حج او مقامات مقدسه( ۱۰)برخه « مقام ابراهيم » .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 30029

دخبریدو نیټه : 2009-10-21

حج او مقامات مقدسه( ۱۰)برخه « مقام ابراهيم » .
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
بسم  الله الرحمن الرحيم
زماقدرمنوديني وروڼودحجراسود په اړه معلوماتونه په نهوبرخوکښي ماوتاسي ته تقديم کړل اوس دمقام ابراهيم په اړه معلوماتونه درته تقديموم چي دغه معلوماتونه به هم ډيري برخي په بغل کښي ونيسي خواوس وهغه څه ته متوجه سۍ کوم چي په دغه برخه کښي يې درته وړاندي کوم چي هغه په دې شرحه دۍ  :
اول :  دمقام لفظ په زوَردميم سره په لغت کښي ودرېدلواووځاۍ ته ددرېدلوويل کيږي مصدراواسم ظرف دواړه راغلۍ دۍ .

     (  القاموس المحيط(قوم) بصائرذوی التميزج۴ص۳۱۰)  .
دوهم، مقام ابراهيم له کوم شي څخه عبارت دۍ؟
په دې باره کښي مختلف قولونه راغلي دي او ل قول دادۍچي هغه ټول ځايونه مقام ابراهيم بلل کيږي په کوموکښي چي مناسک دحج اداکيږي،
دوهم قول دادۍچي مقام ابراهيم  عبارت دۍ له عرفات اوله مزدلفې اوله دريوجمرو،شيطانانوڅخه
دريم قول دادۍ چي وټول حرم ته مقام ابراهيم ويل کيږي خودغه درې سره قولونه مرجوح،ضعيف اوناسم بلل سويدي،
څلورم،   قول دادۍ چي مقام ابراهيم عبارت دۍ له هغه حجر او ډبري څخه چي دهغې ترشا دطواف دوه رکعته لمونځ حجاج کرام اداکوي اوټول خلګ يې مقام ابراهيم بولي،دغه قول جمهوروعلماوو اومحققينودمفسرينوصحيح قول بللۍ دۍ،
انظرتفسيرطبرۍج۲ص۵۳۷،تفسيرقرطبي ج۲ص۱۱۲، تفسير کبير ج۴ص۵۳، روح المعاني ج۱ص۳۷۹،فتح الباري ج ۲ ص۴۹۹،
دريم،    ودغي مبارکي ډبري ته ولي مقام ابراهيم ويل کيږي؟
 ددې اوله وجه داده چي کله چي ابراهيم دکعبې شريفي بناکوله اوبيادکعبې شريفي ديوال لوړسونو اسماعيل عليه السلام دغه مبارکه ډبره ورته راوړه نوبيابه ابراهيم عليه السلام پردغه ډبره باندي درې دۍ اودکعبې شريفي بنابې کوله اودوۍ دواړوبه داسي ويل
(ربناتقبل منّاانک انت السميع العليم)
لکه چي په بخاري شريف کښي په يوه حديث کښي چي له ابن ابن عباس رضي الله عنه څخه يې روايت کړۍدۍ دامضمون راغلۍ دۍ،داخويوه وجه سوه ددې چي ودغي مبارکي ډبري ته مقام ابراهيم ويل کيږي،اودوهمه وجه يې داده چي په هغه وخت کښي چي ابراهيم عليه السلام حضرت  اسماعيل اودده موربي بي هاجره رضي الله عنها دکعبې شريفي په شاوخواکښي پرېښودل اوبياسماعيل عليه السلام ځوان سواوواده يې وکړ نوپه داسي حال کښي چي اسماعيل السلام له کورڅخه دباندي وتلۍ ووحضرت ابراهيم عليه السلام دده دزيارت او دحال پرسۍدپاره دده وکورته راغلۍاوداسماعيل عليه السلام  دنه موجوديت په سبب يې اراده وکړه  چي بيرته ولاړسي داسماعيل عليه السلام ښځي دده داکرام اواحترام په خاطر له ده مبارک څخه وغوښتل چي زه به دي سردرپريولم بيابه ولاړسي نوپه داسي حال کښي چي ابراهيم عليه السلام پريوه حيوان باندي سپورؤدغي ښځي دغه ډبره کومه چي اوس مقام ابراهيم ورته ويل کيږي راواخستله اودده مبارک ترراسته پښه يې لاندي کړه بيايې دده دسرراسته خواورپريوله بيايې دغه ډبره دده له راسته پښې څخه راوکښله په داسي حال کښي چي دد مبارک پښه په دغه ډبره کښي ننوتلې اوپټه سوې وه بيايې دده ترچپه پښه لاندي کړه اودده مبارک دسرچپه خوايې ورپريوله بياچي يې کله ډبره دده له چپه پښې څخه راليري کوله نوچپه پښه يې هم په ډبره کښي ننوتلې اوپټه سوې وه،دادوهمه وجه سوه ددې چي ودغي ډبري ته مقام ابراهيم ويل کيږي، مګردغه روايت مفسرينوکمزورۍ ګڼلۍ دۍ،
تفسيرطبري ج۱ص۵۳۷،تفسيرکبير ج۴ص۵۳،تفسيرقرطبي ،ج،۲، ص،۱۱۳،
اودريمه وجه يې داده چي کله چي ابراهيم  عليه السلام دکعب شريفي بناوپا ۍته ورسوله اودالله جل جلاله له طرفه  حکم ورته وسو چي په خلګوکښي اعلان دحج وکړه اوجبرئيل عليه السلام ورته راغلۍ اومناسک دحج يې وروښودل نوابراهيم عليه السلام پردغه ډبره ودرېدئ اوخلګ يې دحج دمناسکوواداکولوته راوبلل.
والسلام ومن الله التوفيق
نوربيا. . .