خيشکي يا خويشکي په پښتنو کې يوه مشهوره قبېله ده٠ که چېرې ددغې قبېلې د نسب ونه ( شجره) په غور سره وګورو، نو جو ته به شي چې دوی د پښتنو دسړبن په ټو لنېز ګروپ او ډلې پورې اړه لري او په همدې ټو لنېز ګروپ کې د ځمند اولا ده ده٠
تاريخ حيات افغاني د خيشکو د قبيلې په اړ وند داسې ليکلي دي :" د ځمند قبيله په پيل کې دکند هار په شا او خوا ار غستان ته نږدې مېشته وه او د٨٠٠-٩٠٠ هجري کلو نو تر مينځ د پښين يا پشين سيمه چې پشنګ هم بلل کيد له د همدې قبېلې په لاس کې وه، چې ورو سته بيا د پښتنو يوې بلې قبېلې ترین دغه سېمه په زور له دوی نه ونېو له او دوی يې له دغې سېمې نه بېوا که کړل٠ په دغه وخت کې دځمندو او لاده خيشکي هم چې دلته او سېدل کډوالۍ او مها جرت ته اړ ويستل شول ٠ په دغه وخت کې د خېشکو د قبيلې يو شمېرخلک د پشين نه ملتان ته لاړل او هغه ځای يې دخپلې استو ګنې له پاره غوره کړ، خو يو شمېر نور خيشکي غز ني او بيا پر هغې لار کا بل ته را غلل او له دغه ځا يه بيا د غو ر بند درې ته ولېږ دېدل او دغه سېمه يې د خپلې استو ګنې له پاره غوره کړه چې تر اوسه پورې هم ډېر شمېر خيشکي د پروان ولايت دغو ربند د ولسوالۍ په بېلا بېلا درو کې مېشته دي٠
هغه وخت چې د هند مغو لي واکمن ظهير الدين محمد با بر ٩٣٢- ٩٣٧ هجري کا بل ونېو او تر څه مودې ورو سته يې پر هند با ندې د ير غل تکل وکړ، يو شمېر هغو خيشکو ته چې په غور بند کې ور ته او سېدل ګران ښکاره شول نو دخپل يو پير په لا رښوونه د هندوستان خواته رهي شول ٠ دافسا نوي روايتو نو له مخې ددوی پير دوی ته د او سپنې يو ميخ ور کړ او ورته يې وويل په هغه ځمکه کې چې دغه ميخ ننوزي ،نو هغه به ستا سو سېمه او ملک وي٠ کله چې زيا تره خيشکي او ځمند په ډله اېزه تو ګه له کا بله پېښور او له هغه ځا يه هندو ستان ته روان شول ،نو په دغه وخت کې ددوی دقبيلې مشر سليم خان ځمند نو ميد او په هغه وخت کې چې بابر دهندو ستان د لودي پښتني واکمنۍ د وروستي واکمن سلطان ابر اهيم لودي سره په پا ني پت کې په جګړه بو خت و،نو دغو خيشکو دسليم خان ځمند تر مشرۍ لا ندې د بابر په پلوۍ جګړه کو له چې ويل کيږي چې په دغو جګړو کې ددوی ٧٠٠ تنه ووژل شول ،همداوجه وه چې بابر او دهغه زوی هما يون پر دوی ډېره لو رېېنه درلو دله٠ دوی بيا په هغه ځای کې مېشته شول چې نن ورځ د قصور ښار پروت دی او دلا هور ختېزې بر خې ته مؤ قعيت لري او نن ورځ يې د خلکو شمېر ٢٣٧٦٠٠٠ تنو ته رسيږي چې زيا تره يې خيشکي پښتا نه دي٠ د غه خيشکې چې په قصور کې او سيږي نو دوی ته افا غنه قصوريان يا دقصور پټا نان وايي چې دتا ريخي ر و ايتو نو سره سم دوی د١٥٢٦ ميلادي کال راهيسي په دغه سېمه کې او سيږي چې ددوی دسېمې رقبه١٨٩١ کيلو متر مر بع ښودل شوې ده٠ دغو خيشکو يا قصو ريه پټا نا نو تر ١٨٠٧ ميلادي کا له پورې پر دغې سېمې واکمني او راج کاوه چې شهنواز خان خيشکی د مغو لو په پوځ کې ستر جنرال تېر شوی دی٠بيا وروسته کله چې رنجيت سنګ د قصور سېمه ونيوله نودوی ته وويل شول چې دستلج دسيند کېڼه بر خه پريږدي٠
هغه وخت چې خيشکي او ځمند په قصور کې مېشته ول، نو دسپره په نا مه يو تن بلوڅ د خپل قوم له يوې ډلې سره ددوی سېمې ته راته او ددوی په سېمه کې به يې لو ټماري کو له، ددغې لو ټماريو دمخنيوي له پاره ددوی ځينې څا نګې او خيلو نه لکه بټک زي، شها بن زي، سلماک او کز لا ني د قصور دسېمې لو يدېز ته مېشته شول او دوی ددغه لو ټمار د برېدونو مخه ونېوله چې ورو سته يې دوی ته د بر يا پور تني کلي استو ګن ويل٠
خيشکي زړور، جنګيالي ،ميلمه پال او په علم او پو هې با ندې مين خلک دي٠
د خيشکو د استو ګنې سېمې :
په او سني وخت کې خيشکي په لا ند نيو سيمو کې استو ګنه لري :
١- دافغا نستان د پروان ولايت دغوربند په ولسوالۍ کې:
په دغه ولسوالۍ کې خيشکي د تيخان، يخدرې او سيدانو په درو کې استو ګنه لري چې په دغه ولسوالۍ کې دخيشکو شمېر د٠ ٢٥٠٠ تنو په شا او خو اکې ښو دل شوي دي٠ خلک يې اکثره د کر کيلې په چا رو بو خت دی او د با دامو، مڼو، زرد الو، توتانو، ګيلا سو او الو با لو با غو نه لري٠ په غور بند کې دخيشکو ښا خو نه دادي:
شا هي خيل، ملي خيل،علم خيل چې بيا علم خيل دبارخيل، سليمان خيل، خليل خيل او يا روم خيل په څا نګو ويشل شوي دي٠
٢- په کند هار او پښين کې:
که څه هم په نو موړو ځا يو نو کې ددوی شمېر زيا ت نه دی ، خو دوی هلته زيا تره د سو داګرۍ په چا رو بو خت دي٠ د کند هار ولا يت دار غنداب ولسوالۍ په پو رتنۍ بر خه کې د خيشکو په نا مه يو کلی شته چې د مشهور ستانه با با ولي صا حب دمزار نه چې د خا صو و عا مو ز يا رتځی دی څلور کيلو متره واټن لري چې تقر يبا د لسو کو رنيو په شا او خواکې خيشکي هلته مېشته دي٠
٣-په پښتو نخوا کې :
خيشکي د پښتو نخوا په لا ند نيو ځا يو نو کې استو ګنه لري:
- د پيښور په ګينټه ګهر کې چې هلته د خيشکو په نا مه يو ه محله شته٠
-په چا رسده کې هم د خيشکو څو کو رنۍ شته٠
-په هزاره کې هم د خيشکويو شمېر کو رنۍ مېشته دي٠
- په خيشکي پايان او خيشکي بالا کې٠
- د نو شهره کلان په شمال کې د لنډي دسيند پر غاړه د خيشکي په نا مه کلی شته٠
- په اشنغر کې هم ددوی يو کلی شته چې دشجا عت خان شموزي له خوا اباد شوی دی٠
-د کابل سيند شمال ته د مو مندو په غر نيو سيمو کې هم يو شمېر خيشکي مېشته دي٠
- د خيبر دتا ريخي درې په مينځ کې هم يو شمېر خيشکي استو ګنه لري٠
- په دېره اسما عيل خان کې٠
-په بنو کې٠
-په لکهي مروت کې٠
٤-په پنجاب کې :
-خيشکي د لا هور په قصور کې مېشته دي چې هلته ورته قصو ريه اافغانان يا پټا نان وايې چې د پا کستان يو پخوانی د بهر نيو چارو وزير خو رشيد احمد خان قصوري هم د همدې قصو ريه پټا نانو ځيني يو پښتون دی چې د خيشکي په قبيلې پورې اړه لري٠
-په ملتان کې ٠
- په هيرو وال کې٠
- ه تانده کې٠
٥- په هندو ستان کې :
يو شمير خيشکي هندو ستان کې هم ژوند کوي چې سيمې يې په لا ندې ډول دي :
- په خو رجه کې چې دهند داترا پراديش په ايالت کې مو قعيت لري٠
د خيشکو مشهور نو ميا لي دادي :
١- جنرال محمودخان،جنرال شاه نظر خان او شهنواز خان خيشکي د مغو لو په پوځ کې مشهور جنرالان تېر شوي دي٠ همدراز سليم خان ځمند هم دقصوري خيشکو مشرو٠
د خيشکوستر عارفان او صو فيان :
عبد لله خيشکی قصوري چشتي چې عبدي تخلص يې کاوه او دزوکړې نېټه يې ١٠٤٢ لمريز کال دی٠ دی د خپل وخت ستر عارف، صو في او ستا نه تير شوی دی٠ ده د ٧٠ په شا او خوکې کتا بو نه کښلي وو٠ دده د مهمو اثارو نه يو هم (اخبار الا وليا من لسان الا صفيا) نو ميږي چې د ١٦٣ تنو خيشکي صو فيا نو تذ کره ده٠
د خيشکو نو ر صو فيان دادي: حاجي ګګن شوريا نی خيشکی،شيخ يحيی، مو لا نا احمد، خواجه اويس،شيخ محمد،عبد الله، شيخ نبو کی،حا جي ميا،شيخ متو، شيخ درانی،شيخ الله داد، شيخ با يزيد،ابر اهيم ،شيخ سدو،حاجي محمد چو لي،شيخ مبارک، شيخ پا ينده، شير خان، پير رحمت،محمد خان،پير رحيمدادخان،پير ادم حسين،شيخ ملهي،شيخ حره،شيخ احمد اتوزی، شيخ وتو خيشکی،نتمو، اخوند سعيد، ميان الحق،حا جي رحيمداد،عبدالخالق، حا جي مير، شيخ عالم، شيخ با بر،شيخ بو چه،شيخ هناک،شيخ صا حب،شيخ رکن الدين،شيخ يو سف،شيخ شمس الدين،شيخ خالو،شيخ حسن،حا جي احمد،شيخ لا لو،شيخ عيسی،شيخ ضحاک،معري خان،شيخ حلو،محمد خان،شيخ با يزيد،شيخ ميرک،شيخ جهان،شيخ اسما عيل،شيخ سنګو،شيخ عمر،شيخ ابر اهيم،محمد خان،يار محمد، عا لم خان،شيخ مردان، شيخ جا نو،مو لا نا خواجه شيخ محمد، شيخ داؤد، مو لا نا عبد الو احد او شيخ ډانګ مار٠
د پښتو ژبي مشهور شا عر او صوفي او دديوان خا وند ارزاني چې د با يز يد انصاري (پير روښان) همعصره و هم د خيشکو د عزيززي د څا نګې پورې يې اړه در لوده٠
دکا بل پو هنتون د ژبو او اد بيا تو دپو هنځي د پښتو څا نګې استاد ښا غلی محمد صا بر خيشکی چې يو وخت دافغا نستان د علو مو اکا ډمی علمي غړی او دکا بل دمجلې مسئول مدېرو هم د غور بند دسېمې خيشکی دی چې پښتو ژبې، ادب ، ګر امر او ژبپو هنې ته يې دقدر وړ علمي خد متو نه کړي دي٠
ددې مقا لې په ليکلو کې مې له لا ندنيو منا بعو او ما خذو نه ګټه اخېستلې ده :
١- تاريخ حيا ت افغا ني ، پښتو ژباړه دمحقق ظر يفي او دکتور لطيف ياد، پيښور ،ددانش چاپ،٢٤٥- ٢٤٦ مخونه٠
٢-پښتني قبيلې، ددکتور لطيف ياد تا ليف، دپېښور چاپ، ١٢٤،١٢٥، ١٢٦،١٢٧ او ١٢٨ مخونه٠
٣-تواريخ خورشيد جهان، دشير محمد خان ګنډا پور ليکنه، دلا هور چاپ٠
٤- د غوربند دسيمې يو تن تکړه ژورناليست ښا غلی محمدالدين خيشکي نه تر لا سه شوي معلومات٠
٥-khyber.org
٦-http://www.trekearth.com/gallery/Asia/Pakistan/West/North-West_Frontier/Kheshki_Payan/photo825542.htm
٧- پښتانه دتا ريخ په رڼا کې، ١٣٢٥- ١٣٢٦ مخو نه٠
٨-http://en.wikipedia.org/wiki/Kasur_District