بي ٥٢ ډوله الوتکې چې په افغانستان کې امريکايي ځواکونه ترې د بې ګناه افغانانو د وژلو لپاره کار اخلې ؛ بم غورځونکې الوتکې دي چې د دروند وزنه الوتکو په ډله کې راځي .کولاى شي بېلابېل هوايي ماموريتونه سرته ورسوي ،دا الوتکې خورا ډېرې چټکې دي (البته دصوت له سرعت څخه نه دي چتکې) چې کولاى شي د ٥٠٠٠٠ فټه په لوړوالي الوتنه وکړي،او همدارنګه په دوديزو اوعصري بمونوسربېره د اتومي بمونو د وړلو اوغورځولو توان هم لري.
بي ٥٢ ډوله الوتکې تر ٣٥ کالونو پورې د امريکا دعمله لرونکې دروند وزنې بم غورځونکې الوتکو په لړ کې ريکارډټينګ کړى و.
دابم غورځونکې الوتکې ددې ځواک لري چې اوسنۍ هر ډول وسلې لکه توغندي، راکټې اونورې بېلابېلې وسلې وتوغوي او وغورځوي.
که چېرې ددې الوتکو بڼې لږ هم پرمختللې شي تر ٢٠٤٥ زېږدي کال پورې به د امريکا په اردو کې دتاريخ تېرې او پخواني ماډل الوتکې په توګه راڅرګندې نه شي.
.دا الوتکه د BUFF په نامۀ چې دBig Ugly fat fellow پټ لوزى (مخفف) دى هم يادېږي چې مانا يې ( بدرنګه غټ چاغ انډيوال ) دى.
د بي ٥٢ ډوله الوتکې لومړنى ماډل په ١٩٥٢ زېږدي کال خپله لومړنۍ الوتنه وکړه او B ماډل الوتکې يې په ١٩٥٥ زېږدي کال د چوپړ لپاره چمتو شوه ، تر اوسه پورې په ټوليز ډول ٧٤٤ بې ٥٢ ډوله الوتکې جوړې شوې دي ،چې وروستى ماډل يې H ماډل نومېږي چې په ١٩٦٤ کې يې خپله الوتنه وکړه .
دې ستراتيژيکې بم غورځونکې الوتکې په هغه وخت کې ١٤١٦٠کيلومتره واټن په يوه ساه طى کاوۀ نوځکه د لويو وچوترمنځ الوتکه يا کانټيننټل بلل کېده،خو لکه څنګه چې په هغه وخت کې په هوا کې سون توکي رسونکې الوتکې نه وې ؛ نو اوس کولاى شي چې خورا ډېره اوږده الوتنه وکړي.
بي ٥٢ ډوله الوتکې د بوئينګ شرکت جوړې کړې دي ، اته دانې (TF-33) ماشينونه پکې کارېدلي دي،چټکتيا يې په ساعت کې٩٣٠کيلومتره ده ، پنځه نفره عمله لري ، د خطر په وخت کې پراشوټي سيستم هم لري، ټوټل بيه يې ٥٣،٤ ميليون ډالره ده
ځانګړنې
دکارولو ډول : درنده بم غورځونکې الوتکه
دالوتکې د عملې شمېره: پنځه کسان (١ قوماندان، پيلوټ،د رادار افسر ،خنثى کوونکى،د الکټرونيک جنګ افسر )
جوړونکى شرکت: د بوئينګ شرکت نظامي څانګه
وروستۍ بيه:53.4 ميليون امريکايي ډالره
محرکه ځواک : اته دانې پراټ اينډ ويټني ماډل TF33-P-3/103 ماشينونه
اوږدوالى:48.5 متره
سور:65.4 متره
جګوالى:12.5 متره
خالص وزن:83250 كيلو گرامه
له بارسره اخري وزن:219600 كيلو گرامه
د چټکتيا اخري حد : 930 كيلو متره په ساعت کې
له ځمکې څخه په لوړه ارتفاع کې الوتنه: 50000 فټه
په يوه ساه الوتنه (په هوا کې بې له کوم سون توکواخيستلو): 8800 ميله يا 14160 كيلومتره
وړونکې وسلې: 31710 كيلو ګرامه بېلابېل بمونه،ماينونه او توغندي
تاريخچه:
دې الوتکې خپله لومړنى الوتنه د ١٩٥٢ زېږدي کال د اپرېل په پنځلسمه نېټه تر سره کړه ، A ماډل الوتکې يې د ١٩٥٤ زېږدي کال د اګست په پنځمه لومړنى پرواز وکړ،B ماډل الوتکه يې د ١٩٥٥ زېږدي کال د جنوري په پنځه ويشتمه په لومړي ځل والوتله، C ماډل الوتکې يې د ١٩٥٦ زېږدي کال د مارچ په نهمه پرواز وکړ، تر دم ګړۍ ٧٤٤ دانې B52 الوتکې جوړې شوې دي. په دې الوتکه کې پر نورو شيانو سربېره ډېر په زړه پورې خبره داده چې د سون توکو ټانکۍ يې په وزرونو کې دي کله چې دا ټانکۍ خالي وي، نو هغه د چا خبره د ډېر لوړ سړي لاس هم نه ورسېږي خو کله چې تشې وي نو بيا يې چې د وزرونو لاندې تېرېږې بايد د سر سره پام وکړې چې د تېلو د ټانکۍ سره ونه لګېږي.