دکورنيو او بهرنيو غير حکومتي مؤسسو دقانو ن بشپړه مسوده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3082

دخبریدو نیټه : 2005-06-16

د افغانستان انتقالي اسلامي دولت
دکورنيو او بهرنيو غير حکومتي مؤسسو
د قانون مسوده
1383 کال
دکورنيو او بهرنيو غير حکومتي مؤسسو دقانو ن مسوده
لمړي فصل
عمومي حکمونه

لمړي ماده: ددي قانون هدف د کورنيو او بهرنيو غير حکومتي مؤسسو دجوړولو، ثبتولو، يو څاي کولوِ، لغو کولو، دمالونو دتصفي، د اداري اوصولو تاکل، دکارونو، مکلفيتونو او دحقونو تأمينول دافغانستان داساسي قانون او په هيواد کي د بين المللي منل شويو قوانينو په رڼا کي دي.
دوهمه ماده: کورني او بهرني مؤسسه عبارت د داسي غير انتفاعي، غير سياسي، غير پوځي، او غير تجارتي مؤسسي څخه ده چي تردي وروسته به ورته مؤسسه ويل کيږي.
دريمه ماده: لاندي اصطلا حګاني په دغه قانون کي داسي معناوي لري:
1- غير حکومتي مؤسسه عبارت داسي مؤسسي څخه ده چي په هيچ دولتي ارګان پوري اړه ونلري.
2- غير حکومتي مؤسسه داسي مؤسسه ته ويل کيږي چي د حقيقي يا حکمي افغان لخوا دقانون په اساس جوړه شوي او فعاليت وکړي. مؤسسه کولاي شي په نورو هيوادو نو کي هم فعاليت وکړي.
3- بهرني غير حکومتي مؤسسه داسي يوي مؤسسي ته ويل کيږي چه د حقيقي يا حکمي شخص لخوا په بهرکي ديوه بهرني هيواد لخوا چه افغانستان ئي په رسميت پيژندلي وي جوړه شوي وي فعاليت کولي شي په داسي حال کي چه دهمغه هيواد قانون دافغانستان دانجوګانو دقانون سره مغايرت ونلري.
4- غير انتفاعي موسسه داسي موسسي ته ويل کيږي چه هدف يي خلکو ته مرسته رسول وي او ټول دولتي غير دولتي کورني او بهرني شخصي او رسمي ځانګړي او دليزي مرستي د افغانستان د اړو خلکو په واک کي ورکړي.
الف: دنوموړو مرستو څخه هر ډول مستقيمه يا غير مستقيمه شخصي ګټه وړنه که د مؤسسينو لخوا وي يا مديره هئيت لخواوي که دمؤسسي غړي وي او يا مرسته کوونکي وي خپلواني وي او يا نور اړوند اشخاص وي په هر نوم چي وي اجازه نلري او جزائي جر م ګڼل کيږي.
ب: د نوموړو کمکونو څخه د هر ډول ناوړه کار اخستني په هر نوم چه وي غير قانوني ګنل کيږي بايد د قانون په رڼا کي تعقيب شي.
5- غير سياسي موسسه داسي موسسي ته ويل کيږي چه هيڅ ډول مستقيم او غير مستقيم سياسي فعاليت و نلري.
