الهـــي ښکاره نښانې او د نړۍ والو غفلت (۳) برخه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 30491
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
دخبریدو نیټه : 2009-11-11

الهـــي  ښکاره نښانې او د نړۍ والو غفلت (۳) برخه  .   
ليکوال : علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
 بسم الله الرحمن الرحيم
محترمواسلامي وروڼوپه دوهمه برخه کښي موږدداغستاني ماشوم قصه کوم چي پربدن باندي يې دقرآن پاک اياتونه اونبوي حديثونه ښکاره کيږي وډيروجزئياتوته وېشلې وه اوبياموداوعده درسره کړېوه چي ددغوجزئياتوتحليل اوتفصيل به په راروانوبرخوکښي انشاءالله درته کوو،اوس له دغي برخي څخه  شروع بيا ترڅوچي دقصې دټولوجزئياتوڅېړنه ختميږي موږبه انشاءالله په خپله وعده وفاکونکي درسره اوسو.
په دوهمه برخه کښي دنوموړي قصې له جزئياتوڅخه اوله جزئيه په دې ډول وه:
(۱)   :  د يو ماشوم پر بدن باندي د قرآنکريم اياتونه او نبوي حديثونه ښکاره کيدل.
ددې جزئيې مطلب دادئ چي ددغه علي نامي داغستاني ماشوم پربدن باندي قرآني اياتونه اونبوي حديثونه  څوک ښکاره کوي او مطلب  ، غرض او هدف ورڅخه کوم شئ دئ  ؟
محترمو وروڼو  ! و يوه مسلمان شخص ته خو ددغي پښتني جواب بدهي دئ ، البته څوک چي له اسلامي مفکورې څخه بې برخي وي او واسلام ته عقيده نلري نو و هغه ته ددې پښتني جواب ډير مشکل دئ .
په هر صورت قدرمنو ددې  کار فاعل او کونکئ الله (جل جلاله) دئ ، او حکمت د الله پاک پدغه کار کښي دادئ چي و جهانيانو ته د څلورو شيانو حقانيت په داسي ډول ښکاره او څرګند کړي چي و هيچا ته بې له دې چي ددغو څلورو شيانو په حقوالي اعتراف وکړي بله لار پاته نسي  :
اول  : د الله تعالی خدايي ،ځکه ډير خلګ د الله (جل جلاله) له وجود څخه منکر دي او ډير بيا داسي دي چي د الله پاک خدايي په داسي ډول مني چي تر نه منلو بد تر دي  .
د روسيې له يوې خبري شبکې څخه چي په لاندي  ادرس خلاصيږي    :
 http://www.youtube.com/watch?v=ngpvbYoq3kU
ما د مذکور ماشوم د پلار له خولې څخه  په داسي حال کښي چي  خپل ماشوم يې په غيږ کښي نيولئ ؤ واورېدل چي دغه مبارک کلام يې چي  : « الله خالق کل شئ » کوم چي د ماشوم پر پوست باندي په همدغه حال کښي ښکاره ؤ  و روسانو ته ووايو او بيا يې په روسي ژبه و دوۍ ته ترجمه کړ ، يعني الله پاک د هر شي خالق او پيداکونکئ دئ ، نو په دې کښي الله جل جلاله  و روسانو ته کوم چي د الله پاک له وجود څخه منکر دي د خپلي خدايي يو ستر دليل او عظيمه نښانه ښکاره کړه  .
دوهم  : د قرآن پاک حقانيت  .
دريم : د اسلام د مقدس دين حقانيت  .
څلرم  : د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) د نبوت او رسالت حقوالئ  .
په نړۍ کښي هيڅ وخت نه  داسي پېښه سوېده  او نه به پېښه سي چي د يو مخلوق پر جسم باندي دي د انجيل يا د تورات يا د کوم بل کتاب الفاظ په دغه ډول څرګند سويوي او يا دي څرګند سي ، او يواځي دغه نښانه نده چي و نړۍ والو ته الله پاک د مذکور ماشوم پر جسم باندي ښکاره کړه ، بلکي ودې ته ورته ډيري نوري خارق العادته نښانې د قدرت الله پاک وانسانانو ته ښکاره کړيدي ، ددې دپاره چي نړۍ وال الله وپيژني  او قرآن پاک ومني او د اسلام و مقدس دين ته منقاد سي  ، او د حضرت پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) نبوت تسليم کړي ؛ ځکه الله پاک له پخوالا د قرآن پاک په دغه مبارک آيت کښي چي :« سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنْفُسِهِمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ » ددې وعده کړېده چي په آفاقو او د دنيا په مختلفو کنارو کښي ، دارنګه د انسانانو په خپلو نفسو او ځانو کښي به زه و دوۍ ته  يعني و خلګو ته خپل اياتونه او د قدرت نښانې  ور ښکاره کوم او په دوۍ بې وينم  .
په راتلونکي برخه کښي به ان شآءالله ودغه نښانې ته ورته نوري نښانې د قدرت د خدائ پاک (کومي چي الله پاک و خلګو ته ښکاره کړيدي او حتی د ځينو نقل کونکي داسي خلګ دي چي د اسلام له مخالفينو څخه دي)  وتاسي ته بيان کړم ، او له هغه څخه وروسته به د نوموړي ماشوم د قصې د دوهمي جزئيې تحليل درته راسي  . 
والسلام  ومن الله التوفيق  .
په دې اړه نور بيا