ سنمبر په خپلو لاسو حجرأسود په خپل ځائ کښي کيښودئ ، او دا ډول يې وويل :« أخذناه بقدرة الله و رددناه بمشيئة اللهِ » .
خلګو چي کله حجر أسود وليدئ نو يوه بې مثاله د أختر ورځ باندي جوړه سوه ، او د حجر أسود په مسه کولو او مچولو يې پيل وکړ ، او و الله (جل جلاله ) ته يې حمد او ثنا وويله .
( المنتظم لابن الجوزي ج۶ ص ۲۲۲ / فوات الوفيات ج۲ ص ۶۰ /سير أعلام النبلآء ج۱۵ ص ۳۲۰ / شفآء الغرام ج ۱ ص ۱۹۳ / اتحاف الوری ج۲ ص ۳۷۷ ــ ۳۹۵ ) .
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا