حج اومقامات مقدسه ( ۱۹ ) برخه « دزمزم مبارک نومونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 30366
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
دخبریدو نیټه : 2009-11-05

حج اومقامات مقدسه ( ۱۹ ) برخه  « دزمزم مبارک نومونه
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته .
بسم الله الرحمن الرحيم
محترمووروڼوپه دې برخه کښي دزمزم دمبارکونوموبيان درته کوم  دزمزم اوبه بیخي ډير نومونه لري چي دهغوۍ له جملې څخه ځيني  په دې شرحه دي:
(۱ ) برکة (۲) مبارکة : دغه دواړه لفظونه له هغه  برکت څخه جوړسوی دی کوم چي و نِما ، زياتوب ، نيکبختي او ډير والي د خير ته ويل کيږي او په اوبو د زمزم کښي دغه ټولی معناګانی الله تعالی موجودی کړی دی .
(۳) بَرَّة : ځکه چی ګټی ،فائدې یې ډیری دی اوله دې سره سره یې اوبه هم زیات کثرت لری،اوچایې داسی وجه ویلی ده چی ،لانهافاضت للابراروغاضت عن الفجار،یعنی ځکه چی   دزمزم  چینه دابرارو،نیکانودپاره الله له زمکی څخه راوایستله  کوم چی بی بی هاجره رضی الله عنهااواسماعیل علیه السلام وواوله فاجرانوڅخه  بیرته په ځمکه کښی غائبه سوه یعنی کله چی دفسادزمانه راغله نودغه اوبه په ځمکه کښی پټی سوې لکه چی تفصیل بې بیا راسی،اوچا ويلي دي چي دا مأخوذ دئ له بَِّر څخه  . نو دزمزم اوبوته ځکه بره ویل کېږی چی الله په دغواوبوسره له اسماعیل علیه السلام اودده له مورسره غټ احسان وکړ
 (۴) بُشری : ځکه چي دا زيرئ ؤ هاجرې لره چي مور د اسماعيل ده ، په هغه وخت کي چي دې د خپل ځان او د بچي د ژوندي پاته کيدلو دپاره د اوبو پلټنه کوله ، نو کله چي دې  په داسی حال کښی  چی وناامیدی ته نزدې سوی وه ،دغه مبارکي اوبه وليدلې نوډيره خوشحاله سوه او وې ويل : « يا بشرای هذا هو المآء » يعني ای خوشحالئ ځما راسه دغه دی وخت دۍ ځکه دغه دی اوبه دداسی سختی ناامیدئ اوپرېښانئ په حال کښی پیداسوې
(۵) تُکْتَم (۶) مکتومة : دا ځکه ورته ويل کيږي چي دا څاه د زمزم په وروسته زمانه کښی له « جرهُم » قبېلې  څخه ددوئ دفسادپه وجه پټ کړ سو او مکتوم وګرځيدئ ، تر هغه وخته پوري چي بيا عبدالمطلب  صاحب دا څاه راښکاره کړ . چی بیان بې بیاان شا ءالله راسی
(۷)حَرَمِيَّة : يعني  منسوب و حرم ته ، او دا له دې وجي چي څاه د زمزم په حرم د الله (عزوجل) کښي واقع دئ ، يا له دې وجي چي دا څاه معظم او د لوړ شان والا دئ ( والله أعلم ) .
(۸) حفيرة عبدالمطلب : دا ځکه چي دا څاه وروسته له هغه چي غايب سو عبدالمطلب د نبي (صلی الله عليه وسلم) نيکه غار کړ .
(۹) رکضه جبريل (ع) (۱۰ ) و هَزْمَة جبريل (۱۱) هَمْزَة جبريل (۱۲) ځکه چی ددغی مقدسی څاه اوبه په دې سبب راښکاره سوې چی جبریل ځمکه په خپل وزریاپه قدم سره ووهله، .
 
(۱۳) الروآء (۱۴) مُروِية (۱۵) رِوَيّ  (۱۶) رَوِيّ  (۱۷) رِيّ  : دغه لفظونه ټول په اصل کښی وهغواوبوته ویل کېږی ی ډېری وی اودآب خوری کفایت کو
(۱۸) زمزم (۱۹) زمازم  : ځکه چی دغه دواړه لفظونه په اصل کښی وهغه ظرف ته ویل کېږی چی له اوبوڅخه دونه ډک سی چی ورڅخه یوې اوبلی خواته وبهیږی
(۲۰) سابق : من السَبْق ، دا ځکه چي اوبو د زمزم ته پر نورو اوبو باندي ړومبئ والئ او فضيلت حاصل دئ (والله أعلم ) .
(۲۱) سالمة  :
(۲۲) سقياالله اسماعيل (عليه السلام) :
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. .