د عادي زوى عادي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2997
امين عادل-- وردګ
دخبریدو نیټه : 2005-06-05


 وايي عادي د عادي زوى د عادي پرګنې په يوه عادي كورنۍ كې، په يوه عادي ورځ وزيږده، په يوه عادي ښوونځي كې يې لومړنۍ زده كړې وكړې، بيا منځنۍ ښوونځى ته په عادي توګه ولېږدېده، هغه يې هم په عادي ډول پاى ته ورسوله او ثانوي دورې ته يې په عادي بڼه دوام وركړ تردې چې له لېسې په عادي ډول فارغ او د پوهنتون په يو عادي پوهنځى كې شامل او بيا په عادى توګه فارغ شو... په يوه عادي دنده وګومارل شو... او له يوې ډېرې عادي ښځې سره يې واده وكړ او پر خورا عادي توګه يې ګډ ژوند پيل كړ او دوه عادي بچيان يي وزيږېدل.
 اوس نو عادي د دوو عادي بچيانو عادي پلار وو او بيا وروسته يو عادي بابا هم شو.... او په پاى كې يې په عادي ډول لدې عادي نړى سره په مخه ښه وكړه او تلپاتي دنيا ته په بېخي عادي ډول ولاړ........چا ته وويل شول، چې هغه فلانى خو ولاړ، له دنيا يې سترګې پټې كړې، هغه ورغبرګه كړه: نو څه وشول يو عادي كار وشو.
 امين عادل-- وردګ