الهـــي ښکاره نښانې او د نړۍ والو غفلت (۱) برخه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 30462

دخبریدو نیټه : 2009-11-10

الهـــي  ښکاره نښانې او د نړۍ والو غفلت (۱) برخه  .
ليکوال : علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته . 

بسم  الله الرحمن الرحیم
الحمد لله الذي نزل الآيات ، وارسلَ البينات ، والصلوة والسلام علی صاحب المعجزات و خوارق العادات سيدنا محمــــــــد وعلی آلــه و أصحابه معدن المکرمات  .
وبعد : فقدقال الله جل جلاله   فی  القرآن المجید،  أعوذ بالله من الشيطان الرجيم ، بسم الله الرحمن الرحيم  «سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنْفُسِهِمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ »   وايضا قال الله تعالی : « وقل الحمد لله سيُريکُم آيَاته فتعرفونها » .وایضاً  قال الله  : «ولئن اتیت الذین اوتوالکتاب بکل آیة ماتبعوا قبلتک » .
 وایضاً قال الله عز وجل  : « ساصرف عن آیاتی الذین یتکبرون فی الارض بغیرالحق وان یرواکل آیة لایؤمنوابها وان یرواسبیل الرشدلایتّخذوه سبیلاًوان یروا سبیل الغیّ یتخذوه سبیلاًذالک بانهم کذبوابآیاتنا وکانواعنها غافلین  »  (الاعراف۱۴۶ )        .
وایضاقال الله عزوجل  :« ومنهم من یستمع الیک وجعلنا علی قلوبهم  اکنة ان یفقهوه وفی آذانهم وقراً وان یروا کل آیة لایؤمنوابهاالخ  »  (الانعام،۲۵) .
و ايضا قال لله  عز وجل  : «ومِنهُم مَن يستَمِعُونَ اليکَ أفأنتَ تُسمِعُ الصُمَّ ولو کانوا لايعقلون  . و مِنهم مَن ينظرُ اليکَ أفأنتَ تَهدِي العميَ ولَو کانوا لايبصرونَ  » ( يونس آيت ۴۲ و ۴۳ ) .
 وأیضا قال تعالی : « ومَن أظلَمُ مِمن ذکِّرَ بآياتِ ربِّه فأعرض عنها و نسِيَ ما قدّمَت يداه انا جعَلنا علی قلوبِهِم أکِنّةً أن يفقهوه وفي آذانهِم وقرًا و ان تَدعهُم الی الهدی فلن يَّهتدوا اذًا ابدًا آه » (الکهف اية ۵۷ ) . صدق الله العلي العظيم  .

ځما محترمو وروڼو !  هر څه عجائب او غرائب او نادر معلوماتونه چي د پورتني عنوان په برخو کښي درته ذکر کوم هغه ټول د ذکرسوو  مبارکو اياتونو په تفسير او مختلفو مصداقونو کښي درته کوم ، خو له مخه تر دې چي په اصلي او اساسي مطالبو پيل کوم  و يوه مقدماتي او تمهيدي بيان ته متوجه سۍ ، چي په دې شرحه دئ  :
له کومه وخته چي په عالم بشريت کښي له الله پاک او د الله  له رسولانو او اسماني کتابو څخه انسانانو بغاوت او انکار پيل کړئ دئ له همغه وخته څخه الله پاک و انسانانو ته د دوۍ پر طغيان باندي د خبرداري او تنبيه ورکولو په خاطر د وخت له تقاضا سره سم د خپل وحدانيت او د خپل دين او پيغمبر او کتاب د حقيت د دلائلو او د داسي خارق العادته نښانو د ښکاره کولو سلسله جاري ساتلې ده چي د هغوۍ له ليدلو څخه وروسته د خدائ خدايي او د پيغمبر پيغمبري او د الهي دين حقيت و هر چاته يقيني ، بلکي مشاهد او محسوس ګرځيدلئ دئ  .
هو !   د چا چي په ازل کښي د خير نصيب سوئ ؤ نو هغه به د بغاوت او سرکښۍ څخه اعراض وکړ او و حق ته به تسليم سو ، او د چا چي به له ازله شقاوت په نصيب ؤ او پر زړه باندي بې د کفر او ضلالت مهر وهل سوئ ؤ نو بيا به هم پر خپل طغيان باندي ټينګ پاته سو  .
البته الله (جل جلاله)  وانسانانو ته په خپل قدرت سره دغه نښانې په مختلفو ډولو او په بېلابېلو شکلو کښي ښکاره کړيدي او ښکاره کوي يې  ، زه غواړم چي په دې باره کښي ددغه راز نښانو له جملې څخه په زيات تعداد الهي نښانې په مختلو برخو کښي درته بيان کړم ، او ان شآء الله داسي بيانونه به وي  چي نه به غوږو اوريدلي وي او نه به چا ويلي وي  .
په دې ړومبنۍ برخه کښي د دوو داسي پيښو او نښانو ذکر درته کوم کومي چي په دغو لنډو تيرو وروځو کښي الله پاک و نړۍ والو ته ورښکاره کړيدي ، او دوۍ له دې څخه ګونګه خوله پاته سويدي چي عبرت او پند ورڅخه واخلي  .
(۱ ) اوله نښانه او پېښه  :
په افريقا کښي په يوه کافره  کورنۍ کښي يو پنځه کلن هلک پيدا سوئ دئ ، چي کله چي يې تولد سوئ ؤ نو له تولد سره سم يې قرآنکريم حفظ او په ياد ؤ ، او کله چي يې عمر ويو نيم کال ته ورسيدئ نو د الله په عبادت يې شروع وکړه او د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم ) حديثونه يې هم په ياد سول ، دده بل ورور کوم چي تر ده مشیر ؤ  دده له حال څخه متأثر سو نو هغه هم ايمان راوړئ ، کله چي د دوۍ دواړو مور او پلار د دوۍ له حال څخه خبر سول نو يې دواړه له کور څخه وشړل ، اوس دغه هلک تقريبًا د پنځو کالو دئ او اسلامي نوم يې « شيخ شرف الدين  الخليفة » دئ ، په زرهاوو انسانان باندي راټوليږي او دَی  اسلامي تبليغات ورته کوي  ، ما پخپله دغه شرف الدين په انترنيت کښي د ځينو ويب سايټو پر مخ باندي وليدئ او دده له خولې څخه مي د قرآن پاک د اياتو تفسير او د نبي (عليه السلام) حديثونه واوريدل  ، او دا مي هم وليدل چي کافري ښځي او نارينه ورته راتلل او ده د اسلام کلمه ورښووله او هغوۍ په اسلام سره مشرف کيدل  .
(۲) دوهمه پيښه او د الهي قدرت ستره نښانه  :
کومه چي د اسلام د مقدس دين او د قرآن پاک حقانيت او د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) رسالت يې  و عالم بشريت ته د لمرپه څير  روښانه کړ او د هر قسم عذرو او بهانو دروازې يې د اسلام پر مخالفينو  باندي وتړلې  ، ددې نښانې تفصيل په دې شرحه دئ :  
څوورځي مخکي  ديوه داغستاني ماشوم په اړه چي علي يې نوم دئ اوعمريې نهومياشتوته رسيږي  ټولوروسي اعلاميو اوخبري رسنيوداخبر ه نشرکړه چي په داغستان کښي د« کراسنوياکتيا  برسکايا» په کلي کښي ديوه ماشوم چي علي يې نوم دئ دبدن پرظاهر پوست باندي  له زوکړي څخه   څوورځي وروسته دقرآني آياتونو او دنبوي احاديثو په خارق العادته ډول راښکاره کېدل  پيل سويدي ، اودغه ظهوراوکتابت دقرآني اياتو اودحضرت محمد(صلی الله عليه وسلم ) دمبارکو احاديثو دهمدغه ماشوم پرپوست باندي ددوشنبې اودجمعي په دوومبارکوورځوکښي کېږی، په دغه وخت کښي ددغه ماشوم دبدن حرارت وڅلويښتودرجوته پورته کيږي ا و په هم دغه وخت کښي دغه ماشوم په چغواوپه ژړاشروع وکړي،اوبیادغه کتابت تردریوورځوپوري موجودوي ،بياپټ سي اوپه بدل کښي يې نوي قرآني اياتونه  يانبوي حديثونه ښکاره سي اوددغه ماشوم موراوپلارترهغه وخته پوري دغه رازپټ کړئ وو،اوددې واقعې اظهاريې وهيچاته نه کاوو ترڅوچي دماشوم پربدن باندي دغه مبارک آيت ښکاره سو:
 
(سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنْفُسِهِمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ)
ورسته له دې څخه دده والدينو دغه دالهي دين اودالهي کتاب قرآن پاک دحقانيت عظیم الشانه نښانه وروسي خبررسنيوته ښکاره کړه،اوددغه ماشوم مورزياته کړ ېده چي تردغه ماشوم له مخه يوه لورزموږپيداسوېده اوله دغوکيفيتوڅخه مويوکيفيت هم په دې کښي نه دئ ليدلئ.
دارنګه دنوموړي ماشوم مورويلي دي چي کله دغه ماشوم پيداسونوپه خوله باندي يې يوقسم دويني پاړسوب وو بياکرارکراردغه پاړسوب ورک سواوپرځاۍ يې دالله (جل جلاله) نوم ليکلئ ښکاره سو .
روسي ډاکټرانو ټولو ددغي الهي پيښي په اړه په حيرانتيا سره وويل چي ددې خارق العادته کار په علت او په پټ سر باندي هيڅ علم نلرو ، او نه په دې اړه د کومي تبصرې ورکولو توان لرو ، او د داغستان دديني ادارې مسئول ويلي دي چي د نورو خلګو په ډول زه هم حيران يم  .
مګر د هغه ځائ د مسجد امام عبدالله ويلي دي چي دغه علامات د الله (جل جلاله) له لوري څخه دي .
کوم اياتونه چي ددغه ماشوم پر بدن باندي ښکاره سويدي د هغوۍ له جملې څخه يو هغه آيت ؤ چي دمخه ذکر سو  ، او دارنګه کوم حديثونه چي د مذکور ماشوم پر بدن ښکاره سويدي د هغوۍ له جملې څخه يو دغه حديث دئ  :
« والله لَو تعلمُونَ ما أعلَمُ لضَحِکتُم قليلا ولَبَکَيتُم کثيرًا و مَا تلذذتُم بالنسآءِ »  .
محترمو وروڼو ! په دې خارق العادته قصه کښي کومه چي و ټولي نړۍ ته د خدائ پاک له طرفه يو بې مثاله درس او خبردارئ دئ ، او د قرآنکريم او د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) د رسالت او د اسلام پر حقانيت باندي يو داسي دليل دئ چي نور وهيچا ته  د اسلام د حقوالي په اړه د شبهې او شک کولو هيڅ لاره نه سو ه پاته  ، خبره له استدلال څخه و مُشاهدې ته ورسېده  .
ډير ځايونه د تفصيل او څيړني وړ دي ، چي په دوهمه برخه کښی به ان شاءالله درته راسی ورته منتظراوسۍ،  دغه برخه په همدې ځای ختمه وم  .
 والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .