ولور

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 30739
محمدظريف عنايت زی
دخبریدو نیټه : 2009-11-23

 

څلورکاله وړاندې زلمي دواړې پښې په يوه موزه کې کړې چې هرومروبه د برکلي د مامورسلطان لورسپينه ورته کوي سپينه خوپه ريښتاچې سپينه اوښکلې وه ډيرو ځوانانوبه دهغې دترلاسه کولو لپاره په زړه کې ګوړې ماتولې ،خوزلمی يې ليونی کړی وسپينه ورته دنړۍ ترټولوښکلې اومينه ناکه ښکاريده بې له هغې يې ځان اوژوندنيمګړۍ احساساوه ،کله چې د زلمي پلارخان ميراکا د مامورسلطان کورته د مرکې لپاره ورغی د نجلۍ پلاررټ ځواب ورکړاوډيرپه تونده يې خوارکي ته وويل: ته څه شئ لرې چې زه خپله لوردرکړم نه ځمکه لرې اونه هم شتمني ، ورځه چې بيا دې خواته راوهم نه ګورې تانوڅنګه زړه ښه کړچې زماغونډې د يوه شتمن لوردخپل زوي لپاره غواړې بدبخته .

په ريښتيا هم چې دزلمي کورنۍ ډيره بې وزله وه خوپه ديندارۍ اوپه کلي کورکې په ښه راشه درشه کې يې جوړه نه وه ،کله چې خان ميراکا کور ته راستون شوخپلې کورنۍ ته يې دمامورسلطان د دې ناوړه چلندکيسه وکړه ، زوي يې ډيرخواشينی شونورنويې خوب اوخواړه په ځان حرام کړل يوسودايي ترې جوړشود څه مودې په تيريدو سره يې رنګ تک زير اوپه تن هم ډنګرشوپلاريې ډيرورته خواشينی وچې خداي مکړه دغه يوازينی زوي په دې مينتوب کې له لاسه ورنکړي له همدې امله يې دوه ځله نورهم دنجلۍ کورته مرکه وروليږله لنډه دا چې په وروستي ځل مامورسلطان په هوخوله کيښوده خوډيرزيات ولوراونورلګښت يې ورته وټاکه چې ګوندې خان ميراکابه ترې تير شي اودرنه تيږه به پرې کيږدي خوله دې چې دزلمي پلار ښه پوهيده که دانجلۍ ورته ونه کړي نوزوي به يې له لاسه ورکړي له همدې امله يې همدادروندولورومانه اودعايې سره وکړه.

دزلمي دزړه هيله پوره او مينه يې په وصال بدله شوې وه اوله دې امله له خوښۍ په جاموکې نه ځاييده ،خوله بلې خوادولوراودواده دنورلګښت په اړه ډيرانديښمن وچې دا دومره پيسې به له کومه کوي ،دواده دستمال يې چې راوړ،دکلي ځوانانو او پيغلوښه اتڼونه پکې وکړل اومټې يې پکې وغورځولې.

د دستمال له راوړودرې ورځې وروسته زلمي خپل پلار ته وويل : دادروند ولورچې د پردي وطن په مزدورۍ پوره نکړم بله لاره نشته ، پلاريې هم ورسره ومنله اومساپرۍ ته يې مخه کړه له ډيروسختولارواو ورځوورځو مزل وروسته ګاونډي هيوادته ورسيد له هماغه وخته يې له هيڅ ګران کاره مخ نه ګرځاوه اوپه هر کار کې به چې پيسې زياتې وې ترسره کاوه به يې ان دشپې لخوابه يې هم کارکاوه په دې موده کې خويې څوځله لږاوډيرې پيسې هم پلارته راوليږلې چې خسرته يې ورکړي څو ولورلږسپک کړي دزلمي مورڅوکاله وړاندې مړه شوې وه د کورکاريې دکوچنۍ خورپرغاړه وچې يوازې داتو، نهوکلونووه خوپلاريې چې کله پيسې وليدې نود واده کولوتلوسه يې په زړه کې رازغونه شوه دې هوس يې ورځ په ورځ په زړه کې ټوپونه وهل هماغه وچې په واده پسې سرشوپه کوزاوبرکلي کې يې ډيروکورونو ته ريباران وروليږل خوچاداسې زاړه سړي ته چې په خوله کې يې يوغاښ نه واو ږيره يې هم سپينه وه خپله لورورکوله ،هماغه وچې په ډيرليرې ځاي کې يې ديوه بې وزله سړي لوردځان لپاره وکړه هغه سړي هم يوازې د پيسولپاره خپله لور بوډاته ورکړه ،خان ميراکادزوي د واده دولورپيسې د ځان په واده ولګولې څه موده وروسته يې زوي هم خلکوخبرکړچې پلاردې واده وکړزلمی ډير خواشينی شو، خوبيا يې هم خپل همت له لاسه ورنکړاوکارته يې دوام ورکړکومې پيسې به يې چې پلارته راليږلې نوموړي به  د چاخبره ګوړه اوګازرکولې هغه متل دی چې مورميره شي نوپلارهم پلندر،شپې ورځې تيرېدې هرڅوک به چې له مساپرۍ خپل کلي ته راتلل ټولوبه د زلمي په ميړانې اوسختيوافرين وايه ، زلمي خوارکي پلارته پيسې راليږلې چې د هغه د واده تياری ونيسي . څلورکاله يې په مساپرۍ کې تيرکړل اوس نوډاډه وچې له نيمايي زيات ولورخويې ورسولی اودپاتې ولوراود واده د لګښت پيسې يې چې پوره کړې ډيرپه خوښۍ يې دسفرپيټۍ وتاړه اودوطن په لورروان شو، په لاره يې يوازې له خپلې يوازينۍ مينې سره دليدوفکرکاوه کله به يې ويل چې څنګه کلي ته ورسيدم سمدستي لومړی دهغوي کره ورځم ،کله به يې ويل نه زيری به وروليږم چې مخې ته مې راووزي کله به يې يواوکله بل څه په فکرکې راګرځيدل ، هاخواسپينه هم چې اوس ښه په ځان باندې پيغله وه اودا څلورکاله يې د خپل خاوند د راتلولپاره شيبې شميرلې وې له څو ورځو راهيسې چې د زلمي په راتګ خبره شوې وه هرڅه ورته ښکلي ښکاريدل ،هرې خواته د مينې اوخوښيو نغمې په غوږونوکې ورته انګازې کولې اوس يې نود هغه د راتلولاره څار له دا د هغې لپاره له اختره هم ښې ورځې وې چې د زلمي د راتګ زيری پرې شوی و، زلمی له خپلودوونوروکليوالوسره دوطن په لورروان شودريمه ورځ وه چې دقاچاقبروپه واسطه له نوروډيرومساپروسره پولې ته راورسيدل کله چې له موټره راکوزشول، هغه وچې له پولې راتير او خپلې خاورې ته راننوزي په دې وخت کې له هغې غاړې د پردي هيواد پوليسوګزمه ورته راورسيده اوددريدولپاره يې پرې غږوکړ خو قاچاقبر دوي له دريدومنعه کړل کله چې مساپرومنډه کړه له هغې خواد پوليسو د ډزوباران شواوپه يوه شيبه کې کراره کراري شوه قاچاقبرله سيمې پښې سپکې کړې وې پوليسوفکرکاوه چې ټول يې وژلي دي اوپه ډيروياړ!!! سره بيرته له سيمې روان شول کله چې د سيمې خلک راغلل ګوري چې څو تنه مړه اونورڅوکسه هم ټپيان دي خوټول داسې بې سده پراته دي تابه ويل ټولوساورکړې ده، اخواپه کلي کې د مساپرودراتلو اوازه ګډه شوې وه له همدې امله سپينې شپه او ورځ د زلمي د راتلولاره څارله دا درې شپې يې خوب نه وکړی قضاماښام چې کليوال له لمانځه دکورپه لور روانيدل په دې وخت کې دجومات  په مخکې ګوڼه ګوڼه شوه سپينه چې هره شيبه يې د خپل جانان د راتلولاره څارله د بام له سره يې دجومات په مخکې په ګڼې ګوڼې سترګې ولګيدې په بيړه يې ددروازې خواته ورمنډه کړه له ځان سره يې وويل لکه چې زمازلمی راغی ،هغه دي کليوال د جومات مخې ته دهغه د روغبړلپاره ولاړدي نوريې نوزړه له واکه ووت حيايې نوره ولاړه اوورمنډه يې کړه چې زرخپل جانان وويني کله چې د زړې کلاپه کنډوکې لږتم شوه په کليوالويې سترګې ولګيدې چې څادريې خولوته نيولي اوله سترګويې اوښکې روانې دي لږهغې خواته د زلمي پلارپټکی په غاړه کې پروت اوپرسرخاورې بادوي سپينې د دې صحنې په ليدوسره چيغه کړه ، زمازلمی يې راوړی زما مساپره زه دچاته پريښودم اوپه همدې سره پرځمکه ولويده .
د 1388 کال د لړم دمياشتې ديرشمه د ماسخوتن لس بجې