حج اومقامات مقدسه ( ۱۷ ) برخه « مقام ابراهيم » .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 30301
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
دخبریدو نیټه : 2009-11-02

حج اومقامات مقدسه ( ۱۷ ) برخه  « مقام ابراهيم » .

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته .

بسم الله الرحمن الرحيم .

ځما محترمو وروڼو ! په دې برخه کښي دا بيان درته کوم چي مقام ابراهيم په زمانه کښي د رسول (صلی الله عليه وسلم ) په حرم شريف کښي په کوم ځائ کښي ؤ ؟  او د مبارک (ص) تر زمانې ړومبئ په کوم ځائ کښي ؤ ؟

په دې باره کښي څلور قسمه قولونه علماؤ ذکر کړيدي  :

        (۱) اول قول  دادئ  چي :    مقام ابراهيم د حضرت ابراهيم (ع) په وخت کښي هم په هغه ځائ کښي ؤ کوم چي اوس هم په هغه ځائ کښي دئ  ، او دارنګه د نبي (ص) اودابوبکر او عمر (رضي الله عنهما) په زمانه کښي هم په همدغه ځائ کښي ؤ  ، تر څو چي د حضرت عمر ( رض ) په زمانه کښي يو لوۍ سيل او سيلاب پر کعبه شريفه باندي راغلئ او مقام ابراهيم يې يووړئ ، او و هغه ځائ ته يې ورسوئ کوم چي تر مکې شريفي اسفل او کښته ؤ  ، بيا حضرت عمر ( رض ) بيرته راوړئ او په خپل ړومبني ځائ کښي يې کيښودئ .

ددې قول د تصديق دپاره « اخبار مکه للأزرقي » وګورۍ  .

       ( ۲ ) دوهم قول دادئ چي   :    مقام ابراهيم د رسول (ص) په زمانه کښي او دارنګه په ماقبله زمانه کښي  او دارنګه د رسول (ص ) تر زمانۍ وروسته بيا تر زمانې د عمر (رض) پوري په کعبه شريفه پسي لاصق او پيوسته ؤ ، بيا حضرت عمر له هغه ځايه څخه رانقل کړ او په هغه ځائ کښي کښيښووئ کوم چي اوس پکي موجود دئ  .

حافظ ابن کثير د خپل تفسير د ج  ۱ ص ۱۷۰ کښي په جريان کښي د تفسير ددې قول د خدائ پاک چي  : «واتخذوا من مقام ابراهيم مصلی »  داسي ذکر کړيدي : « قد کانَ هذا المقام مُلصَقا بجدارالکعبة قديمًا .. وکان الخليل (ع)    لما فرغ من بنآء البيت وضعه الی جدار الکعبة .. او أنه انتهی عنده البنآءُ فترکه هناک و انما اخره  عن جدار الکعبة أمير المؤمنين عمر بن الخطاب (رض) . »  انتهی بالاختصار   .

په دې اړه په مذکور تفسير کښي ډير روايتونه ذکر سويدي هلته دي وکتل سي .

      (۳ ) دريم قول دادئ چي : چي په تيرو زمانو کښي مقام ابراهيم په کعبه شريفه پسي پيوسته ؤ بيا رسول ( صلی الله عليه وسلم ) و دغه موجوده ځائ ته رانقل کړ  .

(انظر تفسير ابن کثير ج ۱ ص۱۷۰ ، وفتح الباري ج۸ ص ۱۶۹ ) .

    ( ۴ ) څلرم قول ودوهم قول ته ورته قول دئ کوم چي امام مالک (رح) په مدونه کي ذکر کړئ دئ ، چي الفاظ يې دادي :« بلغني أن عمر بن الخطاب لما وَلِي و حج و دخل مکة  أخر المقام الی موضعه الذي هو فيه اليوم ، وقد کان ملصقا بالبيت في عهد النبي (ص) و عهد ابي بکر و قبل ذلک ، وکانوا قدموه في الجاهلية مخافة أن يذهب به السيل ، فلما وَلِي عمر أخرج أخيوطة کانت في خزانة الکعبة قد کانوا قاسو بها مابين موضعه و بين البيت ، اذ قدموه مخافة السيل ، فقاسه عمر ، فأخرجه الی موضعه اليوم ، فهذا موضعه الذي کان فيه في الجاهلية و علی عهد ابراهيم » . اهــ . من المدونة  .  ددوهم قول اودامام مالک دقول ترمنځ فرق صرف په دې کښی دۍ چی ددوهمقول له دلائلو څخه داسیفهمېږی چی حضرت عمردخپل اجتهاد په حکم مقام وموجوده ځای ته رانقل کړددې دپاره چی  پرخلګوباندی یې مطاف اودلمانځه ځای  تنګ کړی وواودامام مالک له قول څخه دافهمیږی  چی دجاهلیت دزمانې دمعلوماتو له مخی  دعمرپه فکرکښی دمقام اصلی ځای همدغه کوم چی ورته را نقل یې کړ،والسلام ومن الله التوفيق

په دې اړه نوربيا.