حج او مقامات مقدسه(۲۰)برخه د«زمزم » فضيلتونه .
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته .
بسم الله الرحمن الرحيم
ګرانو او محترمو اسلامي وروڼو ! السلام عيکم ورحمة الله وبرکاته .
له دغي برخي څخه د زمزم د مقدسي څاه او با عظمته اوبو د عظمتو او فضيلتو بيان درته کوم ، امکان لري چي دغه بيان د حج او مقامات مقدسه ډيري برخي ونيسي ، خو کوم څه چي په دغه برخه کښي درته ذکر کوم اوس و هغه ته ځير سۍ . بایدووایم چی
دغه مبارکي اوبه بې حسابه عظمتونه او فضيلتونه لري چي پر ټولو باندي اشتمال او احاطه د کاتب او د قلم او د ليکني له توان او قدرت څخه وتلئ کار دئ ، خو البته زه کوښښ کوم چي تر ډيره حده پوري دا موضوع وڅيړم .
محترمو وروڼو ! د زمزم د اوبو له منقبتو او فضائلو څخه يو منقبت او فضيلت دادئ چي دغه اوبه په أصل کښي د جنت له چينو څخه راوتلي دي اورابهېږی، ددې خبري د اثبات دپاره په لاندي شرحه دليلونه وګورۍ .
( ۱ ) : « عن ابن عباس (رضي الله عنهما ) أن زنجيًا وقع في زمزم ، فمات ، قال : فأنزل اليه رجلا فأخرجه ، ثم قال : انزفوا ما فيها من مآء ، ثم قال للذي في البئر : ضَعْ دلوَکَ من قِبَلِ العين التي تلي البيت أو الرکن ، فانها من عيون الجنة » .(مصنف ابن ابي شيبه ج ۱ ص ۱۶۲ ، وقد توسَّعَ في اثبات هذا الأثر الأمام اللکنوي في السعاية ج ۱ ص ۴۲۳ ) .
يعني د زمزم و څاه ته يو حبشي ورولويدئ ، بيا د زمزم په اوبو کښي مړ سو ، نو حضرت ابن عباس (رض) يو سړئ و څاه ته ورکښته کړ او دغه حبشي يې د زمزم له څاه څخه راوکښئ ، بيا ابن عباس و خلګو ته امر وکړ چي د زمزم د څاه ټولي اوبه راوکاږۍ او وچه يې کړۍ ، کله چي خلګو اوبه راوکښې او څاه له اوبو څخه خالي سوه نو ابن عباس (رضي الله عنهما ) و هغه سړي ته کوم چي و څاه ته ورکښته سوئ ؤ او سولاغه ورسره وه وفرمايل چي : د بيت الله يا د حجر أسود له طرفه چي کومي اوبه وڅاه ته راتوييږي و هغه ته سولاغه ونيسه ؛ ځکه چي دا د جنت له چينو څخه رابهيږي .
څرنګه چي د ابن عباس (رضي الله عنهما ) ددغي خبري معلوميدل په رايه او اجتهاد سره نسي کيدلائ نو معلومه ده چي دا خبره ده له رسول ( صلی الله علیه وسلم ) څخه اوريدلې ده .
(۲ ) : و أخرج الفاکهي عن عَبْدة بنت خالد بن مَعْدان عن أبيها قال : « انه کان يقال : مآء مزم ، وعين سَلوان التي في بيت المقدس من الجنة » . (أخبار مکه ج ۲ ص ۳۵ ) .
يعني خالد بن معدان ويلي دي چي بېشکه داسي به پخوا ويل کيدل چي د زمزم اوبه او چينه د سَلْوان کومه چي په بيت المقدس کښي ده له جنت څخه دي .
( ۳ ) : و ذکر القرطبي في الجامع لأحکام القرآن عن عبدالله بن عمرو قال : ان في زمزم عينًا في الجنة من قِبَلِ الرکن .
يعني قرطبي په خپل تفسير کښي له عبدالله ابن عمرو څخه نقل کړئ دئ چي ده مبارک فرمايلي دي چي بېشکه په زمزم کښي يوه داسي چينه ده چي هغه په أصل کښي په جنت کښي ده ، وزمزم ته د حجر أسود له لوري راروانه ده .
( ۴ ) : قال الحکيم الترمذي ، المتوفي سنة ۳۲۰ في نوادر الأصول ج ۹ ص ۳۷۰ : « ان الله تعالی أظهره من جنته غِياثًا » .
يعني بېشکه الله ( جل جلاله ) ښکاره کړيدي اوبه د زمزم له جنت خپل څخه له وجي د په فرياد رسيدلو .
يعني له دې وجي چي بي بي هاجرې ( رضي الله تعالی عنها ) و الله پاک ته د اوبو فرياد وکړ نو الله پاک و دې ته په فرياد ورورسيدئ ، او د جنت له چينو څخه يې د مځکي پر مخ باندي و دې ته د زمزم اوبه د جبريل (عليه السلام ) په واسطه راوبهولې .
والسلام ومن الله التوفيق .
په دې اړه نور بيا . . .