څنګه يې چې د دوكان په مينځ كې خپل نظر وځغلاوه او هرڅه يې تر ځغلنده نظر تېر كړل، نايي تر كلك اغېزلاندې راغى او پوه شو، چې دا زما كاروبار يې ټول په صفر كې ضرب كړ، دا ترې هېر شول، چې پر څوكۍ د ناستې اشاره ورته وكړي، خو نوموړى څو ځله پر له پسې غاړه تازه كړه، بې يې خپلې مخې ته پرمېز كېښود او نايي ته پر څوكۍ كېناست، نايي هم خپل سامان را واخيست او په رېږدېدلي غږ يې ورته وويل: صېب هغه انځورونه دي، د وېښتوكوم موډ د خوښېږي، چې درجوړ يې كړم؟ نوموړي مامره مېلمه په نيم كښوسترگو او گونځې ټنډه ور وكتل او زياته يې كړه: ام ...... يو هم نه، ... ټول پكې را وله.
- ښه صېب!
له ځنډ وروسته: "څڼه دى كارو بار"؟
- دى نو
- دوكان دې خپل دى؟
- نه، كرايي دى
- اوو وى... موټر دې شته؟
- نه، يو بايسكل شته، هغه هم نن پنچر وو، بيا په پلي راغلم...
- غاړه يې بيا بيا تازه كړه، " د ټولو چاره دې وشي، په چا پسې سړى ورسېږي... "! نايي هم هو او بلې ورته كول، خو نور د چورتونو پر وزرو سپور ډېر لرې لاړ... او له خپل "نصيب" سره په دومره سخته جګړه كې كېووت، نږدې وه، چې وينې سره تويې كړي... " دا زه دې لكه، چې هسې خوسى مسى پيدا كړى يم... نه، ما د ژوند په كومه شېبه ښه ليدلې؟ خو چې پيدا يم دا غمونه، كړاوونه او ستونزې... كله مې د خوښۍ مخ هم نه دى ليدلى... " اوږد آوسېلى يې وكړ... " ټوله هستي، يو باسكل، هغه هم پنچر!... دوكان، هغه هم پردى، يره... له مانه د دونيا ټولې خوښۍ بګل دي...آخر نصيبه دا ولې؟..."
دوكان ته د يو بل سړي راتګ يې د ده او "نصيب" تر مينځ ګواښ وكړ...
- پخير راغلې، نور يې هېڅ ورته ونه ويل، دا به لومړى ځل وو، چې د دويم سړي راتلو ته لېواله نه وو. په زړه كې دا لويه تمه را وټوكېده، چې د دې مامره سړي به څومره شتمني وي، زما به لږ څه ګوته پكې غوړه شي او كه نه؟ " نه يو څه مهرباني خو خامخا كوي خو چې اوس دا بل بلا نه واى راغلى..."
- سړى د شا پر څوكۍ كېناست. په شيشه كې يې وكتل، پرڅوكۍ مامره ناست سړي ته يې پام شو، يو پر يو يې را ټوپ كړل: "... او... دووسه، بې ننګه، چېرې دې ځان پټ كړى، والله يي چې دلته د نايې ټولې بياتي ګانې درباندې ماتې نه كړم كه دې پرېږدم.... له څوكۍ يې را غورزار كړ...
نايي هك پك شو، دا څه ويني، څومره مامره سړى او څومره.....
- همدلته مې پور درنه غواړم، هغه مهال دې څومره په چل ول ځان رانه خلاص كړ، بيا چېرې پټ وې......؟
نايي لږ ور نږدې شو، ځه خير دى نوريې مه بې آبه كوه ،
- دا په بې آبۍ څه پوهېږي
- څومره پيسې دې پرې پور دي؟
- ۲۸۰۰ افغانۍ... همدلته يې درنه غواړم... ژر كوه راكړه، دا دې څووم ځل دى چې ځان را نه وباسې.
مامره سړي په زېړ او شرمېدلي رنګ نايي ته مخ كړ: له تاسره نشته، چې حسنه راسره وكړې؟ بيا به يې ډېرې ژر دركړم.
- نه، مياشت پوره ده، او ايله مې خپله ګزاره وشي.... خو ځه زه به د سركلۍ روپۍ نه درنه غواړم.
- ځه ځه بل چېرې يې راته پيدا كړه، دا ځل دې په پيسو پسې پيسې كوم!، لاسي بيك يې ترېنه واخيست او جاغه نيولى يې له دوكانه بهر كړ...
نايي له شا ورپسې كتل، سترګې يې ورپولې، دا يې څه وليدل!؟ شاته راغى، له سره يې دوكان ته وكتل: ورك يې كړې، ده هم روپۍ را نه كړې، هغه بل يې هم رانه خلاص كړ... ښه شو، چې خداى را وشرماوه، څومره په نېشه كې وو، هغه هم په دروغو!... شكر خدايه... همدا خپل ژوند مې غوره دى، خپله "نصيبه" ګله "نصيبه".
۲۰۰۵-۶-۵