حج او مقامات مقدسه(۲۲)برخه د«زمزم » فضيلتونه .
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
بسم الله الرحمن الرحيم
ګرانواومحترمووروڼوپه دې برخه کښي هم دزمزم داوبوله فضېلت څخه بيان درته کوم،
دزمزم دمبارکواوبوله عظيموبرکاتواوفضېلتوڅخه يوسترفضېلت دا دئ چي دزمزم مبارکي اوبه دهرمرض دپاره شفاءده خوپه دې شرط چي په خلوص دنيت سره اوپه پاکه توجه سره وچښلي سي
اول ددې خبري شرعي دلائل درته ذکرکوم بيادیوتعداد داسي انسانانوواقعې درته ذکرکوم کوم چي له ډيروسختو امراضوڅخه دزمزمزم داوبوپه برکت الله جل جلاله خلاص کړيدي اوشفاءيې ورکړيده
دلائل:
(۱) عن ابن عباس رضی الله عنهماقال قال رسول صلی الله عليه وسلم
خيرُالماءِ عَلی الْاَرْضِ ماءزمزم فيه طُعام الطُّعْمِ وشفاء السُّقْم)
الترغيب والترهيب ج ۲ص۲۰۹، مجمع الزوائد ج۳ ص ۲۸۶، معجم کبير ج ۱۱ص۹۸،ورواته ثقات، صحيح ابن حبان،جامع صغير مع فيض القديرج۳ص ۴۸۹،
ابن حجرهيتمي دتحفة المحتاج په جلد۴صفحه ۱۳۴کښي ذکر کړيدي چي ددغه مبارک حديث ددواخيري توروچي «شفاءالسقم»مطلب دادئ چي دزمزم اوبه دظاهري حسي مرضودپاره هم شفاءدي اودباطني مرضودپاره هم شفاء دي،کوم چي عبارت دئ له بدواخلاقوڅخه لکه عجب،کبر،حسد وغيره
(۲)رسول عليه والسلام دزمزم اوبه په مختلفوظروفوکښي ومدېنې منورې ته يوړې اوبيابې له دغواوبوڅخه پرمریضانوباندی هم يوڅه پاشلي اوهم بې په مريضانوچښلې،
اخبارمکة للفاکهي ج۲ص۴۹،سنن بيهقي ج۵ص۲۰۹،وحسنه الحافظ السخاوي في المقاصدحسنةص۳۶۰،
(۳)عن ابن عباس رضي الله عنهما قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم(ماءزمزم لِماشُرِب له فأن شرِبته تستشفِي به شفاک الله وان شربته مستعيذااعاذک الله وان شربته لیيقطع ظَمئک قطعه الله .
المستدرک للحاکم ج۱ ص۴۷۳وصححه ، جامع صغير ج۴ص ۴۰۴
ددغه مبارک حديث کومه جمله چی زموږتردغه خاص مطلب پوري تعلق لري دهغې خلاصه داده، چي کچيري تادزمزم اوبه دشفاء په نيت وچښلې نوالله جل جلاله به وتاته شفاءدرکړي.
(۴)حضرت معاويه رضي الله تعالي عنه دزمزم اوبه څښلي اوپرمخ اوپرسريې تويولې په داسي حال کښي چي ويل ئې چي دزمزم اوبه دمرضودپاره شفاء دي .
اخبارمکة للفاکهي ج۲ص۳۷وقال الحافظ ابن الحجر في جزءماء زمزم اسناده حسن وله حکم المرفوع اذهوممالامجال للرأي فيه
(۵)حضرت ابن عباس رضي الله تعالی عنه چي به کله اوبه دزمزم څښلې نوبې دغه دعاوويله(اللهم اني اسئلک علمانافعاورزقاً واسعاً وشفاءَمن کل داءٍ )
المستدرک للحاکم ج۱ ص۴۷۳ وقال صحيح الاسناد ان سلم من الجارودي،الترغيب والترهیب ،مسندعبدالرزاق ،سنن الدارقطني
(۶)عن وهب بن منبه رحمه الله تعالی التابعي الثقة قال(والذي نفس وهب بيده لايعمداليها[يعني زمزم]احدفيشرب منها حتی یتضلع ا لانزعت منه داءً واحدثت له شفاءً)
اخبارمکة للأزرقي ج۲ ص۵۰، الفاکهي ج۲ص۴۴مصنف عبدالرزاق ج۵ص۱۱۷،الحلية لابي نعيم ج۴ص۶۴،۶۳
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .