کندهار :: خليل الله سروري
دلوي كندهار دكلتوري مركي شپږمه نوبتي غونډه دغبرګولي دمياشتي پر پنځلسمه نيټه چي د جون دمياشتي د پنځمي نيټي سره سمون لري دمازديګر دپينځو بجو څخه پيل او تر اوو بجو او ديرشو دقيقو يي دوام وكړ چي په هغه كي بيلا بيلي كړنلاري او وړانديزونه په ليكي توګه له غړو څخه واخستل سوه او دهغه په نظر كي نيولو سره به راتلونكي غونډه ته دمركي كړنلاره ترتيب او د تصويب له پاره وړاندي سى او ددي تر څنګ دهري مياشتي د وروستي اووني يكشنبه به د مركي لخوا مشاعره جوړيږي او په راتلونكي كي به ديوي ټاكلي موضوع په اړه په پرله پسي توګه سيمينارونه او كنفرانسونه نيول كيږي او دكره كتنو غونډي به تر سره كيږي