د نقاب يا پردې بنديز د كومې اړتيا له مخې،

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 29953
حبيب وقار
دخبریدو نیټه : 2009-10-18

 
د الازهر په اسلامي پو هنتون كې په نقاب بنديز ولګېد
 
دا چې سيد طنطاوي نقاب يا پرده يو دود بولي آيا دا يو بد دود دى، آيا دا دود سيمې او ټولنې ته ضرر رسوي؟ زه فكر نه كوم چې دا دود دې په خپل څنګ كې داسې كومه بده اغېزه ولري. نو چې داسې ده بيا بنديز د څه لپاره او ولې؟ پرده او نقاب د يوې ښځې د عزت او ساتنې يوه ارزښتناكه وسيله ده خو وړمه ورځ د الازهر د اسلامي نړيوال پوهنتون مشر ستر امام محمد سيد طنطاوي د يو فرمان له مخې د الازهر پوهنتون په پوهنځيو، مكتبونو او ليليې کې د نجونو په نقاب يا بورقه بنديز ولګاوه.
طنطاوي چې خبري ناستې ته يې خبرې كولې د قران عظيم الشان په ځينو مباركو اياتونو د نقاب فرض ګڼل رد كړل او نقاب يې يوازې يو ټولنيز دود وباله.
په مصر كې د ازهر پوهنتون مشر سيد طنطاوي د قاهرې په شمال کې د ازهر د يو معهد, مكتب, د ليدنې پر مهال د يوې 13کلنې نجلۍ پر مخ د نقاب د ليدو پر  مهال هغې ته په غوسه شو او ورته يې وويل، چې نقاب فرض نه دى او د اسلامي مذهبونو په اجماع د مخ پټول عورت نه دي.
آيا طنطاوي به هغې بدو دودونو ته چې پر ټولنه يو دردناك اغېز اچوي كومه ورځ په غوسه شوى وي او په اړه به يې كومه غونډه رابللې وي او كه نه؟ نن ورځ په نړۍ د لويديزو لخوا ازاد نشه يي توكي شراب د اوبو په شان څښل كېږي چې تر ډېرې كچې د مصر اسلامي ټولنه هم ورڅخه اغېزمنه ده، آيا د داسې يوه پليت دود په اړه ولې يوه ورځ بنديز نه لګېږي، همدارنګه په سوونو داسې نور د فحاشۍ او بدكارۍ دودونو ته ولې په سپكه سترګه نه كتل كېږي چې ټولنې ته يې ډول ډول ضررونه رسېږي. دا چې الازهر يوه اسلامي ټولنه او اسلامي پوهنتون دى ولې په بې حيايۍ او بې سترۍ بنديز نه لګول كېږي چې په پرده يا نقاب بنديز لګول كېږي. آيا نقاب او پردې كوم چا ته ضرر رسولى او كه يوازې له اسلام او عزت سره د دښمنۍ له مخې ترسره كېږي.
د ازهر د اسلامي پوهنتون لوړې شورا په يو بيان کې وړمه شپه د ازهر پوهنتون د نجونو په څانګه کې د ټولو پوهنځيو او ښوونځيو په ټولګيو کې د نجونو او ښوونكو د نقاب يا بورقې اغوستل منع کړل.
په بيان کې راغلي چې د ازهر پوهنتون په ښځينه ليليه کې هم پر نقاب بنديز دى.
خو بيان زياتوي چې له يادو شوو ادارو څخه پرته ازهر د نقاب مخالف نه دى. په بازار يا د كار په ځاى کې د نقاب يا بورقې كارول د مېرمنو په شخصي ازادۍ پورې تړلې خبره ده.
له بل لوري په مصر كې ډېرو علماوو دغه پريكړه غندلې ده او دا كار يې د ازهر نوم ته سپكاوى بللى.
په دې لړ کې په مصر كې د اخوان المسلمين ډلې د مصر په پارلمان کې دغه خبره د بحث لپاره راپورته كړې د يادې شوې ډلې يو تن غړي په پارلمان کې په خپلو خبرو کې د سيد طنطاوي دغه پرېكړه په سختو ټكو غندلې او دا يې د ازهر تاريخ ته سپكاوى بللى. هغه له طنطاوي غوښتي چې د خپل منصب نه دې استعفا وركړي هغه زياته كړه چې په داسې بې مسوليتو پرېكړو د ازهر درانه نوم او رول ته په ګرده نړۍ کې زيان رسېږي.
همدارنګه د مصر د اوقافو وزارت يو كتاب خپور كړى چې په کې د نقاب ضد دلايل راټول شوي او نقاب يې يو دود بللى.
دا سمه ده چې دود دى خو هره ټولنه او هر مذهب خپل ښه او بد دودونه لري. دا چې ځينې مسلمانې ښځې د خپل عزت او آبرو د ساتنې لپاره حجاب او يا پرده اغوندې دا يو ښه دود دى په دې سره د دوى عزت ساتل كېږي او په دې سره له فاسقو او بداخلاقه ځوانانو څخه د دوى ساتنه كېږي. خو د الازهر پوهنتون مشر طنطاوي ته به د دې فرمان عملي كول ډېر ستونزمن كار وي، ځكه هغه كسان پرده لري او پرده كاروي چې په خداى كلكه عقيده لري او له اسلام سره بې شانه مينه او محبت لري، خپل مذهب او دود ته پوره درناوى لري. نو يو څوك چې په خپل مذهب او دين پخه عقيده ولري د هغې مخه بيا په داسې وړو فرمانو او بنديزو نه شي نيول كېداى او نه به يې ونيولاى شي.