الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبې بعده امابعد:
بسم الله الرحمان الرحيم
دډوډی دخوړلووروسته په دُعاءکې دلاسونوپورته کولوحکم
په ډيروعلاقوکې دارواج دی خصوصاچې کله په يوکورکې ميلمانه وې نودډوډۍ خوړلووروسته په اجتماعې شکل سره لاسونه پورته کوې ملادُعاءپه لوړاوازسره کوې اونورخلګ ورباندې اٰمين وايې که څوک لاس پورته نکړې هغه ته بدګورې اوبدورباندې وايې اوداهم عادت دی چې کله اٰذان وشې نوډيرخلګ داسې دې چې هغوی لاسونه پورته کوې اودُعاءکوې نوپوښتنه اوس داده چې اياداکارونه په اسلام کې
هم دومره ضرورې دی که دخلګولخواضرورې ګڼل شويدی ؟
ددې پوښتنې په ځواب کې وايوچې په دې باره کې په اسلام کې قاعدۀ کليه شته اوهغه داچې په مطلق دُعاءکې لاس پورته کول سنت اومستحب عمل دی
ليکن په کومومواردواوځايونوکې چې ځانګړې دُعاګانې راغلې وې دبيلګې په ډول :په سجده کې،کورته دننوتلواوله کوره دوتلوپه وخت کې ،بيتُ الخلاءته دننوتلواودبيتُ الخلاء څخه دبهرکيدلوپه وخت کې ،دجماعوپه وخت کې نوپه دې مواردوکې په دُعاء کې لاسونه پورته کول ندې ثابت .
دارنګه دخوراک څخه وروسته چې کومې دُعاګانې راغلې دې په هغوکې دلاسونوپورته کول نشته دُعاءکول سنت دې ليکن لاسونه پورته کول پکې نشته
لکه مسجدته چې ننؤزې دُعاءبه کوې خولاسونه به نه پورته کوې دارنګه اوبه چې وڅښې دُعاء به کوې خولاسونه به نه پورته کوې دارنګه داٰذان وروسته دُعاء شته خولاسونه به نه پورته کوې .
نوحاصل دادی چې دډوډۍ وروسته دُعاءکول سنت لاس پورته کول پکې بدعت ،داٰذان وروسته دُعاء کول سنت لاس پورته کول پکې بدعت دی
اوڅوک چې په دې دُعاګانوکې لاسونه نه پورته کوې هغوته بدکتل خوډيربداونارواعمل دی ځکه دمستحب کاردضرورې ګڼلوپه وخت کې دهغه مستحب پريښودل لازم اوکول يې بدعت کيږې داکارخوبالکل ثابت ندی
عن عبدُالله بن مسعود.رضی الله عنه لايجعل احدکم للشيطان شيئامن صلاته يرٰی ان حقاعليه ان لاينصرف الاعن يمينه لقدرئيتُ رسول الله صلی الله عليه وسلم کثيراينصرف عن يساره .(رواه البخارې ومسلم وابوداؤدوالنسائي وابن ماجة)دجليل القدرصحابي عبدالله بن مسعودرضی الله عنه څخه نقل دې چې څوک دې په تاسوکې په خپل لمانځه کې شيطان ته برخه نه ورکوې په داسې طريقې سره چې دی دافکرکوې چې دمانځه څخه دانصراف اوتګ په وخت دراستې خواڅخه تګ ضرورې دی يقينامارسول الله صلی الله عليه وسلم ډيرځلې ليدلی دی چې په چپه طرف يې انصراف کړيدی .
نودې حديث ته که سړی متوجه شې نوداخبره په څرګندډول معلوميږې چې دمستحب عمل التزام بدعت اوګمراهې ده ځکه دراستې خواڅخه انصراف مستحب عمل دی .
مشهورحنفې عالم ملاعلې قارې رحمه الله په مرقات کې ددې حديث په شرح کې ليکلې دې :من اصرعلی
امرمندوب وجعله عزماولم يعمل بالرخصة فقداصاب منه الشيطان من الاضلال
فکيف علی من اصرعلی بدعة ومنکر.
يعنې څوک چې په مستحب عمل باندې ټينګارکوې اوهغه ضرورې وګرزوې
اوپه رخصت باندې عمل نه کوې نوداسړی شيطان ګمراه کړيدی نودهغه چابه څه حالت وې (څومره ګمراه به وې ) چې په بدعت اومنکرعمل باندې ټينګارکوې .
خومتاسفانه زموږپه پښتنې چاپيريال کې داسې عادت دی چې دمستحب په پريږدومړې درسره کوې په داسې حال کې چې دمستحب خومطلب دادی چې که دې وکړونوښه دی که دې ونکړوکوردې ودان ګناهګارنه يې .
نو په داسې وخت کې چې مستحب ضرورې ګڼل کيږې پريږدول يې واجب دې داکارخوبدعت دی ددې خوهيڅ ثبوت په شريعت کې نشته ددې پريږدول خوبيخې ضرورې دې دزيات تحقيق لپاره احسن الفتاوی (1!365)مجموعة الفتاوی (22؛512)الله پاک دې توفيق چې داسلام صحيح تابعداراوپه صحيح معنی مسلمانان جوړشوداسې چې دالله پاک هرحکم ته منقاداودرسول الله صلی الله عليه وسلم په هرسنت باندې عمل کولوته چمتوواوسونه داسې چې اسلام موصرف ترخبروپورې منحصروې لکه ددې
زمانې اکثرمسلمانان وصلی الله علی نبينامحمدوعلی اٰله وصحبه اجمعين