دفضل محمد پنهان څلورمهم اثار چاپ شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 30796
سپين نورزى
دخبریدو نیټه : 2009-11-25

دکند هار دښوونکو دروزني  دعالي مو سسې دادبيا تو دپخواني استا د او داوسمها ل  دسياسي  چارو دڅيړونکي استاد حاجي فضل محمد پنهان شپږ ټوکه بيلا بېل علمي تاريخي ادبي ژورناليستکي اومعلوماتي کتابونه په کندهار کي خپاره سول .

دغه کتابونه چي ،ادب اوسياست ،په افغانستان کي ژورناليزم،دمشکوبهير ،کندهارۍ وږمې ،لس مقالې او شهيد سردارمحمد داود خان دتاريخ په هنداره کي ،نوميږي دليکوال په خپل مالي لګښت چاپ سول .

دغه هرکتاب ترسلو زياتي پاڼي لري چي دمطالعې اوکتاب مينه والو لپاره ډير ګټور اوداړونده موضوعاتودڅېړونکولپاره په زړه پوري ماخذونه کيداى سي

دیادولو وړ ده چي دغه کتابونه د کندهار په مدد څلورلاري کي د افغان کتاب پلورنځۍ څخه ترلاسه کولای سی