Benawa :Online Pashto World ~ بېنوا : پرلیکه پښتو نړۍ
ظالمه پېشو
په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3064امين عادل ــ وردګدخبریدو نیټه : 2005-06-14
اوږده تار تار خيرن برېتونه، تنګې تنګې شنې سترګې او ببر وېښتان يې وو، دا هغه پېشو وه، چې د يوې تورې خونې په كونج كې به پرته وه، ځان به يې د خونې سردار باله، ددې ظالمانه چلند او تكبر په ريښتيا هم، چې نورې پېشوګانې او ټول موږكان وېرول، نن دا ببره پېشو ځان ته ډېره خنتمه تر كندو لاندې چورت وړې پرته وه، يو ناڅاپه دوړې پرې را پرېوتې، چې ددې د سختې غوسې او كلك غبرګون لامل يې شوې، سوګند يې وكړ، چې تر هغه به ځان پاك نه كړي، چې له مجرم نه يې خپل غچ نه وي اخيستى، دې خبر په يوه شېبه كې د ټولو پېشوګانو او موږكانو د زړونو دروازې وټكولې، په پټه ټول خوشاله، خو په ښكاره تردې ډېر خپه، قهرمن او پر مجرم سخت غوسه ښكارپدل، پېشو ته يې په ډېره عاجزانه لهجه تسليت وركړ او د حوصلې غوښتونكي يې شول، پر مجرم يې لعنت ووايه، هريوه ويل:"كه مجرم پيدا شو لومړى به موږ خپله غوسه پرې سړه وو، ځكه ستا بې احترامي زموږ ټولو توهين دى".
ټولو په يوه خوله وويل: ټوله ملامتي په چت كې اوسېدونكي موږك كې ده، له هغه نه بايد سملاسي غچ واخستل شي، بايد بې قيد او شرطه خپل ځان لويې پېشو ته ملامت وښيي، ځان ورته وسپاري اوخپله جزا وګالي اوكه نه نو ټول چت بايد ونړول شي، د چت موږك بيابيا ويل:"زه مجرم نه يم، جرم خپله پېشو كې دى، هسې موږ ته پلمه لټوي، د خپلې خېټې غمه خوري...دې پېشو څوك آرام پرېښودي دي؟...د دښمنانو شمېره يې له خپلو وېښتو نه هم زياته ده".
لويه پېشو و غړمبېده او په قهرجنه لهجه يې وويل: په منډه ځان وسپاره او كه نه خير به دې نه وي، د سترګو په رپ كې به دې ونغرم (قورت كړم)، مجرم موږك، چې له پخوا راهيسې خپله مكاره دښمنه پېژنده اود داسې ورځې راتله يې له پخوانه يقينې بلل، نو خپل ځان يې چمتو كړى وو، ژور غارونه يې كيندلي وو او د خپلې خوراكې تابيا يې هم نيولې وه، نو په ډاګه يې پېشو ته وويل:"هېڅ نه درنه وېرېږم، لاس دې خلاص او توره دې په لاس".
دا خبره د لويې پېشو لپاره د سپكاوي لوى ګوزار وو، يو دم ورته له پاسه شوه، ژر ژر يې د غارونو خرودل او سپړل پيل كړل، په تونده لهجه يې خپل ګواښ بيا بيا تكرار كړ:"ترڅو مې چې غچ نه وي اخيستى، ځان به پاك نه كړم!"، په چمبو، منګولو، نوكانو او ان په خوله يې نړول كول، ډېره هڅه يې وكړه، چې مجرم ته خپل درس وركړي، خو موږك خدايزده چېرې ننوتى و، شپه او ورځ لګيا و، نوكان يې مات، منګولې، پښې او ان شونډې يې وسولېدې او وينې شوې، خو مجرم تېري تم نه وو، موږك له يو نا معلوم ځاى نه را نارې كړې، چې ځان مړ هم كړې ما به ونه مومې، ټولې ملګرې پېشوګانې د لويې پېشو په كې حضور مشرفي شوې او ويې ويل:"مخكې خو يوازې سپېره او په دوړو شوې وې، اوس خو دې په لوى لاس ځان ټپي ټپي كړ، كه مجرم پيدا شو او بيا خپله غوسه پرې سړه كړې دا به يوازې ستا د سپېره كېدوغچ وي، د دې ستړيا او ټپونو غچ به څنګه كوې او له چانه به يې اخلې؟ نو راځه دوړې به دې پاكې شي، داسې نه چې ټول سر ونه بايلې".
۲۰۰۱\۱۰\۲۰