الف: هيڅ خيريه موسسه په ګوندي ،تنظيمي او سياسي چارو کي برخه نشي اخستلي.
ب: په مستقيم او غير مستقيم ډول په ګوندي ، تنظيمي او نورو ډليزو سياسي چارو کي هم برخه نشي اخستلي او هم د کوم سياسي رهبر او کانديد څخه ملاتړ نشي کولي.
ج: په هيڅ سياسي فعاليت او انتخاباتي مبارزه کي د کوم ګوند ، تنظيم،حرکت او کانديد څخه مادي او معنوي مستقيم او غير مستقيم ملاتړ نشي کولي.
6- غير پوځي مؤسسه داسي مؤسسي ته ويل کيږي چه هدف ئي دوسلو مهماتو جوړول، پيرودل او پلورل وارد ول، صادرول او اشخاصو ته پوځي او نيمه پوځي روزنه او په تروريستي فعاليتونو کي برخه نه اخستل او دهغوي څخه مادي او معنوي ملاتړ ونکړي.
الف: مؤسسه نشي کولي چه پوځي او نيمه پوځي قوت ولري.
ب: دمؤسساتو او دهغوي دکارکونکو ساتنه دامنيتي ارګانونو په غاړه ده.
ج: که مؤسسه د ضرورت په صورت کي د دولت څخه دخپل امنيت ساتني لپاره غوښتنه وکړه او د دولت د جواب د نه ورکولو په صورت کي کولي شي شخصي شرکت ته وړانديز وکړي او دنو موړي امنتي شرکت دقوي د استخدام په اړوند په ډير لږوخت کي دکورنيو چارو وزارت ته په ليکلي توګه خبر ورکړي او دنوموړي وزارت سوالونو ته ځواب ورکړي.
د: خصوصي امنيتي شرکت بايد قانون اجازه ليک ولري او دافغانستان دقانوني سره سم کار وکړي.
7: غير اقتصادي مؤسسه هغي مؤسسي ته ويل کيږي چه د هيڅ ډول مخدراتي توکو توليدولو او خرڅولو کي لاس ونلري. خلکوته په وړيا توګه خدمت وکړي او کوم خصوصي شرکت او اقتصادي پروژه اجرأ نکړي.
الف: دغير حکومتي مؤسسو دهغي دفلسفي او طبيعت مطابق سره سم خلګو ته دخيريه مرستو رسول دي اونه داچي د اقتصادي پروژو به اخيستلو کي داوطلبي وکړي.
ب: د پروژو د اخيستلو په داوطلبيوي کي غير حکومتي مؤسسه دخصوصي شرکت سره سيالي کول پخپل ذات کي غير عادلانه او غير منطقي ده. ځکه چي غير حکومتي مؤسسه د تکس، مالياتو، او ګمرکي مصارفاتو څخه معاف ده.
8- غير تجارتي مؤسسه هغه مؤسسه ده چي هدف ئي دنشه ي توکو ليږدول را ليږد ول او نور مالو او شيانو او نقليه واسطو دخپل ځان او نورو لپاره دخرڅون په مظور نوي.
څلو رمه ماده: د مؤسسي مادي او مالي زيرمي عبارت دي له دولتي، غير دولتي مرستو، حق العضويتونو، چندو، سوغاتو، ترکو، اوسبسايديګانو څخه.
پنځمه ماده: ټولي دولتي او غير دولتي مرستي دمؤسساتو سره دمستقيمو مالياتوڅخه معاف ګڼل کيږي.

دوهم فصل
د داخلي مؤسسو جوړول

شپږمه ماده: هر حقيقي يا حکمي افغان يواځي يا دنور حقيقي يا حکمي اشخاصو سره په ګډه حق لري چي په لاندي شرايطو سره داخلي مؤسسه جوړه کړي.
1- حقيقي شخص بايد قانوني عمر پوره کړي وي.
2- حکمي شخص بايد د قانون سره سم په اړونده مرجع کي ثبت شوي وي.
3- د دولت رئيس، مرستيالان، وزيران، معيينان او دمستقلو ادارو او کميسيونو رئيسان او دهغوي دکورني غړي دموسسي دجوړلو حق نلري.
4- حکمي شخص بايد په پور ته نومول شوو اشخاصو او دهغوي په کورني پوري تړاو ونلري.
5- دکورنيو او بهرنيو قضائي ارګانونو لخوا په جزاء محکوم نه وي.
6- دکار او تولنيزو چارو وزارت کارکونکي نه وي.

دريم فصل
دمؤسسي اساسنامه

اوومه ماده: هره کورني او بهرني مؤسسه بايد اساسنامه ولري.
اتمه ماده: اساسنامه بايد چي د افغانستان د اساسي قانون او په افغانستان کي د بين المللي پيژندل شويو قوانينو، او دمؤسسي پرنسيپو نو او اساساتو سره په مخالفت کي و نه اوسي.
نهمه ماده: دمؤسسي نوم او مخفف، پوستي پته، ايمل او دمؤسسي دتليفون نمره دمديره هيئت غړي او دهغوي دفعاليت ډول بايد په اساسنامه او مکتوبونوکي په واضحه توګه ذکر شوي وي.
لسمه ماده: دمؤسسي بانکي حساب او دبانک پته په مکمل ډول په اساسنامه کي بايد ذکر شوي وي.
1- دمؤسسي رئيس يا مرستيال دبانکي حساب دپرانستلوواک لري.
2- ټولي مالي او حسابي چاري دهمدي بانکي حساب له لاري اجراشي.
3- دپيسو راکړه ورکړه درئيس، مرستيال په لاسليک دمالي مسؤل په حساب داري سرته رسيږي.
يوولسمه ماده: دمؤسسي تشکيلاتي ترکيب بايد په اساسنامه کي واضح وي هره مؤسسه کم ترکمه يوه مجمع او مديره هئيت لري.
الف: عمومي مجمع د تصميم نيو لو لوړ مقام دي.
1- عمومي مجمع دمؤسسي دټولو غړو څخه تشکليږي.
2- دمؤسسي هر غړي يوازي ديوي راي حق لري تصميم د عمومي مجمع دحاضرو غړو درايو په اکثريت سره نيول کيږي دمجمع هر غړي په يوازي يا ډله يزه توګه خپل نظر او وړانديز غونډي ته وړاندي کولي شي.
3- راي ورکول آزاد مستقيم او پټ دي.
4- عمومي مجمع په کال کي يوځل غونډه کوي دفوق العاده غونډي جوړيدل د اکثريو غړو دليکلي غوښتي په اساس ديوي مشخصي موضوع په هکله هر وخت امکان لري.
5- لمړي عمومي غونډه يوکال وروسته دمؤسسي له ثبت، څخه جوړيږي درئيس ترټاکلو پوري دمجمع يومشر غړي دغونډي مسؤليت لري موقت مشر کولاي شي چه خپل مرستيال اومنشي وټاکي عمومي مجمع درايو په اکثريت سره دغونډي رئيس، مرستيال اومنشي ټاکي.
6- دمؤسسي مديره هئيت بايد دعمومي غونډي دجوړيدلو نيټه، ساعت، ځاي او اجندأ وټاکي او يوه مياشت مخکي ټولو غړو ته خبر او غونډي ته بلنه ورکړي.
7- عمومي مجمع دلاندنيو واکونو در لودونکي ده:
الف: داساسنامي تصويبول.
ب: دمديره هئيت په پشنهاد دغونډي داکثرو غړو په رايو سره په اساسنامه کي تغييرات او تعديلات راوستل.
ج: دموسسي ړنګول، يوځاي کول، اوجلاکول دمؤسسي دمديره هئيت په غوښتنه او دمجمع داکثرو غړو په رايو سره صورت نيسي.
د: دمؤسسي دپالسي او ستراتژي تصويبول دمديره هئيت په وړانديز او دمجمع درايو په اکثريت صورت مومي.
ذ: دمديره هئيت دغړو ټاکل تبديلول او ګوښه کول دموسسي درئيس په پيشنهاد او د مجمع دغړو په اکثريت صورت نيسي.
ر: دکلنيو کاري راپورونو اومالي ګذارشو نو څيړل او تصويبول.
ز: دغړي توب د حق څخه بي برخي کول د مديره هئيت په واړنديز او دعمومي مجمع درايو په اکثريت صورت نيسي.
س: دهغو فيصلو تصويبول چه دمديره هئيت لخوا دمؤسسي د ثبت څخه مخکي نيول شوي وي

ص: دمؤسسي د مالي پانګي تصويبول.
ب: مديره هيئت عبارت دي له رئيس، اداري رئيس او مالي چارو د رئيس څخه.
1- دمؤسسي رئيس دلومړني عمومي مجمع تر غونډو پوري دمديره هئيت دغړو دټاکلو، بدلولو او ګوښه کولو واک لري.
2- مديره هئيت د مؤسسي د اداره کولو او دعمومي مجمع د پريکړو دعملي کولو واک او مسؤليت لري.
3- مديره هئيت په اوني کي يوځل درئيس يا دمرستيال تر مشري لاندي غونډه کوي د مديره هئيت فوق العاده غونډه د مديره هئيت د دوو غړو په غوښتني سره هر وخت جوړيدلي شي.
4- دمديره هئيت د غونډي اجندآ، ځاي، نيټه، اوساعت درئيس يا مرستيال لخوا دوه ورځي مخکي خبر ورکول کږي.
5- دمديره هئيت هر غړي يوازي د يوي راي حق لري تصميمو نه درايو په اکثريت نيول کيږي.
6- دمديره هئيت غړي يو دبله سره بايد کورني اړيکي ونلري.
7- دمؤسسي رئيس دنورو خلکو سره حقيقي او حکمي نماينده دي ا دهغه د غيابت په صورت کي نوموړي واک دهغه مرستيال لري.
8- هر ډول قرادا دونه او معاملي که په شفاهي يا تحريري ډول سره دموسسو او يا نورو حقيقي يا حکمي اشخاصو سره چه دمديره هئيت شخصي يا کورني ګټي پکي مستقيم يا غير مستقيم ډول سره نغښتي وي غير قانوني ګڼل کيږي.
9- دموسسي مديره هئيت او خصوصاَ دهغي رئيس دسالمي اداري او په شفاف ډول د حساب ورکولو او دمؤسسي دمنقولي او غير منقولي داراي څخه د قانوني استفادي واک او عمومي مجمع او دولت ته مسؤليت لري.
10- دمؤسسي ټوله منقوله او غير منقوله شتمني دمؤسسي ملکيت دي دمؤسسي دغړو او د هغوي دکور نيو لخوا نوموړي شتمني څخه شخصي ګټه اخيستنه يو غير قانوني عمل دي.
دوولسمه ماده: که چيري دمؤسسي دفعاليت وخت په اساسنامه کي ټاکل شوي نوي مؤسسه کولاي شي تر نامعلومي مودي پوري خپل فعاليت ته دوام ورکړي.
ديار لسمه ماده: اساسنامه بايد روښانه او په واضح توګه ذکر کړي چه:
1- که چيري د مؤسسي نوم او شکل تغيير وکړي او په نوي نوم باندي ثبت شي دپخواني مؤسسي دحقوقو او مکلفيتو نو وارث ګڼل کيزي.
2- دڅو مؤسسو ديوځاي کيدو وروسته نوي ثبت شوي مؤسسه د پخوانيو ټولو يوځاي شويو مؤسسو دحقوقو او مکلفيتو نو وارث ګڼل کيزي.
3- دغير حکومتي مؤسسو يوځاي کيدل دغير حکومتي سازمان، دولتي ارګانونو، او خصوصي شرکتو نو سره غير قانوني بلل کيږي.
4- که چيري يوه مؤسسه په دوو يا څو برخو وويشل شي د دوي ترمنځ بايد يو مخکني قرار داد موجود وي چه دحقوقو دثابتولو او حل کولو لاره پکي روښانه وي.
څورلسمه ماده: د پورتنيو مادو څخه پرته کيدلاي شي چه نوري مادي هم په اساسنامه کي اضافه شي پدي شرط چي د دي قانون، د افغانستان د اساسي قانون او په افغانستان کي دنورو پيژ ندل شويو بين المللي قوانينو سره په تضاد کي ونه اوسي.

څلورم فصل
دمؤسسي ثبت

پنځه لسمه ماده: د مؤسسي ثبت هغه سند دي چه مؤسسي ته حقوقي هويت ورکوي ددي سند څخه يوه ورځ وروسته په رسمي جريده کي تصديق نامه نشر او حقوقي هويت پيژندنه ترلاسه کوي پدي صورت کي مؤسسه د افغانستان په هر ځاي کي پرته دکومي فورموليتي خپل فعاليت پيل او د ضرورت په صورت کي خپل ساحوي دفترونه پرانستلاي شي.
شپا ړسمه ماده: يوازي دکار او ټولنيزو چارو وزارت (چه تردي وروسته پدي قانون کي وزارت په نوم ياديږي) او ددي وزارت ولايتي رياستونه دمؤسسو دثبت قانوني واک لري.

پنځم فصل
دکورني مؤسسي د ثبت شرطونه

اووه لسمه ماده: مؤسسه ددي قانون او دهغي د دوهم فصل سره سمه بايد جوړه شوي وي.
اته لسمه ماده: مؤسسه بايد ددي قانون اوخاصتاَ داول اودريم فصل سره سمه يوه اساسنامه ولري.

شپږم فصل
دکورني مؤسسي د ثبت پروسه

نولسمه ماده: دمؤسسي رئيس دخپلي مؤسسي دثبتولو دغوښتنليک واک لري.
1- غوښتنليک بايد د افغانستان په يوه رسمي ژبه ليکل شوي وي.
2- غوښتنليک دمؤسسي د رئيس په لاسليک او بايد نيټه ولري.
شلمه ماده: دمؤسسي رئيس دخپل د ثبت غوښتنليک او داساسنامي کاپي د مؤسساتو د ثبت رياست ته رسماَ وسپاري او رسيد ترلاسه کړي.
يويشتمه ماده: که چيري مؤسسه په ولايتو يا ولسوالي کي جوړه شوي وي د ثبت غوښتنليک ديوي کاپي اساسنامه سره دوزارت ولايتي رياست ته وسپاري او رسيد ترلاسه کړي.
دو ويشتمه ماده: د رسيد پاڼه بايد نيټه او د واکمن کار کونکي لاسليک ولري.
درويشتمه ماده: دمؤسساتو د ثبت رياست او يا د وزارت ولايتي رياست مکلفيت لري چي په دريو او نيو کي دننه دمؤسسي په اسنادو غور او اجراات وکړي.
څلور ويشتمه ماده: د مؤسساتو د ثبت رياست او د وزارت ولايتي رياست دنورو ادارو دمداخلي پرته دثبتولو او يانه ثبتولو واک لري.
پنځه ويشتمه ماده: د وزارت د ثبت رياست او يا ولايتي رياست دغوښتنليک دمنلو په صورت کي بايد دثبت د رياست رئيس او يا د ولايتي رياست د رئيس په لاسليک باندي دثبت پاڼه ورکړي.
شپږ ويشتمه ماده: دمؤسسي رئيس وظيفه او مسؤليت لري چه نوموړي ثبت پاڼه په رسمي جريده کي خپره کړي.
اوويشتمه ماده: پورتني د ثبت کولو او يا نه ثبت کولو پريکړه دهغي د پوره دلايلو سره او د نوي غور کولو د مرجع په ښودلو سره په ليکلي ډول مؤسسي ته خبر ورکړي.
1- خپل تصميم د رسمي سند په مقابل کي دمؤسسي رئيس ته وسپاري.
2- په نوموړي تصميم ليک کي بايد په ليکلي او روښانه توګه دنه ثبتو لو علتونه دراتکونکي غور مرجع روښانه کړي.
3- د دي قانون خصوصاً د 1،2،3 فصلونو د شرايطو نه مراعات ول دنه ثبتولو مهم دليل کيدلاي شي.
اته ويشتمه ماده: که چيري دمؤسسي رئيس دثبت رياست او يا ولايتي رياستو نو په فيصله قناعت ونلري دوزارت حقوقي صلاح کار مکلف دي چه غوښتنليک د موسسي اساسنامه او دنوموړو رياستو نو تصميم ليک باندي د دوهم ځل لپاره غور وکړي.
نهه ويشتمه ماده: د وزارت حقوقي صلاح کار بايد د دو او نيو په دننه کي په دي هکله فيصله وکړي.
دير شمه ماده: د وزارت دحقوقي صلاح کار د فيصلي څخه وروسته په يوه اوني کي دثبت رياست او په دوو اونيو کي ولايتي رياست د تصديق نامي د لاسليک واک لري.
يو دير شمه ماده: که چيري د وزارت حقوقي صلاح کار نوموړي غوښتنليک ردکړي بايد خپل تصميم د دلايلو سره او د راتلونکي مرجع په ښودلو سره رسماَ د مؤسسي رئيس ته خبر وکړي.
دوه ديرشمه ماده: که چيري د مؤسسي رئيس په نوموړي فيصله باند قناعت ونلري کولاي شي چه محکمي ته عارض او د وزارت په تصميم باندي د قضائي غوړ غوښتنه وکړي.
دري ديرشمه ماده: د محکمي ورستني پريکړه د جاري قانون په اساس د اجرا وړده.
څلور دير شمه ماده: که چيري دثبت رياست لخوا په دريو اونيوکي دننه او يا د وزارت د حقوقي صلاح کار لخوا په دوو اونيو کي د ننه د مؤسسي دثبت په غوښتنليک باندي غور ونشي مؤسسه ثبت شوي شميري کيږي پدي صورت کي وزارت مجبوردي چي د تصديق پاڼه ورکړي.
پنځه دير شمه ماده: څارنوالي کولاي شي چي دهر حقيقي يا حکمي افغان يا خارجي چي شرعي او قانوني ګټه ولري دمؤسسي د لغوي يا د نوم دبدلولو په هکله غوښتنليک محکمي ته وسپاري.
شپږ دير شمه ماده: هغه مؤسسات چه دپخواني قانون په اساس ثبت شوي وي کولاي شي په دوو مياشتو کي دخپلو مؤسسو د نوي ثبت غوښتنه وکړي.

اووهم فصل
دبهرني مؤسسي د ثبت شرطونه

اوه ديرشمه ماده: بهرني مؤسسه بايد دهغه مملکت د قانون په اساس تأسيس شوي وي چه د افغانستان سره ديپلوماتيکي اړيکي ولري