په بېړه بېړه يې خپلې ښكلې جامې واغوستې، خواږه عطر يې ووهل… زړه يې له ډېرې خوښۍ الوت…
هېچا ته يې حال نه وايه… خوله يې له خندا ډكه وه، د ژبې پر سر يې د بېګاني بنډار(چټېنګ) انګلېسي كليمو ټوپونه وهل… په بيړه له كوټې وووت، د سرك پر غاړه ودرېد، هر موټر ته يې لاس وركړ، چې ټاكلي ځاى ته يې ورسوي، ځان يې له ټاكل شوي مهال نه يو ساعت مخكې د ژمنې ځاى ته ورساوه، د چورتونو په زينو كې كښته پورته كېده… "څه به كېږي؟ همدغه غريب جاويد به وي او كه به شتمن او بډاى جاوېد شي…؟ زرغونه خو د لوى تاجر لور ده كه بخت ياري وكړه، ټول به د جاوېد وي، خداى دې وكړي، چې زرغونه را سره وفا وكړي، ياري او واده راسره وكړي… ټول مال، پيسې، شتمني يې زما كېږي.. خو ارمان چې زه هم له يوې شتمنې كورنۍ څخه واى، په سيمه كې مې لږ شهرت درلوداى، خو خير څو، چې زرغونه خبرېږي، موافقه به شوې وي او اوس خلك اوس مال نه بلكې كمال ته ګوري، زه دا دى د پوهنتون محصل يم، زده كړه مې نوره په بشپړېدو ده… فارغېږم، هېڅ كمى را پكې نشته خو… آه… بخته كه دې ياري وكړه!".
"آف... چې خپل انځورونه او د ازموينې نتيجې خو مې را سره را وړې واى، زرغونې ته به مې ښوولې واى، ښايي په زړه كې مې يې نور هم ځاى موندلاى واى... خير ته ودرېږه، چې زرغونه څه غواړي...د خان لور ده، اوس به يې څومره هسكه ځوړندوي، د كومو غرونو پر څوكو به قدم وهي... موږ به ويني او كنه... له پرونيو خبرو نه خو هوښياره، پوهه او ځيركه ښكارېده... يو څه خو هرومره كېږي، ژمنه يې كړې، د ليدو كتو لپاره يې ځاى او مهال ټاكلى... نو يو څه خو خامخا شته، داسې تش لاس خو نه پاتې كېږم... د خداى وركړه خپل او پردى، غريب او خان نه ګوري. زما هم خرما شوه او هم ثواب، هم بنډار (چټېنګ) او هم به زرغونه او د هغې شتمني..."
داسې يې په ذهن كې د هيلو او اندېښنو كاروانونه روان و، كله كله يې به د اندېښنو ناتارو څپو د هيلو بېړۍ حصاره كړه او كله به يې د هيلو ماڼۍ د ورېځو پر اوږو سر كېښود....
يو ساعت يې انتظار وكړ، خو تر بسته ورځې نه هم اوږد شو، ها خوا او دېخوا ګوري، تر پښو لاندې ځمكه خو يې يو پوټى شوه، خو دادى پنځه بجې كېدونكې دي، خو زرغونه لا نه ښكاري، له هغه لوري فريد او يوه ډله ملګري را روان دي... د جاوېد غړي سست شول، د پاڼ او پړانګ تر مينځ شو، ته دا زرين مهال وګوره، چې زرغونې د را تلو ژمنه كړې او ته دا فريدى اودا نورې بلاوې ګوره! يوه شېبه وړاندې يې زړه خداى ته په زاريو و، چې زرغونه ژر راشي خو اوس يې د هغې وروستوالى غوښت، چې دغه آفت لدې ځايه ورك شي، بيا به له زرغونې سره په آرامه په مينه ستړي مشي وكړي، د زړه خواله به ورسره وكړي او مينه به سره ماته كړي، فريد او ملګرو يې سلام پرې واچاوه، خو جاوېد د جواب پر ځاى وويل: go.. go، زه ناروغ يم، لږ ساه اخلم، فريد يې پر اوږه لاس كېښود: "تور پتلون، سپين كمېس، سر سر تور... او دوه كتابونه"؟ دا كټ مټ هغه خبره وه، چې پرون زرغونې ورته كړيوه، د جاوېد ولي وښورېدل، د زړه درزا يې زياته شوه، ورو ورو پر شا روان شو، زړه يې وو، چې لاړشي، داسې نه چې زرغونه راشي، سپك سپاند به شي، بلكې دا تياره ګوله به يې له خولې پرېوځي... فريد ويل: "چېرې ګورې او چاته انتظار يې؟"
- درځئ... بېګا ته به بيا بنډار كوو..
- موږ هم خبر كړه، آخر ياري ده كنه.
د سړي رنګ له غوسې نه سور واووښت، ټنډه يې ګونځې شوه، شونډې يې په غاښونو كې ټينګې كړې... "يره تاسې خو بېخي په خبره نه پوهېږئ..." فريد ور غبرګه كړه: "پتلون دې سهي نه دى، بوټ دې سپېره دي او وېښتان دې هم سم نه دي ږمنځ كړي".
د جاوېد په زړه كې د بې صبرۍ لمبې اوچتې شوې، په ډېره غوسه ورځنې روان شو... د سړك په غاړه تېرېدونكو ښځو كې يې سترګې ښخې كړې، ښايي زرغونه پكې وي او دى وپېژني، ځكه ده هسې ځان برابر كړى و، لكه څنګه، چې زرغونې په چټېنګ كې ورته ويلي وو، چې وپېژنې...
فريد له شانه ور نارې كړې: "گوره ما په خپله ژمنه وفا وكړه، په ټاكلي مهال مې ځان درته را ورساوه... هغه پرونۍ زرغونه زه وم، چې له تا سره مې انټرنېټي بنډار كاوه.دا دي د ژمنې سره سم راغلم.." د جاوېد سترګې زېړې واوښتې، ګونګ ودرېده، دواړه كتابونه يې له لاسه پرېوتل.
*په افغانستان مجله كې بخوا به لږ تفاوت سره نشر شوېده