وحيد سپين غر_كابل
دغبرګولي نهه ويشتمه
خيبرتلويزيون دجوزادمياشتي په پنځه ويشتمه نيټه د(تله ) په خپرونه كي دنشنل عوامي ګوند د مشر ښاغلي اسفند يارولي اود پښتونخوامشهور ژورناليست رحيم الله يوسفزي په ګډون يوګردي ميزجوړكړي و ،چي دپروګرام چلوونكي بابر اورحيم الله يوسفزي له ښاغلي اسفند يارولي نه دپاكستان اوافغانستان په اړه يولړپوښتني كړي اوپه دي هكله يي دنشنل عوامي پارټي سياسي دريځ پوښتلي چي موږيي يوازي په هغوټكورڼا اچوو چي دافغانستان له اوسنيو حالاتو اوروانوپيښو سره نيغ په نيغه اړه لري .
درحييم الله يوسفزي ديوي پوښتني په ځواب كي ښاغلي اسفنديارولي په روښانه ټكوكي داخبره څرګنده كړه چي پاكستان دتروريزم په ضد جګړه كي صادق نه دي او په افغانستان كي يي خپل رښتيني كردارنه دي اداكړي، هغه زياته كړه چي په افغانستان كي تل بي امني په هغوسيموكي رامنځته كيږي چي دپاكستان سره په پوله كي پرتي دي ،دوي په ځانګړي توګه وروسيتيوبي امنيوته اشاره وكړه اوپه دي هكله يي دننګرهار ،كندهار،خوست ،پكتيا اوپكتيكا ولايتونه يادكړه اوويي ويل چي دپاكستان له لوري اوس هم دافغانستان په وړاندي يوه منظمه جګړه روانه ده اوپه افغانستان كي يي دروانوغلچكي بريدونواوترورستي پيښوملامتي په پاكستان واچوله اوزياته يي كړه چي طالبان په يوازي سر دداسي منظمي جګړي توان نه لري دوي وويل چي دطالبانودغلچكي بريدونواوګوريلا يي جګړوشاته دبل چالاس شته دغه راز دوي د ځان مرګو بريدونو اوپارټزاني جنګونوپه اړوند څلورو ټكوته اشاره وكړه اوويي ويل :
_ لومړي داچي يووسله وال اوجګړه مار بايد په ذهني لحاط دي ته اماده شي اودومره يي په مغزو كاروشي ترڅو له خپل ژوندنه تير شي اوځان وژني ته چمتوشي
_ بل داچي دغلچكي بريدونولپاره دسيمي مساعد والي هم شرط دي په دي مانا چي سيمه بايد غرني اوځنګلي سيمه وي چي بريدكوونكي په كي ځان خوندي وساتلي شي مقصد داچي په هموارودښتواوبيابانونوكي پارټيزاني اوغلچكي بريدونه نشي ترسره كيدلي
_ جګړه ماربايد په دوامداره توګه وسلي اومهمات ترلاسه كړي كه داسي ونه شي نوجګړه په وړاندي نشي وړلاي ،ده په څرګنده دي خبري ته اشاره وكړه اورحيم الله يوسفزي يي مخاطب كړاوورته ويي ويل چي طالبان اونوركسان چي په افغانستان كي بريدونه كوي داوسلي اومهمات له كومه كوي ؟ ده وويل چي ښكاره خبره ده چي ددوي ټول اكمالات دپاكستان له لوري ترسره كيږي
_ دغه رازدوي دغلچكي بريدونولپاره څلورم مهم څيزداوګاڼه چي كله دجګړه مارويوګروپ چيرته حمله كوي وروسته ددي لپاره چي ځان دمتقابلي حملي نه وژغوري بايد يوه محفوظ اوخپل دايمي ځاي ته ځان ورسوي ،ده په دي هكله وويل په افغانستان كي چي كوم كسان داوخت دحكومت په وړاندي په جګړه بوخت دي دهغوي دايمي اواصلي قرارګاوي په پاكستان كي دي اوداخبره يي ورحيم الله ته په ښكاره وويل چي رحيم الله خانه! له دي نه خو هم ته ښه خبريي او هم زه تري خبريم
دغه راز دوي دپاكستان له لوري په وزير ستان كي دالقا عده اوترورستانوپه ضد دعملياتوپه هكله وويل چي موږ ددي عملياتوخلاف يواوخپل مخالفت موڅرګندكړي دي داځكه چي پاكستان په خپل دي كاركي په رښتيني لارروان نه دي .
دهشت ګر دقبايلوميلمانه نه دي دادحكومت اوپوځ ميلمانه دي دحكومت اودهشت ګروترمنځ پټ تړاواورابطي شته ،كله چي پوځ تيرا اوكرمي ته لاړ،نوبيا ولي يي دوزيرستان لاره خلاصه پري ښودله داددي لپاره چي دهشت ګروته لارپريږدي اوله دي لاري نه هغوي ځانونه دكرمي اوتيرا نه وزيرستان ته وباسي ،دايوه ډيره خطرناكه لوبه ده چي دپاكستان پوځي جرنيلانو روانه كړي ده
دپاكستان حكومت غواړي چي افغانستان دكلونوكلونولپاره نورهم ناارام اونا امنه اوسي اودالقاعدي په نوم جګړه په دغه سيمه كي نوره هم دځان په ګټه اوږده كړي ترڅوپه دي توګه له امريكي اونوري دنيا نه پيسي ترلاسه كړي
موږ ګوروچي پاكستان په دي كاركي رښتيني نه دي خبره بالكل چپه روانه ده، نه په افغانستان كي امن راځي اونه هم دلته دهشت ګر له منځه ځي
ښاغلي اسفنديارولي ديوي بلي پوښتني په ځواب كي وويل چي همدا اوس دډيورند لاين په خوا وشاه كي له ۳۰ نه واخله تر۳۵كيلومتروكي دافغانستان په وړاندي يومنطم جنګ روان دي اوددي جګړي زمه واردپاكستان حكومت او واكمنان دي
ددي نه اوس هيڅوك سترګي نشي پټولي چي داجګړه دچالخواروانه ده اوڅنګه په وړاندي ځي ،دااوس ټولوته مالومه ده
ښاغلي اسفنديارولي په ډاګه داخبره وكړه چي دپرمختللي اوپرامنه پاكستان تصوربه هله ممكن وي چي په ګاونډكي يي يوپرمختللي اوپرامنه افغانستان موجودوي ،ده دتاريخ په حواله وويل چي له سكندراوتيمورنه نيولي بيا تراوسه كه وګورودابه راته روښانه شي چيرته چي په افغانستان كي نارامي اوبي امنه وه نوپه ټوله سيمه اوبرصغير يي اغيزه غورځولي ده ،ده دپاكستان له پوځ اوواكمنونه وغوښته چي دافغانستان په وړاندي دي ددښمني له دغي پاليسي نه لاس په سرشي اوافغانان دي پريږدي چي خپل وران ويجاړوطن ابادكړي اوپخپل وطن كي يوه مړي ډوډي په ارامه وخوري