حج او مقامات مقدسه(۲۳)برخه د«زمزم» فضيلتونه :
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته .
بسمه تعالی
ګرانو محترمو وروڼو ! په تيره برخه کښي ما و تاسي ته په دې باره کښي بيان وکړ چي د زمزم اوبه د هر مرض دپاره شفا دي ، او دارنګه کوم مبارک حديثونه چي په دې باره کښي ما په تيره برخه کښي درته ذکر کړي وو نو په ځنو د هغوۍ کښي دا جمله هم راغلې وه چي :« مآءُ زمزم لما شرِبَ لَه » يعني دزمزم اوبه د هر هغه شي او د هر هغه حاجت دپاره کفايت کوي کوم چي د هغه په نيت يې انسان وچښي ، په دې برخه کښي د ځينو هغو عالمانو ، ديني مقتدايانو او مريضانو بيان درته کوم چي د زمزم د اوبو د چښلو په سبب يې حاجتونه ترسره سويدي او له مرضو څخه خلاص سويدي :
( ۱ ) : فاکهي د « اخبار مکه » په دريم جلد کښي ذکرکړيدي چي محمد بن حمزه بن واصل له خپل پلار څخه روايت کړئ دئ چي ځما پلار راته وويل چي په مسجد حرام کښي و باب الصفا ته نژدې مي يو سړئ وليدئ چي خلګ باندي راټول سوي وو ، ما پوښتنه وکړه چي ودغه سړي ته څه واقعه ورپيښه سوېده ؟ نو خلګو راته وويل چي دغه سړي سويق وخوړئ (کوم چي يو قسم خورکه ده چي د غنمو او وربشو څخه جوړيږي ) او په دغه سويق کښي ستن وه دغه ستن يې ټوله په ستوني کښي ننوتله ، اوس دغه سړئ په دې وجه خوله نسي سره راټوله ولائ ، ما چي ودغه سړي ته وکتل نو د مرګ و حالت ته ورنژدې سوئ ؤ ، په دغه وخت کښي يو بل سړئ راغلئ او ودغه سړي ته يې وويل چي ورسه د زمزم اوبه په پاک نيت سره وچښه او له الله پاک څخه شفا وغواړه ، نو دغه سړئ ولاړئ او د زمزم اوبه يې وچښلې ، دوهم وار چي ما وليدئ نو دغه سړئ روغ رمټ ؤ ، ما پوښتنه ورڅخه وکړه چي له کوم شي سره دي صحت پيدا کړ ؟ ده راته وويل چي د زمزم اوبه مي وچښلې بيا راغلم په مسجد حرام کښي مي ويوې تنبې ته شا ولګوله ، په دغه حال کښي خوب راغلئ او بيده سوم کله چي له خوب څخه رابيداره سوم نو نورنه په درد خبر سوئ يم او نه په ستن باندي چي ته څه سوې .
( ۲ ) : زمزمي په نشرالآس کښي له ابن قتيبه څخه نقل کړئ دئ چي ابن قتيبه وويل چي زه يو وخت له يوه جماعت سره د حج دپاره د کعبې شريي په سفر ملګرئ سوم ، په دغه جماعت کښي يو سړئ د فالج په مرض مبتلا ؤ ، کله چي و کعبې شريفي ته ورسيدلو نو په حال د طواف کښي مي دغه فالج وهلئ سړئ روغ رمټ وليدئ چي پر خپلو پښو باندي يې طواف کوئ ، ما ورته وويل چي ته خو د فالج په مرض مبتلا وې نو بيا څنګه داسي يو دم له هغه مرض څخه جوړ سوې ؟ ده راته وويل چي د زمزم و څاه ته ورغلم د زمزم اوبه مي راواخستلې بيا يو څه وچ رنګ راسره ؤ هغه مي په دغه اوبو کښي نرئ کړ بيا مي په يوه لوښي کښي بسم الله شريفه سره له اخيري اياتو د سورت حشر چي له « هُوَ اللهُ الذي لآاله الاهو » څخه شروع کيږي وليکل ، او دارنګه مي د سورت اسرآء ۸۲ آيت چي له « وننزل مِنَ القرآن » څخه شروع کيږي وليکئ او بيا مي دا دعا وکړه : « اللهم انَّ نبيکَ محمدًا قالَ مآءُ زمزم لِمَا شرِبَ له ، والقرآنُ کلامکَ فاشفِنِي بعَافِيَتِکَ » بيا مي دغه ليکنه د زمزم په اوبو سره حل کړه او دغه اوبه مي وچښلې ، نو الله پاک د فالج له مرض څخه خلاص کړم .
( ۳ ) : امام تقي الدين فاسي فرمايلي دي چي احمد بن عبدالله شريفي ړوند ؤ ، دزمزم اوبه يې د شفا په نيت وچښلې نو الله (جل جلاله ) يې سترګي وربينا کړې . (شفآء الغرام ج۱ص ۲۵۵) .
( ۴ ) : امام شعراني (رح) فرمايلي دي چي په ۹۴۷هــ کښي و کعبې شريفي ته ولاړم په داسي حال کښي چي په نس کښي مي د هندواڼې قدر غټه دانه وه او په مصر کښي حکمآؤ او طبيبانو راته وويل چي بې له اپريشن څخه ستا علاج نسي کيدلائ ، له طواف وداع څخه وروسته الله پاک ددې الهام راته وکړ چي ورسه د زمزم اوبه په نيت د شفا وچښه ، کله چي مي د زمزم اوبه وچښلې نو په نس کښي مي يو دم يو قسم حرارت پيدا سو چي د همدغه حرارت په وجه دغه دانه ځما په نس کښي پخه سوه او بيا ټوټه ټوټه راڅخه جلا سوه ، او دا يو داسي کار ؤ چي د طبيبانو له قدرت څخه وتلئ ؤ .
(لوقح الأنوار القدسية في بيان العهودالمحمدية ) .
( ۵ ) : ابن قيم جوزيه رح فرمايلي دي چي په مکه شريفه کښي يو وخت مريض سوم او طبيب او دوا نه وه ، نو د زمزم په اوبو مي په دې ډول علاج شروع کړ چي يو غوړپ اوبه به مي د زمزم رااخستلې او « اياکَ نعبد واياک نستعين » به مي يو څو واره باندي ووايو بيا به مي دا اوبه غوړپ کړې ، نو الله پاک شفا راکړه ، بيا مي د ډيرو مرضو دپاره د زمزم په اوبو سره و علاج ته دوام ورکړ چي په نتيجه کښي له ډيرو مرضو څخه د زمزم د اوبو په وجه شفا راحاصله سوه .
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .