خدای شته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 30902
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
دخبریدو نیټه : 2009-12-01


محصلین په ټولګي کې ناست ول. د درس موضوع د خدای په اړه وو.
استاد پوښتنه وکړ: آیا په دې ټولګي کې څوک شته چې د خدای غږ ېې اورېدلی وي؟
چا هم ځواب ورنکړ.
استاد بیا پوښتنه وکړ: آیا په دې ټولګي کې څوک شته چې خدای يې لمس کړی وي؟
بیا هم چا ځواب ورنکړ.
استاد د دریم ځل لپاره پوښتنه وکړ: آیا په دې ټولګي کې څوک شته چې خدای يې لیدلی وي؟
د دریم ځل لپاره هم چا ځواب ورنکړ. استاد په ټینګه وویل:
نو په دې حالت کې خدای نشته.
یو محصل په هيڅ حال کې له استاد سره موافق نه وو او اجازه يې وغوښت چې خبرې وکړي. استاد هم ورسره ومنله.
محصل له خپله ځایه پورته شو او له خپلو ټولګیوالو نه يي پوښتنه وکړ: آیا په دې ټولګي کې څوک شته چې د استاد د مغز غږ يې اورېدلی وي؟
 ټول چپ شول.
بیا یې پوښتنه وکړ: آیا په دې ټولګي کې څوک شته چې د استاد مغز ېې لمس کړی وي؟
بیا هم چا څه ونه ویل.
محصل په دریم کرت پوښتنه وکړ: آیا په دې ټولګي کې څوک شته چې د استاد مغز يې لیدلی وي؟
کله چې په دریم کرت هم چا ځواب ورنکړ نو محصل داسې وویل: نو په دې حالت کې استاد مغز نلري.

هرات
۱-۱۲-۲۰۰۹