حج او مقامات مقدسه( ۹ )برخه ، د«حجر أسود » دعاوي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 30008
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
دخبریدو نیټه : 2009-10-21

حج او مقامات مقدسه( ۹ )برخه ، د«حجر أسود » دعاوي . 
    علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته  . 
 بسم الله الرحمن الرحيم 
    محترموديني وروڼو په دې برخه کښي هم دتيري برخي په شان دځيني نورو مأثوره دعاګانوبيان درته کوم کومي چي دطواف په جريان کښي دحجراسود دمسه کېدواووده ته درسېدوپرمهال ويلې کيږي،
اوله دعا،     (آمَنْتُ بِاللهِ وَکَفَرتُ بِالطَّاغوتِ)ددغي دعاهم له حضرت عمررضي الله عنه څخه روايت سويدۍچي کله چي به ده حجراسودمسه کاوه نودغه دعابې ويله،
الفاکهي ج۱ص۹۹.
دوهمه دعا،     (لااله الااللهُ والله اکبراللهم تصديقاًبکتابکَ  و سنةِ نبيکَ  صلی اله علی الله عليه وسلم)
ددغي دعاروايت له ابراهيم نخعي رحمه الله تعالي  څخه سويدۍچي  ده به دغه دعاهغه وخت ويله چي دحجراسودمسه بې کوله،
مصنف عبدالرزاق ج۵ص۳۳ .
دريمه دعا      (صلی الله علی محَمدٍ وعلی ابِيناابراهيم ) ددغي دعاروايت له ابن ابې عمر څخه سويدۍ،
الفاکهي ج ۱ص۱۰۴ .
څلورمه دعا       (اللهم  امانتِي ادَّيْتُهَا  وميثاقي وَفّيت به لِيََشهدَلي عندکَ بالوفاء)
ددغي دعانقل له محمدبن علي بن حسين بن علي بن ابي طالب څخه سويدۍچي ده به دحجراسود دمسه کېدوپرمهال دغه دعاويله،
الفاکهي ج۱ص۸۵
مسئله
محترمووروڼو دحجراسوددمسه کېدوپرمهال وهرمسلمان ته داپکاردۍ چي دحجراسودفضېلتونه په زړه کښي ورحاضرکي دمثال په ډول داپه زړه کښي ورحاضرکړي چي دغه حجراسودهغه شي دۍچي په ځمکه کښي دالله پاک بلاکيفه راسته لاس    يمين الله    بلل سويدئ اوداهغه شي دۍ چي دجنت له ياقوتوڅخه يوياقوت دۍ اوله جنت څخه راوړ ل سويدۍ اوداهغه ډبره ده چي دقيامت په ورځ به زما دپاره شاهدي  اداکوی اوزما شفاعت به کوي  اوداهغه مبارکه ډبره ده چي دنبيانواودحضرت محمد صلی الله عليه وسلم اوداصحابواودالله پاک دوليانوپه لاسواوخولوسره مسه کړه سويده   اوداسي نور
اودارنګه به دحجراسود دمسه کېدوپه وخت کښي ژاړي اوله سترګوڅخه به  اوښکي راتويوي ځکه چي رسول الله چي کله دحجراسودتقبيل اومچَول کول نووې ژړل اوله مبارکوسترګوڅخه يې اوښکي راتوۍسوې،
والسلام ومن الله التوفيق
نوربيا. . .