حج او مقامات مقدسه( ۷)برخه حجر أسود ته رسيدلي پيښي .
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
بسم الله الرحمن الرحيم
ګرانو محترمو وروڼو ! په شپږمه برخه کښي ما وتاسي ته پر حجر أسود باندي د راغليو تاريخي پيښو او حادثو څخه دوې حادثې بيان کړې ، په دې برخه کښي هم ددغو پيښو له جملې څخه ځيني نوري دوې پيښي او حادثې درته ذکر کوم چي په دې شرحه دي :
( ۱ ) ابن فهد مکي په « اتحاف الوری باخبار أم القری » کښي د ۳۶۳هــ کال د حادثو په بيان کښي ذکر کړيدي چي په داسي وخت کښي چي خلګ د غرمې دخوب او د قيلولې په وخت کښي او د سختي ګرمي په حالت کښي په خپلو ځايو کښي وو ، او پر کعبه شريفه باندي يو يا دوه نفره په طواف مشغول وو ، ناڅاپه يو سړئ چي دوې قديمي او پخوانۍ جامې يې اغوستي وې او پر سر باندي يې يوه شړۍ راپيچلې وه و حجر أسود ته نژدې ورغئ او چاته ددې علم نه ؤ چي دغه سړئ څه اراده لري ، دغه سړي پر حجر أسود باندي تبر یا کولنګ راپور ته کړ او په ډير زور سره يې حجر أسود په تبر وواهه ، دوهم ځل يې بيا تبر په لاسو کښي پورته کړ ددې دپاره چي حجر أسود دوباره په تبر سره ووهي په دغه وخت کښي د يمن يوه سړي ( کوم چي په طواف مشغول ؤ ) دغه سړئ وليدئ کوم چي حجر أسود يې په تبر سره واهه ، نو په داسي قوت سره يې په خنجر ووهئ چي پر مځکه باندي راولويدئ ، په دې وخت کښي خلګ هم د مسجد حرام له شاو خوا څخه ورته راغلل ، کله چي دغه په خنجر وهل سوئ ګمراه سړئ يې وليدئ نو وې پيژندئ چي رومي دئ او له روم څخه راغلئ دئ ، او د روميانو له خوا له ده سره د ډير مال او دولت وعده سوې وه په بدل کښي ددې چي دَی حجر أسود له مکې مکرمې څخه وروم ته وروړي ، له دغه سړي سره ډير لوۍ او زورور تبر ياکولنګ هم ؤ چي ډير تيره کړ سوئ ؤ .
نو دَی ووژل سو ، بيا له مسجد حرام څخه دباندي وايستل سو ، او د مسجد حرام دباندي خلګو ډير لرګي سره راجمع کړل او و دغو لرګو ته يې اور ورواچوئ ، کله چي پر دغو لرګو باندي اور بل کړ سو نو دغه رومي کافر يې ودغه اور ته وروغورځوئ او په اور کښي و سوځل سو ، په دې طريقه سره الله ( جل جلاله ) حجر أسود دده له شر څخه محفوظ کړ .
(۲) ابن فهد مکی ( رحمه الله تعالي ) د۴۱۳هـــ دحوادثو په بيان کښی ذکر کړيدي چي په داسي وخت چي خلګ په موسم کښي دحج په « منی » کښي ووځني له هغو ملحدانو څخه چي په مصر کښی يې دحاکم عبيدي په وجه مطلقا ديانت خراب سوئ وو دحجراسود دټوټه ټوټه کولو قصد وکړ ، دغه سړئ ډير مجسم اودلوړ قامت والا سړئ ؤ ، نوپه داسی حال کښی چی په يو لاس کښی يې توره وه اوپه بل لاس کښی يې کلنګ يا تبر يا چټک وو اوامام له لمانځه څخه فارغه سوئ ؤ ، په داسی هيئت کښی دحجر اسود وخواته ور روان سو چی دخلګوداخيال وو چی مسه کوي يې نويې درې واره حجراسود په هغه آله سره پر له پسې و واهه کوم چی د ده په لاس کښی وه ، او داسی يې و ويل چی ترڅو پوري به دحجر اسود عبادت کيږی اوس نه محمد سته اونه علی چی مادحجر اسود له ماتولو څخه منعه کړی ، دغه ظالم لس نفره چی پراسانو باندی سپاره وودخپل ځان دمدت اوکومک په خاطر دمسجد حرام په دروازه کښی درولي وو ، په مسجد حرام کښی چی کوم خلګ په دغه وخت کښی موجود وو پر هغوباندی رعب ولويدئ اود دغه ظالم دفعه يې ونکړه اخير يوه سړی چی ديمن يا دمکې شريفی وو جرأت وکړ اودغه ظالم يې په خنجر و واهه وروسته له دې څخه په نورو خلګو کښی هم جرأت پيداسو او سره پر راټو ل سول اودغه سړي يې قتل کړ اوبيا يې په اور کښی وسوزوئ ، اودارنګه شل نفره نور ( کوم چی د دغه ظالم په کومک سره متهم وو ) په اور کښی و سوځل له دې حادثې څخه دوې ورځي وروسته دبني شيبه دقبېلې ځني خلګو هغه پر ځې دحجر اسود پيداکړې کوم چی دمذکور ظالم دوهلو په وجه ور څخه لوېدلي وې اوبيا يې په حجر اسود پسي دځنو موادو په وايسطه و موښلولې .
( انظر اتحاف الوری و شفآء الغرام ) .
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .