افغانستان هانګ کانګ په زيات توپير له پښو وغورځاوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 30746

دخبریدو نیټه : 2009-11-24

احمد لودين

د افغانستان دکرکټ لوبډلي نننۍ دريمه سيالي هم وګټله او په دي سيالې کي يي هانګ کانګ له پښو وغورځاوه.
په متحده عربي اماراتو کې د افغان ملي لوبډلې مرستيال روزونکى تاج ملک وويل، چې د افغانستان لوبډلې قرعه وګټله او لومړى يې په خپله لوبه (بيټنګ ) وکړ.
هغه زياته کړه، چې ملي لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ٢٢٢ منډې جوړې کړې او د هانګ کانګ لپاره يې سخت هدف وټاکه .
د ده په وپنا په وينا، د هانګ کانګ لوبډلې ددغه هدف پر وړاندې مقاومت ونه شو کړاى او په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې يې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ١٠٢ منډې جوړې کړې او دغه راز افغانستان دا سيالي د ١٢٢ منډو په توپير سره و ګټله .
په روانو سياليو کې افغانستان په خپل ګروپ کې، د درېيو پرله پسې سياليو ګټلو سره لومړى مقام لري او ددې سياليو نيمه پاى لوبې ته يې هم لاره پيدا کړې ده .

تېره ورځ افغانستان سنګاپور له مځکي وهلي وو  او له هغې وړاندې يي   چين په لوبه بايللو سره شرمولي وو